Announcement

Collapse
No announcement yet.

د غني لار، تر ټولو غوره درېیمه لار

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د غني لار، تر ټولو غوره درېیمه لار


    نن یوه ساده پاده پوښتنه کوم. د تېرو څو لسیزو په مشرانو کې له اشرف غني، ولسمشر کرزي، او څو نورو کدرونو پرته، څوک جنګي مجرم یا د جنګي مجرمې ډلې غړی نه دی؟
    څوک ما ته فقط یو داسې کس را ښودلای شي چې دا تېر دېرش کاله په افغانستان کې و، او ده، یا د ده ډلې جنګي جرم نه دی کړی؟
    بله ساده پوښتنه کوم، که همدا نن یو داسې کس کاندید شي، چې د نړۍ دوهم هم نه، لومړی مفکر، او ستر عالم وي. افغان وي. مجرم نه وي. نابغه وي. خو له هغو مهرو سره چې کتلوي رأیې لري، لاره یونسي، ستاسې څو فیصده رأیه به واخلي؟ تېر ځل، دغسې یوه کس څو رأیې اخیستې وې؟
    زه پوهېږم چې د پورته دوو پوښتنو ځوابونه داسې دي.
    ۱ د تېرو دریو لسیزو په مشرانو کې ۹۹.۹٪ یا خپله جنګي مجرمان، او یا د جنګي مجرمو ډلو غړي دي.
    ۲ که دې معامله ونکړه، لکه د تېر ځل د اشرف غني احمدزي، تر ټولو مخکې به لوستی مټکور درپسې وایي چې، یاره، اشرف غني ښه سړی دی، خو یو څه غوسه ناک دی، اصولي دی، بې معاملې کله کېږي، هغه له قومي مشرانو سره لاره نشي وړلای. هغه ….
    یعنې دا چې چې نه له زړو مشرانو سره له معاملې پرته بله لاره شته، او نه په افغانستان کې داسې، د تېرو دریو لسیزو لوبېدلی داسې مشر شته چې جنګي مجرم نه وي.
    زموږ افغانان کله کله ساده مسألې دومره پېچلي کړي چې بیا خپله هم پکې ورک وي.
    تاریخونه لیکي چې په ۲۰۱۳ کال، ټاکنو ته د کاندیدانو نوملیکنه کېده، په درځنونو جنګي مجرمان له وسلوالو ګروپونو، او ډله ډله اوباشانو سره د ټاکنو پر کمیسیون ننوتل، او بیرته ترې را ووتل، خو په دې ټولو کاندیدانو کې یواځې جنرال دوستم ولیدل شو، وپېژندل شو، او اعتراض پرې وشو. موږ چې واړه و، اورېدل به مو، چې د پېریانو خولۍ د چا پر سر وي، بیا هغه سړی خلک ویني، خو خلک یې نه ویني.
    د جنرال صاحب، لکه د نورو جنګي مجرمانو، د پېریانو خولۍ نه وه پر سر. جنرال دوستم که څه هم نه کمیسیون ته لنډه غر او وسلوال بیولي ول، نه یې په کوڅو او لارو کې د زور مانور ورکړ، او نه یې پر خپلو بدیو او ناکړدو سترګې پټې کړې، یواځې پر دوستم سره کرښه را تاو کړه.
    په داسې حال کې چې پورته دوه واقعیتونه – چې نه له زړو مشرانو سره بې معاملې کېږي، او نه په افغانستان کې داسې مشر شته چې جنګي مجرم نه وي – لکه دوه غرونه، د ټولو په مخ کې ولاړ دي، یوه ډله خلک یواځې هغه جنګسالاران ویني، چې د پېریانو خولۍ یې نه دي پرسر، او د نورو په اړه بیا غلي دي. دا انصاف نه دی. انصاف دا دی چې یا به ټول محکوموو، محروموو، او غندو، او یا به ټولو ته د افغانستان په بیا رغونه کې د برخه اخیستلو چانس ورکوو.
