Announcement

Collapse
No announcement yet.

دتوریالي ویسا د غلا یو بل ښکاره ثبوت - اسناد

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دتوریالي ویسا د غلا یو بل ښکاره ثبوت - اسناد

    له غلو غلا ! د والي او ښاروال نوې کارنامه
    کله چي په مطبوعاتو کي د کندهار پر والي نیوکي زیاتي سي نو بیا دی په ډیر افتخار سره وائې چي دا دمځکو غاصبین وه ما دولتي مځکي ځیني واخستلی اوس په ماپسي تبلغات کوي . حال دا چي هغه غصب سوي مځکي دولتي املاکو ته نه داخلیږي بلکې په یو بل ډول د توریالي ویسا او دهغه د ټیم لخوا بیرته په رسمي ډول غصبيږي .
    یوازینی فرق ئې دغه دی چي دنورو کسانو غصب شخصي بڼه لري خو توریالی ویسا بیا هر ډول غصب په دولتي چوکاټ کي کوي !

    وختونه وړاندي څه له پاسه څلور مياشتي مخکي ښائې ټولو کندهاریانو ته په یاد کي پاته وي چي د کندهار والي توريالي ويسا په يوې تلويزوني وينا کي وويل چي نن مو وکولاى سواى چي د کندهار ولايت زيات شمېر غصب سوي مځکي له غاصبانو څخه بيرته په دولتي املاکو پوري و تړو ،زه د يو کندهاري په صفت ډېر خوشاله سوم چي ځه دا والي صاب لکچي نور اصلاح سو او بوجۍ يې دکه سوه ،مګر خبر نوم چي تر کاسې لاندي بله نيم کاسه وه.
    دغه مځکي د کندهار دښوراندام او هوائې ډګر په مربوطاتو کي هغه مځکي وې یو شمیر کسانو په غیري قانوني ډول قبضه کړې وي او بیا ئې یو شمیر بهرنیو لوژستکي ادارو ته په خورا لوړو کرایو ورکړي وې .

    دا مځکي توریالي ویسا رشتیا هم د یو شمیر زورواکانو څخه د دولت په زور ترلاسه کړې خو والي ددې په ځای چي دا ددولت املاکو ته وسپاري ټولوکورنیواو بهرنیو لوژستیکي موسیساتو ته خبر ورکړ چي تاسي خپل کار ته ادامه ور کړي یوازي د مځکو په مالکینو کي تغیر راغلی دی نور کرایه په دغه دولتي اکاونټ کي تحویلوی نور امانه اماني ده !
    کله چي مي د والي دا ناشولټه وليدله حيران دريان سوم چي دا والي صاب رشتيا چي پوهنوال دى موږ يې په دې شوده ورځ تېروتلي وو ، دا خو سمدم د کسېنو کيلاړي را وختى هغه مکتوب چي متن يې تاسي لاندي ګورى په واضحو تورو ټولو ادارو ته ليکل سوي دي چي د دغو مځکو ماليه دي په عزيزي بانک کي و دغو دوو اکاونټونو ته چي تسي يې په مکتوب کي وينى تحويل سي

    زه حيران پاته سوم چي دولت څه وخت عزيزي بانک را نيوى او که يې دا يو نوې پروسه پيل کړې ده موږ نه يو په خبر که د کندهار يا د افغانستان مځکه د افغانستان دولت په کرايه ورکوي نو پيسې خو يې بايد د يوې تعرفي پر اساس و دولتي بانک ته ولاړي سي او هغه تعرفه بیا د دولتي مکرراتو سره سم بایدد مالیه وزارت اړوند اورګانو لخوا په دولتي عایداتو پوري وتړل سي .
    هېښ دې ته یم چي دا عزيزي بانک والا بيا ولي پر ويسا صاب دونه ګران سوه چي دوه اکاونټه يو د ډالرو بل د افغانيو خلاص کي .

    خو کله چي مو موضوع راوپلټله د ځینو ملګرو لخوا چي په عزیزي بانک کي کار کوي نوي معلومات تر لاسه کړه چي دا بانکي حساب خو د توریالي ویسا شخصي اکاونټ دي او په تیر یو کال کي ئې د همدې حساب له لاري د دوبۍ یو تجارتي بانک ته څه باندي درې نیم میلونه ډالره انتقال کړي دی . چي همدا اوس هم یولس لکه اوولس زره اته سوه درې ډالره پکښي خوندي پرتې دي .

    نو دلته زه حيران پاته سوم چي ايا رئيس جمهور کرزى ريشتيا دونه بې خبره سړى دى چي زه په خبر يم دى نه دى په خبر ، اوس نو تاسو ګز پر کښېږدى زه خو شين امپړ سړى يم چي زما دونه عقل کار و کى نو رئيس جمهور خو بايد لا وخته په پوه وي اوس نو نه پوهېږم چي د رسۍ سر چيري بند دى.
    دا د کندهار دوالي دهغه زرګونو خیانتونو څخه یوه وړه بیلګه ده زه نه پوهیږم چي ولسمشر ولي په وچ زور د کندهار د مظلوم ولس په سر د توریالي ویسا په څیر په اخلاقي او اداري فسادککړ یو ناولی شرابي را تپي ؟
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X