د روس خلاف د ساړه جنګ، او بیا د افغانستان د تاوده جنګ له زمانې له پاکستان سره یو ناروا فکر پیدا و.
هغه دا و چې افغانستان، لکه یتیم ماشوم، تر خپل لاس لاندې وساتي، نړۍ ته دا ووایي چې دا ماشوم لا نابالغ دی. په خبره نه پوهېږي. په خپل سر د معاملې کولو حیثیت نه لري. د معاملې وړ نه دی.
کله کله به یې د خپلې دې ادعاء د ثبوت لپاره زموږ ببرږیري ماشومان نړۍ ته ور وښودل. کله کله به یې زموږ ځبړږیري رهبران امریکا او لندن ته هم بوتلل. هلته به یې، لکه بیزوګانې، په محفلونو کې وګډول، له یوه پلوه به یې بسپنې او چندې پرې را ټولې کړې او له بل پلوه به یې نړۍ ته وښودله چې افغانستان، د افغانستان مشران، او د افغانستان ملت لا دومره ماشوم او په سیاسي لحاظ نابالغ دی، او تاسې که د افغانستان خبره کوئ، نو له موږ سره یې باید وکړئ. کله کله به یې زموږ یو یو رهبر وسکونډه چې ورکړه ریګن ته د اسلام دعوت ورکړه. کله به یې بل وسکونډه چې ورکړه ببره، د امریکایانو پر ضد په امریکا کې یو تند بیان ورکړه.
نړۍ به هم چې وکتل، زموږ رهبر به د غرب پر دستارخان ناست و، او مرګ په غرب شعار به یې ورکاوو، ویې منله چې دا خو ریښتیا نابالغ لېونیان دي.
دا چې پاکستان ولې داسې کول، د هغې ډېر لاملونه ول، او پر هغې غږېدل نه غواړو، خو کیسه وه کټ مټ همداسې.
نړۍ د نیږدې یوې لسیزې لپاره د افغانستان تویوړی واک پاکستان ته ورکړ.
پاکستان چې کله یې هم د چا باداري او پر چا مشري نه وه کړې، په دې دوره کې ډېر سپک سپک خویونه، چور، کباړ، غلا، درغلي، او نور فاسد او پرېوتلي حرکتونه وکړل.
د افغانستان له بازانو او باښو را نیولې، تر قدیمه آثارو، تر ځنګلونو، تر آسونو، پسونو، او آن د مړیو تر هډوکو پورې یې چور، کباړ، قاچاق، او غلا کړل.
ملایان، جنرالان، ژورنالسټان، اسلامکاري مشران، قومپرستان، مخروران، خلاصه د خپلې ټولنې هر قشر ته یې د چلو چلو افغانستان چلو ناره ورکړه، او ټول یې د افغانستان پر مادي او معنوي دارائیو د چور ګډولو لپاره را واستول.
پاکستان په افغانستان کې دومره یکه تاز شو، چې په خپلو غلامانو کې یې هم چاڼ پیل کړ. له ځینو مقاماتو یې په ښکاره وویل شول چې یاره، موږ خو هسې په انجنیرانو، مولویانو، او ازهري شیخانو کې پړي اچولي ول. اصلي خلک خو دغه اخوندان او چڼي مڼي دي چې له سره سر نه خلاصوي. پاکستان د خپلو غلامانو په حسنو کې احسن او په فاضلو کې افضل لټول پیل کړل.
البته، د خدای اراده بدله وه.
خدای پاک پر افغانستان باندې اسامه بن لادن را مهربانه کړ، افغانستان ته راغی. له دې ځایه یې نړۍ ته سبابه وښوروله، غر او پښ یې پيل کړ، که یې څه وکړل کنه، خو خلک یې ښه وډارول. کار به یې کړی و، یا به یې نه و، مسؤولیت به یې ښه په نره پر غاړه واخیست. د نړۍ یې پاکستان او په افغانستان کې د پاکستان ګنده لوبې ته را پام کړل.
نړۍ پسې را هی کړ، د پاکستان د کلونو کلونو پانګونه، او په حسنو کې احسن انتخاب شوي یې پسې واخیستل.
