Announcement

Collapse
No announcement yet.

کیري وايي، د افغانستان راتلونکی ولسمشر به

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کیري وايي، د افغانستان راتلونکی ولسمشر به

    http://www.taand.comخبرونهکیري وايي، د افغانستان راتلونکی ولسمشر به امنیتي موافقه لاسلیک کړي
    کیري وايي، د افغانستان راتلونکی ولسمشر به امنیتي موافقه لاسلیک کړي
    Monday, 16 December 2013 0:17 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
    Kerry
    څانګې خبرونه
    اصلي لینک

    خپروونکی: تاند
    www.taand.com -
    تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن /یکشنبه/ وویل، باور لري چې افغان چارواکي به له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي څو پر اساس یې له ۲۰۱۴ وروسته نړیوال پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.

    جان کیري د امریکا د (اې بي سي) تلویزیون (دا اوونۍ) خپرونې ته وویل:«باور لرم چې یا به د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او یا د هغه ځای نیوونکی دا موافقه لاسلیک کړي.»

    کرزي د هند د سفر په ترڅ کې یو وار بیا تاکید وکاوه چې تر څو امریکا د ده دوه اساسي شرطونه نه وي منلي دا موافقه به لاسلیک نه کړي. د افغانانو پر کورونو د حملو بندېدا او د جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د سولې د خبرو پیلېدا د کرزي اساسي شرطونه دي.

    امریکايي چارواکو په ضمني ډول ویلي چې که د افغانستان حکومت امنیتي موافقه ورسره لاسلیک نه کړي نو بارک اوباما به له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړي خو کیري وویل چې د امنیتي موافقې نه لاسلیک به د افغانستان په جګړه کې پر پرمختګ منفي اغېز وشیندي.

    د امریکا دبهرنیو چارو وزیر وویل:«د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې پرمختګ غواړي، او د پرمختګ معنا دا ده چې افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان خلکو ته د امنیت د برابرولو وړتیا ولري او په دې ډول د خپلې ټولنې، ادارو، روغتیايي سیستم، تعلیم او نورو برخو پرمختګ ته لاره پرانیزي چې نن سبا پکې پرمختګ روان دی.»

    ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي کال د حمل په شپاړسمه د ولایتي شوراګانو له انتخاباتو سره یوځای وشي.
Working...
X