Announcement

Collapse
No announcement yet.

دسولې ورځ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دسولې ورځ

    د سولې نړیوالې ورځ په ویاړ د ننګرهار ځایي وګرو د ځوانانو او د سولې د دارالنشا غړیو سره په ګډه د یو سوله ییز لاریون په ترځ کې چې سر لیک یې "وینه مه تویه وي ، وینه ورکړي" پیغام خلکو ته ورساوه. همدارنګه ګدونوالو د ښه نیت په موخه د مینځنی جګړو ، د ماینونو او د ځانمرګې بریدونو قربانیانو ته د ننګرهار په سیمه اییز روغتون کې وینه ورکړه.
    ګډونوالو له ټولو جنګیالیو وغوښتل چې خپله وسله په ځمکه پریږدي او د سولې له بهیر سره یو ځاي شې. د درونټه د ځوانانو د اتحادیه یو غړي احسان الله داسي وویل: "هغه ځوانان چې د پردیو خلکو وسله په غاړه ګرځوي په دي پوه شې چې خپل کور، کلي، وطن او اسلام به له دوي څخه خیر ونکړي."افغانستان پس د طالبانو له ولکه څخه په یو ښه لار روان دي. ډیر د خوشحالي او نیکمرغي ځای دي چې ځوانان په وطن کې د سولې په راوستلو کې فعاله ونډه اخلې. ددوي هڅې او ونډه اخیستل به د افغانستان په راتلونکې ډیر اغیزولري او خلکو ته د یو ښه احساس او خوشبینې هیله پیدا کوي.
    ستاسو په انډ ځوانان څومره رول د سولې په راوستو کې لوبولې شي؟
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
    Attached Files
Working...
X