    د دې دواړو نظرونو (د ټولو محکومولو، یا ټولو ته د فرصت ورکولو) خپلې خپلې وړتیاوې او نیمګړتیاوې دي.
    که ټول محکوموئ، محروموئ، نو دا کار تقریباً د یوه بل جنګ اعلان دی، او تاسې به د دې جنګ صحنه جوړوونکي نه، بلکې یو طرف یاست.
    که غواړئ طرف شئ، نو تېرو دریو لسیزو ته په کتنه، ستاسې دا ضمانت هیڅکله نشي کېدای چې له تاسې به، لکه له طالبانو چې جوړ شول، ټوپکسالاران نه جوړېږي.
    بیا به تاسې هم یوه – په پیل کې مقدسه، او په پای کې نجسه – جنګي ډله یاست چې لومړی به د نورو له ککړتیاوو د نفرت ناڼې تو کوئ، او بیا، به لکه حزب اسلامي، طالبان، او جمعیت، چې له دوستم او مالک سره بیا بیا ایتلافونه وکړل، له مجبوریته خپلې تو کړي ناڼي بیرته په ژبه را ټولوئ.
    که ټول محکوموئ، او بیا جګړه اعلانوئ، به ستاسې تر ټولو لویه قرباني به ستاسې هغه اساسي قانون وي چې له لسیزو را وروسته مو ترلاسه کړی. ځکه، همدغه قانون یوه جنګسالار ته د کاندیدېدلو، رأیې اخیستلو، او دندې درلودلو حق ورکوي. همدغه قانوني مرجع، یعنې د ټاکنو کمیسیون چې تاسې پرې د ټاکنو د مدیریت اعتماد کوئ، هر کال، د کاندیدانو د ثبت په ورځ خپل انګړ ټوپک په لاس ټوپکمارو ته پرانیزي، چې له همدې ځایه خپل زور ښکاره کړي.
    دلته بیا زموږ او تاسې هغه دودیز ذهنیت، چې به نیم دین منئ، نیم رواج، نیم قانون منئ، نیم مزاج، کار نه ورکوي. واقعیت دا دی چې په دې تېرو یوولسو کلونو کې دوستم، یا کوم بل جنګسالار نه متهم کړ، نه چا محکوم. دا کار هر ګوند کولای شوای. هاګ شته. انټرپول پولیس شته، د افغانستان محکمې، په خپل خوارځواکې وجود، موجودې دي. دا یوولس کاله خو د همدې دوستم هم د پېریانو خولۍ پر سر وه، خو نن چې یې د ډاکټر غني لوری ونیود، د پېریانو خولۍ یې له سره لرې شوه.
    دا چې د افغانستان قانون کومو مصلحتونو ته په کتنه، دا بیله خبره ده، خو دا یو حقیقت دی چې ډاکټر غني به د دوستم له رأیې سره معامله کړې وي، خو دوستم ته د کاندیدېدلو حق غني نه، بلکې ستاسې قانون ورکړی. هغه ته د رأیې ترلاسه کولو حق ستاسې نظام او کمیسیون ورکړی.
    دې پورته واقعیتونو ته په کتنه، پایله داسې اخیستلای شو چې د افغانستان د لوستو او ښو خلکو په وړاندې دری لارې پاتې دي:
    ۱ یا به له هغه اساسي قانونه انکار کوي چې دوستم او نورو ټوپکسالارانو (۹۹.۹٪ مشرانو) ته برائت ورکوي، ځکه، دوستم نن د قانون پر اساس، د کمیسیون د شرایطو په رڼا کې، او د مشروعیت په چوکاټ کې دننه کاندید دی. هغه په تېر یوولس کاله کې نه کومې ملي یا نړیوالې څارنوالۍ متهم کړ، نه هاګ مېز ته را کش کړ، نه کمیسیون بلاک لسټ کړ، نه چا له صحنې و ایست. د دې ترڅنګ به یوې بلې جګړې ته، چې دوی به یې هم په یوه جنګي طرف بدلېږي، مخه کوي.