طبیعي ده چې نړۍ خو د طالبانو تر سقوط وروسته، دلته خپل سورمخی، د ژېړو وېښتانو، او شنو سترګو پاچا نشوای کښېنولای. ټول پوهېدل، او ټولو منله چې افغانستان ازاد هېواد دی، او بل څوک پرې واک نشي چلولای. د بن غونډه یې را وغوښته، د افغانستان هغه مشران یې ورته را وغوښتل چې یا د پاکستان له تېغه تقدیر ژوندي پاتې کړي ول، او یا پاکستانیانو د حسن، او احسن په چاڼ کې اطراح کړي او له ځانه لري کړي ول.
د افغانستان خیر به په همدې کې و. دې ژوندیو راپاتې کدرونو نظامګی جوړ کړ. نړۍ حمایه کړ. له نظامګي څخه نظام، او له نظام څخه غښتلی نظام جوړ شو.
افغانستان یو بې هرڅه هېواد و. ورو ورو د اساسي قانون، درې ګونو قواوو، او خامې مدني ټولنې خاوند شو. د په نړیواله کچه تجربه لرونکیو وزیرانو، او په نړیوال معیار دفترونو او سیسټمونو خاوند شو. د سفارتونو، بیرغ او ملي سرود خاوند شو.
په پیل کې افغانستان داسې هېواد و، چې ولسمشر یې پردیو باډیګاردانو ساته. هله هله، را ښه شو، را ښه شو، تر دې چې له ارګه، له ولسمشره په زرګونو کیلومټره لري خاوره یې هم د خپلو سرتېرو ترساتنې لاندې شوه.
پوځ یې پیدا کړ. پولیس یې پیدا کړل. پوځ او پولیس یې په نړیواله کچه وستایل شول. د زرګونو کیلومټره سړک، شاوخوا ۱۸۰ زره محصلینو، یو ملیون متعلمینو، شاوخوا دری نیم لکه امنیتي ځواکونو، یو لک زره ملکي مامورینو، او په نظام کې دننه، د لسګونه زره لیسانه سوو، زرګونو ماسټرانو، او سلګونو پي ایچ ډي کدرونو مالک شو. زرګونه ښوونځي، زرګونه دفتري ودانۍ، زراعتي فارمونه، زرګونه پلونه، کانالونه، لسګونه هوایي ډګرونه، آن د رېل پتلۍ، سوداګریز بندرونه، او څه څه یې وموندل.
بالآخره، افغانستان سیال شو.
له نړۍ سره یې تړونونه لاسلیکول پیل کړل. له نړۍ سره یې چنې وهل پیل کړ. په ۲۰۱۲ کې پاکستان پر سرحدي پوسته برید وکړ، په برید کې یې خپلې پوستې له منځه ولاړې، او د پوځیانو جنازې یې خاورې ته ور لیکه شوې.
ټول ملک ملتپالو نارو، او وطنپرستو احساساتو پر سر واخیست. ټول ملک تور سور زرغون شو. ټول هېواد د لومړني شهید فاتحو پر سر واخیست.
بیا افغانستان لوبې ګټل پیل کړل. فوټبال یې وګاټه. کرکټ یې وګاټه. کاراتې یې وګتلې. مډالونه ورته را چالان شول.
دا هر څه، د پاکستان په ژوند، او د هغو جنرالانو په ژوند وشول، چې ټول عمرونه یې د افغانستان په بربادۍ کې لګولي و.
ځینو هغو جنرالانو د افغانستان د ورکې خوب ګور ته یووړ. ځینې یې د خپلو شاګردانو لخوا جهنم ته واستول شول، او ځینو ته یې، لکه د جنرال حمیدګل، یواځې تلویزیوني مرکې ور پاتې شوې.
د پاکستان ناسور پر ځان، او سر په زیان او تاوان شو. د لستوڼي ماران یې تر ستوني او سینه را تاو شول. مرګونه، اورونه، او د وینو سېلابونه ور څرم شول.
افغانستان ورځ تر ورځې ښه شو. د ولس په ننګه، او د پاکستان د تمثیلي جهاد په مقابل کې ولسي پاڅونونه پیل شول. ملي اردو، ملي اردو شوه. نیم امریکایان ووتل. نیم اینچ ځمکه ضایع نشوه.
