Announcement

Collapse
No announcement yet.

د پولیسو په لیکو کې د میرمنو زیاتوالی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د پولیسو په لیکو کې د میرمنو زیاتوالی

    د کندهار امنیه قوماندان عبدلرازق وایی: د ښځینه پولیسو شمیره د پولیسو په لیکو کې په تیر یو کال کې له ۳۰ څخه ۸۰ ته پورته شوی. دا د پام وړ پرمختګ دي په داسي حال کې چې اوس هم د میرمنو پولیسو په وړاندې هم زیاتي ستونزې او ګواښونه شتون لري په خاصه توګه کله چې دوي په کلیو او بانډو کې له میرمنو سره مخامخ کیږي او په امنیتی او پلټل او څیړلو عملیاتو کې ونډه اخلي.
    افغانستان ورو، خو په ټینګ او ثابت ډول د پرمختګ په لور په خاصه توګه د میرمنو په کار ګومارلواو واک ورکولو کې د حکومت ، سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې روان دي. که څه هم دغه پرمختیا د پرمختلونکو پالیسیواو د نړیوالۍ ټولنې هڅو ته نسبت ورکول کیږي خو د میرمنو ټینګ عزم او پریکړه تر هر څه نه ډیر د ستایلو وړ ده.
    ستاسو په اند د ښځینه پولیسو رول په امنیتی چارو کې څومره اغیزناک دي؟
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
    U.S. Central Command
Working...
X