    ۲ یا که انکار نه کوي، جګړه نه اعلانوئ، بیا به تر دوستم، چې د لرې پرتې سیمې پخوانی ټوپکسالار، او اوسنی توبه ګار دی، هغو ټوپکسالارانو ته ترجیح ورکوي، چې اوس هم پر ټوپکسالارۍ فخر کوي، په کابل او اداراتو کې مافیایي نفوذ لري، هره ورځ کابل تهدیدوي، او هره ورځ د کابل په کوڅو کې اوباشي کولای شي. بیا به د دوستم پر ځای هغه منئ چې د کابل په دروازو او منځ کې دي، پر خپل تېر جنګي کردار فخر کوي، او ځینې یې آن د افغان د نامه مخالفت کوي، او د ایراني قاتلانو په نامه واټونه جوړوي.
    ۳ یا به بیا د غني لاره انتخابوي، چې د اساسي قانون تر چوکاټ لاندې له موجودو رخصتونو یې استفاده کړې، خو هیڅکله یې قانون تر پښو نه دی لاندې کړی. یو داسې څوک به انتخابوي چې په نظامي عرصه کې به یې ټوله تکیه په ملي ځواکونو، او په سیاسي صحنه کې په لوستو او د نظام په تر ټولو لایقو کدرونو وي. د دوام، او تحول فلسفه به انتخابوي چې شته لاسته راوړنې وساتي، او د نورو لاسته راوړنو لپاره لوری او میدان بدل کړي.
    ډاکټر صاحب اشرف وایي، لومړی دوام دی، دوهم تحول دی. د ښه وضاحت لپاره یې مثال وایم. په موټر کې چې مزل کوې. لومړی شرط دا دی چې موټر حرکت ته دوام ورکړي، او بیا روان موټر کېدای شي سمې لارې ته برابر کړې.
    د موټر حرکت، دوام دی. د موټر سمې لارې ته سیخېدل، تحول دی. اوسنی نظام، هغه کاروان دی چې برحال پاتې کېدل یې دوام، او سمې لارې ته سیخېدل یې بدلون دی. ډاکټر غني وایي، مطلق توقف یو خطر دی، ځکه د نه پرمختګ او جمود په معنا دی. مطلق دوام یا نه تحول یې بل خطر دی، ځکه نظام د خرابۍ خوا ته روان دی، نو که مخ را ونه ګرځوي، غلط لور ته ځي.
    او ځای په ځای را ګرځېدل یا مطلق تحول یې بل خطر دی، چې ممکن ټکر او له لارې انحراف را منځته کړي. نو باید لومړی دوام، او بیا تحول وي، چې کله کاروان سم ترافیکي چوک، یا قانوني څړک ته ورسېږي، او بیا را وګرځي.
    په دې اساس، دلته څلور ذهنیته موجود دي.

    ۱ مسلح مخالفان دوام نه، بلکې ځای پر ځای توقف غواړي، چې هم ټکر، او هم جمود را منځته کوي.
    ۲ آرماني او لېوني خلک بیا توقف نه، بلکې ځای پر ځای را ګرځېدل یا تحول غواړي، چې ټکر رامنځته کوي.
    ۳ او ټوپکسالار مطلق دوام او په همدې لاره تګ غواړي، چې واضحه ده، خرابې پایلې پرې مرتبې دي.
    ۴ ډاکټر غني د دوام او تحول موازنه غواړي. هم دوام غواړي، هم تحول، خو دوام همدا اوس، او تحول تدریجي، او په مناسب ځای کې.
    بل څوک نه د راتلونکي دغسې تصویر لري، او نه د هغوی خپلې ګټې د بل ډول تصور اجازه ورکوي.
    د دې لیکنې له لارې مې هدف دا دی چې دا څلور واړه ذهنیته، او درې لاري، د درنو لوستونکیو مخې ته کېږدم. هیله مې دا ده چې یا څلورمه لار پیدا، او یا درېیمه لاره انتخاب کړئ.
    مجيد قرار
    Pressure makes diamonds.
Working...
X