که د امریکا د کانګریس غړی جان مکین چې د ویتنام د جګړې ټوپکسالار دی او په همدې جګړه کې د شمالي ویتنامیانو له خوا زخمي او بندې شویدی او جان کېري هم د یوه امریکایی ټوپکسالار زوی او دوی دواړه د امریکا د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندیدولای شي، یو یې د کانګریس غړی او بل یی د بهرنیو چارو وزیر کیدلای شی. آیا همدا اوس په سوریه کې امریکا او القاعده یوځای د سوریې ددولت پر خلاف د جګړې ائتلاف نه دی کړی؟
نو د ډاکټر اشرف غنی په سیاست انتقاد ولي؟
راځئ موږ هر څه ته د بهرنیانو له عینکو ونه ګورو، بلکې دخپل افغاني سیاست، ملي ګټو او ځمکني واقعیت له عینکو!
کله چې ډاکټر اشرف غني د ټیم جوړولو هڅې کولي، دا تور یی ورباندې لګاوو چې دا امریکايي ټیم دی؟ په داسې حال کې چې زه خپله شاهد یم چي ځیني هېوادونو ددې ټیم د جوړولو کلکه مخه نیوله.
آیا له همدې جنرال صیب سره حزب اسلامي افغانستان یو ځای شورای هماهنګي جوړه نه کړه؟
د افغانستان لومړي ولسمشر او د نجات د جبهي رییس ښاغلې صبغت الله مجددی ورته د خالد بن ولید لقب ورنه کړ؟
اوسنۍ نظام کې د فوج لوی درستیزوال نه دی؟
آیا نورو ټولو اېتلافونو کې دی مهم غړی نه وو؟
آیا همدې طالبانو او اماراتیانو له جنرال مالک سره ائتلاف ونه کړ؟
آیا ټولو نورو ذیدخله اړخونو له جنرال دوستم سره اېتلافونه نه دی کړي، هغه که مجاهد وو او غیر مجاهد؟
دا ځیني وګړي چې د ډاکټر اشرف غني په دې سیاست انتقاد کوي، زما ورڅخه پوښتنه داده چې آیا دوی د جنبش ملي اسلامي په اندازه کوم حزب جوړ کړیدی؟ آیا ددوستم په اندازه یی خپل قوم پر ځان را ټول کړیدی؟ آیا ددوستم په اندازه یې په خپله سیمه کې چپ، راست، مجاهد، غیر مجاهد، ملتپال، غربي او شرقي پر ځان را ټول کړیدی؟ آیا دده په اندازه یی په خپله سییمه کې امنیت را وستی دی؟
آیا همدې دوستم د حزب اسلامي افغانستان له پخوانی قوماندان او د ولسي جرګې له اوسنۍ مشر چې یو مجاهد دی، ملاتړ ونه کړ؟
آیا همدا ښاغلې په وسله والو غږ نشي کولای چې ولي په پښتون مېشتو سییمو کې ولس له ټاکنو محروموي؟
آیا په لومړی ځل د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي داسې ائتلاف چې د افغانستان مشرتوب او قیادت یې له پښتنو څخه غیر پښتنو ته د لېږدولو هڅه وکړه ونه کړ؟ په داسې حال کې چې د ډاکټر اشرف غني ائتلاف چې یو یی د بن روایت مات کړ او بل یی قیادت له پښتنو سره وساته؟
توپېر دومره دی چې نورو نوموړي د جګړي د لوبغاړي په توګه کارولو او ډاکټر اشرف غني یې د سیاست د لوبغاړي په توګه؟
هغوی په هغه وخت کې ورسره ائتلافونه کول چې جنرال دوستم یو فرد وو، اما د ډاکټر اشرف غني ائتلاف اوس له یوې کتلې چې د افغانستان په سیاست، اقتصاد او ملي یووالی کې مهم نقش لوبوي، له هغې سره دی، نه له فرد سره؟
نورو اکثرو ډلو له هغه چا سره ائتلاف کړیدی چې د افغانستان دښمنه هېوادونو له خوا ملاتړ کېدلې او ازبک د یوه دوست اسلامي هېواد له خوا، کوم یو یې غوره دی؟
نورو ورباندې فدارالي نظام او د افغانستان د تجزيي کارونه غوښتل او ډاکټر اشرف غني د افغانستان د وفاق او ملي یووالي!
د ولسمشرۍ لپاره مخکښ نوماند ښاغلی ډاکټر صیب اشرف غنی احمدزی تر پرونه په دې باندې ملګرو ګرمولو چې نوموړی یو قاطع، عالم، مفکر، سر سخت مدیر او ژور اصلاح غوښتونکی دی، اما نن چې یې یو څه انعطاف نه بلکې د ولسي او سیاسي مدیریت په ځانګړتیا ترکېز وکړ، بیایی هم نه پرېږدئ. د ډاکټر صیب اشرف غني قوت دده د ضعف ټکی بلل کېده او همدا د ټیم جوړوني پر وړاندې لوی خنډ وو. ډاکټر صیب غني ته دده همدا ښکلا غم شوی وو.
اوس قضاوت ستاسې؟!