داښکاره خبره ده چې په یوه ټولنه کي دپولیس رول مهم اونشتوالی یې په ټولنه کي ستونزي اومشکلات زېږوي یوازي پولیس دي چې په سیمه ایزه کچه دقانون په چوکاټ کي عامه نظم او دوګړو ترمنځ هراړخیزي نیمګړتیاوي له منځه وړي په هره ټولنه کي چې پولیس نه وي اویاهم دپولیسو لیکي دفساد سره مخ وي نو هغه ټولنه به دژوندپه ټولو چارو کي دزیاتو ستونزو سره مخ وي نو پردې اساس په اوسني وخت کي داټولو خلګو ته په اثبات ورسیده چې په افغانستان کي روانه جګړه فساد اوټولي ستونزي خپله نړیوالو اوافغان حکومت رامنځ ته کړې دي ځکه چې افغان حکومت پدې باندي ډيرښه خبراوپوهیږي چې ددوی ځواکونه بیا په خاصه توګه پولیس په سیمو کي دخلګو سره کوم ډول چلند کوي دلته زه په عمومي کچه دهیواد ترستونزو تیریږم ځکه چې داټولي ستونزي کیدای سي زیات وخت اولیکنه اوږده کړي یوازي غواړم دزابل دمظلومو خلګو سره دپولیسو دچلندپه اړه څه ولیکم
داچي زابل دهیواد یودنا امنه سیمو څخه دی اودوسلوالو طالبانو شتون اوفعالیتونه پکښي زیات دي اودموقعیت له پلوه هم په یوه ستراتیژیکه نقطه کي قرارلري اودګاونډي دښمن هیواد پاکستان سره زیاته ګډه پوله لري پداسي یوه ولایت کي مرکزي حکومت باید داسي چارواکي په کار وګماري چې هغه په صحي توګه خلګو ته خدمات ترسره کړي ترڅو خلګ پرخپل حکومت یقین اوباور وکړي ځکه دهیواد په اوسنیو شرایطو کي په سیمه کي دښه امنیت اوښه حکومتوالۍ په کولواوراوستلوکي تربل هرچادخلګو همکاري باور اودهغوی زړونه خپلول مهم دی خومتاسفانه همداسي ندي سوي دکرزي صاحب دحکومت دپیل نه بیاتراوسه زابل ته په هیڅ برخه کي کار اوهیڅ داسي چارواکی ندی راغلی چې ددغه غمڅپلي اودپامه غورځیدلي ولایت دخلګو اوښکي پاکي اوهیلي یې ورپوره کړې داچي لیکنه مي ډيره اوږده نسي راځم اصلي مطلب ته شاید تاسو درانه لوستونکي خبریاست چې په رسنیو کي دزابل داوسني امنیه قومندان غلام سخي روغ لیوني اودهغه سره دراغلو ملګرو په اړه راپورونه اولیکني خپرې سوې چې دقومندان صاحب روغ لیوني انډیوالان پدغه ولایت کي دخلګو سره داسي وضعیت پیل کړی دی چې هغه په هیڅ ډول دزغملو وړندی اودسیمي خلګ اوس ددوی څخه دومره په تکلیف دي چې اوس یې دپولیسو دیونیفورم څخه نفرت کیږي دامنیه قومندان روغ لیوني خاصه ډله چې دده سره راغلي او اوس دزابل په امنیه قومندانۍ کي استخدام سوي دکابل کندهار په لویه لاردزابل په مربوطه سیمو کي ولاړ وي اوپه سپینه ورځ یې دهغه پخوانیو ټوپکمارو په څير ځنځیرونه اچولي او هیڅ موتر ته اجازه نه ورکوي ترڅو هغه دپاکستانیو پولیسو په اصطلاح سریې نه وي ورسره خلاص کړی داسي موتران چې حکومت په قانوني شکل اسناد ورکړي اوددوی سره ثبت هم دي خو دقومندان صاحب پولیس یې نه پریږدي ځکه هغوی وایې چې دوی دقانون په نوم هیڅ کلمه نه پیژني بغیر د۲۰۰۰ افغانیو څخه داغله په سپینه ورځ دلویې لاري پرسرپه ډیربې شرمانه اوتونده لهجه دخلګوڅخه مخامخ پیسي غواړي که څوک دپیسو دورکولو څخه ممانعت وکړي هغوی دخلګو په مخ کي وهي ټکوي اودهیچاپت اوعزت ته نه ګوري که هرڅومره ضروري کار اوعذرچاته پیښ وي دوی یې نه یې پریږدي داوسلوال غله په خپله ناري وهي چې موږ ته خپله جنرال غلام سخي روغ لیونی امرکړی چې هیڅ موټر بې پیسو مه پریږدی اوماته به خپله میاشتنۍ ونډه راکوی داکومه پټه خبره نده هرڅوک کولای سې چې ددغو غلو حالت له نژدې وویني موتردځان سره روان کړی دجلدک اوخپله دقلات په ښارکي اچول سوي څلوردتلاشۍ ځنځیرونه چې دامنیت راوستلو په بهانه جوړسوي دي لیدلای سی اوخپله پولیس درته وایې چې داپیسې موږ قومندان صاحب ته ورکوو بله جالبه داده چې دپولیسو یوجنرال خپله دومر دپولیسو دقانون څخه سرغړونه کوي نو بیا رښتیاهم دټیټ رتبه پولیس څخه هیڅ ګیله نسته تاسو پوهیږی چې ملي پولیس هیڅ حق نلري بغیر دعامه نظم ساتني دپولیسو څخه چې داکمالاتي موترو څخه اویاهم دشخصي شرکتونو څخه په قانوني ډول پیسي واخلي خو دزابل په اړوندو سیمو کي چې