د دې وخت را ورسېد، چې افغانستان له تر ټولو ستر نړیوال ځواک سره د خپل تمامیت او استقلال محاسبه پیل کړي.
زندانونه یې ورڅخه را خپل، امنیتي صلاحیتونه یې ور څخه ترلاسه، او زرګونو سلاکارانو ته یې له دفترونو څخه ترخیصونه ورکړل.
د نړیوالې ټلوالې پر عملیاتو یې اعتراضونه پیل کړل. د هغوی پر تصرفاتو یې نیوکې وکړې، او هغوی یې رسمي تړونونو ته اړ کړل.
افغانستان هېواد شو، خو په دمونو، تعویذونو، زکاتونو، عشرونو، او جهادي بسپنو نه شو. د نړیوالې ټولنې په مرستو، د نړۍ په ملاتړ، او د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې، په آبرومندانه نړیوالو بسپنو هېواد شو.
افغانستان چې پر کومه لاره تر دې ځایه را ورسېده، هغه لاره مالومه وه. هغه له نړۍ، د نړۍ له لویوقدرتونو، او د نړۍ له مدني ټولنو سره د ښې همکارۍ او د ګاونډیانو له انحصاره د وتون لاره وه.
دا لاره د افغانستان لپاره کامیابه لاره وه. د دې لارې کړاوجن، اغزن، او کنډوکپر برخې افغانستان شا ته پرېښې وې، او پاتې لاره تر تېرې لارې هوسا، هواره، روښانه، او پسته ښکارېده.
تر دې دمه نړیوالو پوځونو په دې هېواد کې پر خپل سر، شپه ورځ عملیات کړي ول. تر دې وروسته، ټول افغانستان ته مهارېدل.
تر دې دمه، هر چا پر خپل سر پیسې لګولي وې. تر دې وروسته به ټولې پیسې افغانانو لګولې.
تر دې مخکې به هر چا خپلو مرستو ته خپله پلان جوړاوه. تر دې وروسته به افغانانو لومړیتوبونه ټاکل.
تر دې مخکې به عادي کمپيوټرکار هم له هند او پاکستانه را وستل کېده، تر دې وروسته، پروفیسران، لوی لوی منېجران، او لوی لوی مسلکي کدرونه هم خپل دي.
خلاصه ده، چې پاتې لاره تر تېرې او طی شوې لارې ډېره ښکلې وه.
خو خامخیالو ګاونډیانو لا هم د افغانستان د بربادۍ او په شاتګ امیدونه له لاسه ورنکړل. په دې وخت کې یې هم د خپل حماقت د تکرار د ثبوت په توګه، یو څو نمکحلال نوکران دې ته وګومارل چې افغانانو ته له تجربه شوې لارې د انحراف بلنه ورکړي. له نړۍ سره له معاملې یې را ستانه کړي. له نړۍ سره له همکارۍ یې مایوسه کړي.
ورته ووایي چې په تللې لاره نور مخکې مه ځئ. بیرته ستانه شئ، بیرته پر هماغو کندو کپرو خپلې پاکستانۍ، خپلې ایرانۍ، او خپلې سعودۍ ماضي ته ستانه شئ.
بیرته کروندې وچې او اورونه بل کړئ. ښوونځي بند او پاټکونه خلاص کړئ. پوهنتونونه بند، او جهادي غونډونه خلاص کړئ. د جمعې لمنځونه تحریم او جنازو ته مخه کړئ. سفارتونه بند، او په پاکستان او ایران کې حوېلۍ خلاصې کړئ. کدرونه روزل بند کړئ، د کشمیر لپاره مجاهدین روزل پيل کړئ.
زما باور دی چې ګاونډیان، او نوکران د خپلو دې نارو د حماقت، او له دې نارو څخه د افغانانو د نفرت په کچه خبر دي، خو بیا هم خپل بخت ازمویل غواړي.
په دې وروستیو کې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک بحث روان دی، نو ایران او پاکستان ته مرموز سفرونه زیات شوي. د ګاونډیانو د ټول توان د تمرکز نقطه، له متحده ایالتونو سره د امنیتي تړون مخنیوی دی.
