ټولنیزې شبکې پیاوړی آلې دي چې کولي شي د یو څارونکې په شان په قانوني ، حقوقی ، سیاسی او ټولنیز ډګر کې وکارول شې. همداسې ټولنیزې شبکې یو غښتلی رُول د خلکو په یوالۍ کې لرلي شي. خلک کولي شي له نورو وګړو سره خپل خپګان ، شکایتونه او یا هم خپلي نظریه شریکي کړي. ټولنیزې شبکې کولای شي د حکومت او خلکو تر منځ واټن لږ او د اصلاحاتو په راوستو کې مهم رول ولوبوي. یو ښه مثال دا دي چې ښځې کولي شي د خپلو حقوقو په اړه په دي ټولنیزو شبکو کې ولیکې او خلک له خپلو حقوقو با خبره کړي ، په خاصه توګه د فیس بوک له طریقه. د ای مارکیتر د احصاییه د ارقامو له مخه په ۲۰۱۳ میلادی کال کې په څلورو کې یو کس د ټولنیزو شبکو څخه کار اخلي. د ریاست جمهوري نوماندان همدا اوس په ټولنیزو شبکو کې خورا فعاله ګډون لري او له همدي طریقه خپل د راتلونکو کارونو په اړه خلکو ته معلومات ورکوي تر څو خلک ددوي ملاتړ وکړي.
ستاسو په اند، ټولنیزي شبکې په راتلونکو ولسمشریزو اوولایتي شوراګانو په ټاکنو کې څومره رُول لوبولي شي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