دایساف اډو ته اکمالاتي موترځي ټول موتر په غیرقانوني ډول دغلام سخي روغ لیوني ملګري رسوي اودهغو څخه په زرهاوو ډالره اخلي زه دغو خلګو ته پدې خاطردغلولقب ورکوم چې دپولیس له نوم سره داسي کړني نه ښایې اونه هم واقعي پاک اوپروطن مین پولیس داډول کړني دخپلو خلګو سره کوي زه پدې پوره باور لرم چې قومندان صاحب روغ لیونی ددغو پولیسو سره لاس اودده له لوري درول سوي دي ځکه قومندان صاحب پدې موضوع ډيرښه خبر دی دقلات په ښارکي اچول سوي ځنځیرونه دی خپله هره ورځ ویني چې پولیس یې دخلګو څخه پیسې اخلي غلام سخي روغ لیوني خپله هروخت پدې اړه رسنیو ته وایې چې پولیس لاتراوسه سم ندي روزل سوي خامخا به داسي کارونه کوي دغه پولیس خو دنورو قومندانانو په وخت کي هم وو که دامنیت په راوستلو کي پاتي راغلي وو که یې خلګو ته لږ اوډير تکلیف ورکاوه اما دخلګو څخه یې یوه روپۍ هم نه سوای اخیستلای
ددې سره په څنګ کي چې دروغ لیوني غله پرلویه لاره دخلګو څخه په سپینه ورځ پیسي اخلي بله جالبه څو ورځي وړاندي دقلات ښار دبادامو په یوه کاروان سرای کي پیښه سو چېدنوموړي پولیس پدې بهانه ورغلل چې دلته پدې سرای کي دطالبانو ملاتړي اوارتباطیان سته چې دتلاشۍ وروسته یې دخلګو په وینا ۱۸۰۰۰۰۰ اتلس لکه پاکستانۍ کالداري چې دغریبو اوبې چاره تجارانو وې له ځانه سره یوړې کیدای سې پدې اړه دزابل ولایتی اداره اوټول امنیتي ارګانونه هم خبر وي دسیمي خلګ ټول قومندان صاحب ته ورغلل خو نوموړی دوې ورځي وروسته دخپلي میرمني سره یوځای دحج داداکولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړی پرهمدې ترتیب دزابل امنیه قومندان د خپل راتګ سره سم دامنیې قومندانۍ قرار دادونه ټوله خپل نژدې ملګري ته ورکړل اودهغه سره یې ځان شریک کړ که هغه دپولیسو استحقاق په هرډول ور وړي قومندان صاحب هیڅ ږغ نه کوي ځکه چې دادقومندان صاحب خپل قرار داد دی دغه راز عام خلګ اوسپین ږیري چې هر وخت دستونزو دحل لپاره قومندانۍ ته ورغلي دي روغ لیوني په ډير بدوضعیت دخپل دفتر څخه ایستلي دي خوددغه ټولو کړنو سره سره جنرال صاحب روغ لیوني ته هیڅ څوک هم څه نسي ویلای ځکه دده په خبره چې پخوانی وزیر صاحب داخله مجتبی پتنګ اوامنیتي معین عبدالرحمان رحمان دده نژدې ملګري پاتي سوي دي او په څنګ کي یې ددې ولایت وکیلان اوسناتوران هم خوشحاله ساتلي دي دومره څوک نسته چې ددې بې چار اولس ږغ واوري
دکورنیو چارو دوزارت نوي مشرتابه ته وړاندیز
دکورنیو چارو نوی وزیر ښاغلی داودزی صاحب اونوی امنیتي معین ښاغلی ایوب سالنګی داچي تاسو دواړه ماشاالله تکړه اوپروطن میني څیرې ښکاری اوپه راتګ سره مو په داخله وزارت کي یولړ بدلونونه اونوښتونه هم رامنځ ته کړي دي که چیري غواړی چې ستاسو پولیس دي په ټولنه کي ښه رول اودخلګو همکاري ورسره وي نودداسي فاسدو چارواکواوپه زابل غوندي یوه ولایت کي په دندو ګمارل هم دخلګو اوهم خپله دحکومت سره ستر خیانت دی خوستاسو څخه دزابل دغریبو اولسونو غوښتنه ده چې په زابل کي داوسني قومندان صاحب اودهغه سره دراغلوغلو وضعیت له نژدې ووینی اونوموړی ددې ولایت څخه ژر لیري کړی ځکه داسي نه وي چې خدای مکړه صبا داسي یوه پیښه رامنځ ته سوې وي چې ټوله حکومت به یې دحل لپاره حیران پاتي وی ځکه ددې ولایت خلګ غریب دي اودومره توان نلري چې هره ورځ دبچیو لپاره ګټلې روپۍ یې دلیوني دغلو جیبونو ته لویږي که تاسو اقدام ونه کړی نوخلګ مجبوردي چې خپله پدې اړه جدي غبرګون وښیې ستاسو میړانه دپولیسو په لیکو کي اصلاحات راوستل دخلګو لپاره ښه امن راوستل اودهغوی پرزړونو کار کول به هله موږ ته مالوم سي چې کله تاسو دزابل په امنیه قومندانۍ کي ژور بدلون رامنځ ته کړی ترڅو خلګ دیادو ټولو ستونزو څخه خلاص سي پدې اړه مو دکورنیو چارو دوزارت دمطبوعاتي دفتر څخه هم غوښتنه ده چې دزابلي وګړو داږغ خپله ترټولو لوړپوړو چارواکو پوري ورسوي
پدرنښت
© http://benawa.com/fullstory.php?id=57191#ixzz2gzUEtRDr