عجیبه دا ده، په افغانستان کې دننه، د دې تړون د مخالفت نارې هغه خلک وهي چې د امریکایانو راتګ ته یې دسملونه اړول. کاندیدان ول، وکیلان ول، بزنسونه یې روان ول. پوهنتونونه یې روان ول. هوټلونه یې چلېدل.
او عجیبه دا ده چې دوی د امریکایانو په بې تړونه او بې مسؤولیته ګرځېدلو څه نه ول، خو اوس چې امریکایی په تړون او سند مهارېږي، نو حضور یې اندېښمن کړي دي.
په همدې اړه مې وغوښتل، په ډېرو لنډو ټکیو، د امنیتي تړون په اړه پر شته اندېښنو، او فرصتونه، یوه ځغلنده کتنه، او یو څو ډېرې مهمې یادونې وکړم، چې په دې اړه د افغانستان د خلکو ښه قضاوت ته زمینه برابره کړم.
د افغانستان او امریکا امنیتي تړون د sofa حیثیت لري. د امریکا متحده ایالتونه د نړۍ له هېوادونو سره شاوخوا ۱۰۰ دا ډول تړونونه لري. په دې هېوادونو کې کوریا، سعودي، قطر، جاپان، جرمني، او ګڼ نور غښتلي هېوادونه هم شامل دي، چې موږ یې نه یواځې د ازادو، ویاړلیو هېوادونو په توګه منو، بلکې ځینو ته یې د دیني مرجعیت په سترګه هم ګورو، او په لمانځه کې مخ هم ور اړوو.
زما په اند، د امنیتي تړون په اړه، تر هر رنګ قضاوت مخکې، د ګاونډیو لخوا د ګومارل شویو مداریانو د تقریرونو د اثر د دفعې لپاره لاندې ټکیو ته ځیرېدل ضروري دي:
۱) افغانستان لومړی هېواد نه دی چې دا تړون ورسره لاسلیکېږي.
۲) دوهمه دا چې دا تړون لس کاله وروسته خپله پای ته رسېږي، خو تر میعاد پوره کېدلو مخکې یې هم هر هېواد فسخه کولای شي.
۳) په دې تړون کې یواځې یوه ماده د افغانستان له قانون سره په ټکر کې ده چې د هماغې مادې لپاره لویه جرګه را غوښتل کېږي. البته، له دې بند پرته، په ټولو نورو بندونو کې د افغانستان شرایط یوطرفه منل شوي دي.
۴) تر دې دمه، زموږ د نړۍ په هېوادونو کې بل هیڅ هېواد هم د دې تړون د لاسلیک پر سر دومره چنې نه دي وهلي، او نه یې د تړون مواد په دومره شفافیت له خپلو خلکو سره شریک کړي دي.
۵) د افغانستان تړون یواځې امنیتي نه، دفاعي هم دی، او د “دفاعي” بند د افغانستان د لوري د زیات فشار له امله ور زیات شوی.
۶) په دې تړون کې د قضائي مصؤونیت موضوع نه، بلکې د قضایي صلاحیت د اختلاف وړ ده. یعنې دا نه چې امریکایی جنایتکار به د امریکایانو لخوا محاکمه کېږي. امریکا وایي، د نړۍ له هیڅ هېواد سره یې هم دا خبره نه ده منلې، خو له افغانستان سره به لږ تر لږه، پر یوه درېیمه لاره غاړه وباسي. حقیقت دا دی چې زموږ تر محاکمو د امریکا محاکم، لږ تر لږه، د راتلونکیو لسو کلونو لپاره، ډېرې اغېزمنې، شفافې، او له فساده پاکې دي. موږ تر دې دمه کوم قاتل اعدام کړی، او کوم مو محاکمه کړی، چې تر دې وروسته به دا کار وکړو؟
۷) دا تړون د ستراتیژیک تړون هغه جزء دی، چې کل ورپورې تړلی او مشروط دی. معقوله هم ده. د امریکا په مرسته تطبیقېدونکي پراختیایي پروژې د دوی له امنیتي مرسته ریښتیا هم تطبیقېدای شي، کنه شي؟ دا یو سوال دی، چې جرګه یې باید ځواب ووایي.
