
چا چې سیاست په علمي او مسلکي توګه لوستی وي، هغه باید په دې پوه شي چې د سیاست اساسات، په خاصه توګه انتخابات، پر دقیقه محاسبه او اوچت منطق (Rational Choice) استوار دي. په سیاسي علومو کې د «عاطفې» په نامه اصلاً کوم مفهوم نشته. خو دا چې موږ افغانان، په تېره بیا نالوستي پښتانه، چې په ننګ سر ورکوو خو په ننګ سر نه خلاصوو، احساساتي عمل کوو، او په سیاست کې هم عاطفه لټوو.

په هر صورت، له جنرال دوستم سره د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملګرتیا یوه تر ټولو لویه ګټه دا ده، چې د اوزبکو رايې جامدې او ثابتې دي. نو ځکه ټول مطرح کاندیدان د دوستم تر وره شا ته په کتار ولاړ وو. دا چې دوستم هم ډېره هوښیاره سیاسي لوبه وکاروله چې ځان یې پر اشرف غنی ومانه، باید مهارت يې وستایل شي. فلهذا اوس پوښتنه د دې انتخاباتي ټکټ مطرح ده، چې څومره چانس لري؟
په شمال کې د پښتنو، اوزبکو، تر ډېره حده د ترکمنو او نیمه د هزاره وو رایه خوندي شوه، خو پاتې تاجک شول. د تاجک رایه د ډاکټر عبدالله عبدالله او احمد ضیا مسعود ترمنځ نیمه ده. بل خوا د جنوب او جنوب شرق رایه پښتنه ده، نو ځکه د اشرف غنی، قیوم کرزي او ګل آغا شیرزي ترمینځ تقسیم ده. خو متحرکې رايې په غربی او شرقي حوزو کې پرتې دي او هغه ځکه چې د مشرقي پښتانه او د هرات تاجک با سواده دي او تصامیم یې هم انفرادي دي. نو کله چې خبره د سواد او ښاري فرهنګ شوه، بیا نو د ډاکټر غني کمپاین باید بدیل ونه لري. دلته د یادولو وړ ده چې زلمی خلیلزاد هم له اشرف غنی سره په یوه ټیم کې دی او کولای شي چې په مشرقی ولایاتو او هرات کې لویه ونډه ولوبوي.
که اوسني مطرح کاندیدان تر اخره ودرېږي، په دې کې شک نشته چې انتخابات به دویم دور ته ننوځي. دویم دور کې نه یوازې ټول جنوب او شرق به د اشرف غنی کېږي، بلکې نیم شمال او نیم غرب هم تقریباً ثابت محسوبېدای شي.
دا دې شوه محاسبه، اوس به راشو د مشروعیت پوښتنې ته؛ آیا دوستم کولای شي د افغانستان ډیموکراتیک بهیر ته ګواښ ثابت شي؟ ځواب هم «هو» کېدای شي او هم «نه»! دواړه اوږده بحثونه او علمي څېړنو ته اړتیا لري او هغه ځکه، چې انتقالي عدالت په ځینو ملکونو کې خورا ښه نتیجه ورکړې، خو بيا ځینو کې یې لا ډېرې نورې ستونزې زيږولي او ډاکټر صاحب غني دې ټولو قضیو پوره حاکم دی. د یادولو وړ ده چې انتقالي عدالت هغه حالت ته ویل کېږي، چې یو هېواد له «جنګ» نه عام و تام «عدالت» ته انتقالوي. په دې کې ټولو جنګي ډلو ته عامه معافي کېږي او د سیاسي مدني حرکتونو جز ګرځي. روانډا یې تر ټولو خورا ښه، کامیابه او تازه بېلګه ده.
خو عام ولس باید په دې پوه شي چې په اوسني شرایطو کې له دوستم بل ښه بدیل اصلاً وجود نه لري. که خبره د جنګي جنایتونو وي، له اوسنیو کاندیدانو نه نیولې (استاد سیاف، ډاکټر عبدالله، استاد محقق، تورن اسماعیل خان، قطب الدین هلال، او…) تر برحاله حکامو پورې (مارشال فهیم، استاد خلیلي، او…) تر مرورو پورې (ملا عمر، انجنیر حکمتیار، او…) تر مړو پورې (انجنیر احمدشاه مسعود، استاد رباني، او…) کوم یو یې له جنګي جنایتونو څخه پاک او مبرا وٌ یا دی؟!! که له اشرف غني څخه مو دا تمه وي چې له دېرشو کلونو جګړو وروسته له افغانستانه درته سویډن جوړ کړي چې هلته پولیس ټوپک نه ګرځوي نو زه فکر کوم چې دا به یو څه وخت ته اړتیا ولري. د افغانستان ننی حالت هغې وحشتناکې فلمي صحنې ته ورته دی چې نه قانون شته نه قانون ګذار، ناپوهي، نالوستي، فقر، مافیا فساد دا ټول حاکم دي. همدغه وحشتناکه حالت د یوه فلم صحنه نه، بلکې زموږ او ستاسې د ټولنې واقعیتونه تشکیلوي. دوستم اشرف غنی نه دی زېږولی، بلکې دوستم د دېرشو کالو جګړو محصول دی. خدای ته شکر وباسئ چې دې حساسه تاریخي شېبه خدای پر اشرف غنی پېرزو کړي یاست. د دولت سازۍ په ډګر کې نامتو ماهر او تیوریسن، او د انسان پېژندنې او اقتصاد په رشتو کې منور نړیوال عالم ته وخت ورکړئ چې دا ګند در پاک کړي!!! د ګندګۍ پاکول انسان هم بویناکه کوي.
د یوه سمسوره، سوکاله، باثباته او مترقي افغانستان په لور!
تله ۱۶. ۱۳۹۲