۸) په دې تړون کې، امریکایانو ته بېسونه نه، بلکې د اردو او نورو دولتي په تأسیسانو او سیمو کې یو څه ځای، په لس کلنه اجاره ورکول کېږي.
۹) دا تړون تر ټولو، زموږ د مضرو ګاونډیانو لپاره دردوونکی دی. په خپله په همدې موضوع کې هم دا منطق نغښتی چې دا تړون د افغانستان لپاره، که مطلق نه وي، په نسبي توګه، په ګټه دی.
۱۰) د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده. دلته پنجابی، ایرانی، اوزبک، چینایی، اماراتی، کویتی، سعودی جنګېږي. په دغه صورت کې، دا زموږ لپاره عیب نه دی، چې د بهرني په مقابل کې بهرنۍ مرسته ولرو. همدا نن دې په خوګیاڼیو کې یواځې خوګیاڼی وجنګېږي، موږ به د نړۍ نظامي کاروان ته څه، چې د غنمو کاروان ته هم ووایو چې نور دې نه غواړو.
۱۱) هغه جهادیان چې د امریکا د ملاتړ ترلاسه کولو مخالف دي، باید وپوښتل شي چې تاسې ولې د خپلې اسلامي جګړې لپاره، د خپل ملت د ورانولو لپاره، د خپلو الوتکو د راغورځولو، او د خپلو ټانګونو اره کولو لپاره له همدې امریکایانو بې تړونه وسلې ترلاسه کولې.
د دې تړون په اړه د بیان ورکوونکیو مداریانو تر ټولو مهمه اندېښنه دا ده چې ګواکې د دې تړون لاسلیکېدل به ګاونډیان را وپاروي، غوسه کړي، او افغانستان به نا امن کړي.
خبره دا ده چې آیا ګاونډیان څه وخت بیا افغانستان ته غوسه نه ول؟
ګاونډیان خو موږ ته په دې هم غوسه کېږي چې موږ ولې ژوندي پاتې کېږو، ولې خپل موزیمونه نه ورانوو، ولې خپل آسونه د دوی په پوځ نه پلورو، ولې اردو لرو، ولې خپل ټانکونه نه اره کوو، او نه یې ورباندې پلورو. آیا موږ د دوی دا ټولې غوښتنې ومنو؟
او بیا چې غوسه کېږي،
پاکستان دې خپله ووایي چې زه غوسه کېږم، تاسې ته څه ضرورت دی چې د پاکستان خبره تاسې کوئ؟ پاکستان نه وایي چې زه غوسه کېږم، چرې، چمچې یې وایي چې پاکستان کاکا مې غوسه کېږي.
ته چې له امریکایي اوښ سره ټانټې ژوولای شې، نو پاکستانک ته نشې ویلای چې ته ولې له امریکا سره اړیکې ساتې؟
په ځینو ښځو کې یوه خاصه ده. چې مېړه ته یې د مېړه لور، یا خور، یا مور هم ور لنډه شي، نو د دې کینه او حسد را پارېږي.
د پاکستان او متحده ایالتونو خبره هم همدې ته ورته ده. پاکستان، لکه د امریکایانو حسوده مېرمنه، چې کله یې له امریکایي مېړه سره، د سیمې هر هېواد د یوه سیال هېواد په توګه، ډپلوماټیکې او ستراتیژیکې اړیکې جوړوي، د پاکستان زړه، لکه د حسودې ښځې، ورته را اېشي.
دې رنډۍ خویه مېرمنې ته به اوس څوک ووایي چې امریکایی ستا مېړه وو، ستا دی، او ستا به وي. نور خلک امریکا، لکه ته، په مېړولي نه نیسي، نه لکه ستا، خپل دین او وجدان په اختیار کې ورکوي.
نور خلک امریکا ته د مېړه په سترګه نه، بلکې د یوه مهم نړیوال اقتصادي او سیاسي سیال هېواد په سترګه ګوري، لکه تا، معاشقه نه ورسره کوي.
هو، د تړون په اړه زموږ پرېکړه باید د پاکستان د دښمنۍ په تناظر کې نه، بلکې د خپلو ګټو په تناظر کې و.
زما په نظر، خبره د تړون لاسلیکېدلو، او نه لاسلیکېدلو نه، بلکې د تړون د منځپانګې ده. راځئ پر دې بحث وکړو، چې په تړون کې باید څه څه درج وي.
دا د بحث خبره نه ده چې تړون باید وي او کنه. تړون ضابطه ده، او بې ضوابطو روابط معنا نه لري.
پرېږدئ چې له نړۍ سره زموږ اړیکې چوکاټي، او د تړونونو پر اساس وي. پرېږدئ چې افغانستان هم په تړونونو کې یو طرف وي. بس ده چې د ژنیو تړون ستاسې په نیابت پاکستانیانو وکړ، او پایله یې هغه رنګ شوه.
کوم خلک چې له دیني لحاظه، تړون و موالاتو د منعې تر حکم لاندې راولي، څو ځله تېروتلي دي.
لومړی خو دا ده چې له کفارو سره په دیني چارو کې معامله نه ده روا. په دنیوي چارو کې له کفارو سره تجارت، پېر پلور، تړونونه او نور روا دي، روا ول، او روا به وي. له همدې اهل کتابو سره خو زموږ د فقهاوو په نزد، نکاح روا ده. آیا تر نکاح غښتلې معامله شته؟ آیتونه مطلق او د ترجمې له مخکې مه تطبیقوئ. له آیتونو څخه د احکامو استنباط د هر للو پنجو کار نه دی.
افغانستان په نړۍ کې، داسې دی، لکه یو کور په کلي کې. آیا یو کور له ټول کلي بيل اوسېدلای شي؟ آیا په ننۍ نړۍ کې یو هېواد، له تجارت، د ټکنالوجۍ له انتقال، او سالمو راکړو ورکړو، او اړیکو پرته ژوندی پاتې کېدلای شي؟
آیا موږ په دې بهانه چې ګواکې د یهودو نصاراوو دوستي حرامه ده، د ۷۷ عیسوي مذهبه هېوادونو پر ځای خاین، بدمرغه، وروسته پاتې، بې فرهنګه، بې دینه، او بې وفا پاکستان انتخاب کړو؟
آیا همدې نجس پاکستان، خپل اټوم له امریکا او چین څخه نه دی اخیستی؟ آیا پوځ یې انګرېز نه دی تأسیس کړی؟ آیا استخباراتي شبکه یې انګرېز توکمي نه ده تأسیس کړې؟
آیا ستاسې دیني مرجع هېواد سعودي له امریکایانو او عیسوي نړۍ، او هندوستان سره ګرمې سوداګریزې او نورې اړیکې نه لري؟
آیا، همدا پرون، تاسې اخوانیانو، سلفیانو، ملایانو، پیرانو، حضرتانو، صوفیانو، قمیانو، دیوبندیانو، او ټولو نورو دیني ډلو له همدې امریکا سره د عاشقۍ تار نه و غځولی، او د ډاکټر نجیب الله د الوتکو راغورځولو، د پلونو او برېښنا د پایو د ړنګولو لپاره مو ورڅخه توپونه، سټینګر، بمونه، راکیټونه، او کلاشینکوفونه نه ترلاسه کول؟
آیا ستاسې لاس مسیحا دی چې په مردار شي ولګېږي، درته حلالېږي؟
آیا په سعودي کې یو قرآن کریم دی، او دلته بل دی؟ په پاکستان کې یو دی، او دلته بل دی؟
دوهمه دا چې موالات، یعنې دوستي، د زړونو خبره ده. اړیکې او معاملې له زړه سره تړاو نه لري. یو دوکاندار به دې بد اېسي، خو له هغه به سودا کوې. د یوه موټروان به بد اېسې، خو د خپلې کرایې لپاره به دې تر یوه ځایه رسوي. معامله معاشقه نه ده. د زړونو کیسه نه ده. د ګټو خبره ده.
د ګاونډیانو قراردادي مداریانو، چې نه پوهېږئ، نو خلک له لارې مه وباسئ. پرېږدئ چې افغان ولس، لکه نور ویاړلي ولسونه، ژوند وکړي.