
د گلبدین حکمتیارپه مشرۍ د حزب اسلامي ډلې یوه مشهور کس غوښتنه کړې،چې افغان حکومت باید د وسله والو طالبانو ترڅنګ دوی سره هم د سولې خبرې وکړي.
قطب الدین هلال،چې د یادې شوې ډلې د اجرایه شورا غړی دی،په کابل کې یوه خصوصي تلویزون ته ځینې نورې نوې خبرې هم کړي،چې د پام او بحث وړ دي.
د ښاغلي هلال یوشکایت ډوله خبره دا وه،چې دوی له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره پینځلس ځلې کابل ته رسمي پلاوي استولي،خو بیا هم دغو سفرونو او لیدنو،کتنو کامیابې پایلې نه دي لرلي.
ولې ناکامې خبرې؟
د ښاغلي هلال دا خبره پرځای او واقعیت دی،چې باید د سولې خبرې یوازې یوې ډلې پورې محدودې او ځانګړې نه شي،ځکه پروسله والو طالبانو سربېره د انجینرحکمتیار پلویان او ځینې نورې کړۍ هم شته،چې له دولت سره د وسله وال مخالفت تربریده پورې ستونزې لري او که د سولې لپاره هڅې کیږي،باید د ټولو د پخلاینې هدف او عمل پکې شامل وي.
خو دا چې کابل ته د سولې په نیت د حزب اسلامي د هیئتونو پینځلس ځلې سفرونو ولې قانع کوونکې پایله نه ده ورکړې،له حکومت،سولې شورا او خپله دې ډلې ټولو څخه د پوښتنې وړ موضوع ده.
دلته د دې لپاره چې دغه مراجع خلکو ته لازم ځوابونه نه وايي،ښه ده چې خپله د دې هڅو د ناکامۍ عوامل،هدففونه او حل لارې ولټوو.
پاشل شوی دریځ
د افغانستان په جهادي تنظیمونو کې د حزب اسلامي په نوم له پخوا راهیسې دوه ډلې شته وې،چې یوه یې حزب اسلامي حکمتیار او بله حزب اسلامي خالص یادیده.
لومړنۍ دغه ډله د جهاد پروخت له سرلارو او ډېرنفوذ لرونکو تنظیمونو څخه حسابیږي او همدا علت به وي،چې د بهرنیانو لخوا افغان مجاهدینو ته په ورکړل شوو مرستو کې دا ډله د اکثریت برخې مرستې ترلاسه کوونکې ګڼل کیږي.
د جهاد له پای ته رسیدو او تنظیمي واکمنۍ له پیل وروسته د ښاغلي حکمتیار تنظیم کیدای شي سرلاری هغه تنظیم وي،چې انشعابي هڅې او پایلې یې زیاتې لیدل شوي.
دغه کار تراوسه پورې جاري لیدل کیږي او د ځینو راپورونو له مخې اوس د ښاغلي حکمتیار ترڅنګ چې ځان د حزب اسلامي عمومي امیربولي او د پام وړ پلویان هم په دې ډله کې لري،عبدالهادي ارغندیوال،وحیدالله سباوون او خپله قطب الدین هلال د یاد شوي تنظیمي نوم ترچترلاندې د ځانګړو ډلو لرونکي یادیږي.
د ښاغلي هلال په اړه چې وېل کیږي اوس هم په کابل دی،اوریدل شوي چې اوس یې د خپل مشر حکمتیار صیب پروړاندې خپل باور او اعتبار بایللی او نور د هغه استازیتوب نه شي کولای.
د سولې بهیر د یوه نېږدې څارونکي شنونکي وحید مژده په یوه لیکنه کې ښاغلی هلال په دې تورن شوی و،چې افغان حکومت سره له حکمتیار څخه د پټ توافق له مخې د سولې شورا د یوه مهم نا اعلان شوي همکار په توګه لوړ معاش او امتیاز اخلي او په بدل کې د حکمتیار ځینې مهم پلوي قومندانان د سولې پټو هڅو او موافقې ته راضي کوي.
پردې سربېره د حزب اسلامي د عمومي نوم ترسیوري لاندې فعال نورکسان چې څه برخه یې په دولت کې هم مهمې دندې لري،وخت په وخت د جهادي تنظیمونو د دغه با نفوذه نوم نمایندګي او امتیاز اخلي.
له ښاغلي حکمتیار څخه د هغه ناراضه پلویان په ځینو پټو شکایتونو کې وايي،چې هغه د مشرۍ د انحصاري کولو ترڅنګ دا هڅه کوي چې د ګوند راتلونکي مشري یې هم د کورنۍ له غړو سره پاتې وي.
دوی په زیاتو مهمو مسایلو کې د خپل امیر د زومانو حضور او استازیتوب د خپلې ادعا لامل یادوي.
نامخصله اراده
د حزب اسلامي د داخلي ستونزو ترڅنګ سولې بهیر ته د دې ډلې په راګډیدو کې یو بل مهم خنډ د افغان حکومت نامخلصه اراده ده.
دا اراده به په حکومت کې له حزب سره د جنګیدلې شمال جنګي ټلوالې له پراخ نفوذ او واک څخه سرچینه اخلي،ځکه که حزب اسلامي په یوه قوت له افغان حکومت سره سوله وکړي،د خپل نسبتاً قوي قوت په زور به د دغې ټلوالې حکومتي او سیاسي موقف کمزوری شي.
که د افغان حکومت اراده له لویه سره دغسې ستونزې نه وای لرلې،له حکمتیار او پلویانوسره یې د سولې هڅې له دومره اوږده دوام او د کامیابۍ له ځینو مرسته کوونکو فکتورونو سره نه ناکامیدې.
سره له دې چې خپله ولسمشرکرزي او مرستیالانو یې څو ځلې د حکمتیار له پلاویو سره رسمي لیدنې کړي او د مذاکراتو پردوام هوکړه شوې،خو د دې هڅو عملي پایلې نه دي لیدل شوي.
د دې هڅو د نه کامیابیدو یو دلیل که د واک پروېش د افغان حکومت او دغې ډلې اختلاف وي،یو دلیل دا هم دی چې د ځینو ادعاوو له مخې ولسمشرکرزی د حزب اسلامي د یوې خپلې کړې کړۍ په مرسته غواړي د سولې د مذاکراتو په نوم په دې څو برخه شوي تنظیم کې پخپله ګټه نورانشعابات وکړي او سولې ته راتلونکي هیتونه د ځان ملګري کړي.
په دې برخه کې پرقطب الدین هلال شوې ادعاوې ښه مثال دی.
هغه د سولې په مذاکراتو کې د دوی د ګډون خبره په داسې وخت کې کړې،چې د ځینو معلوماتو پربنسټ عملاً خپله په کابل کې اوسي او ترخپلې مشرۍ لاندې د راټولیدونکو حزبیانو پرمنظمولو او تنظیم بوخت دی.
زیانمنونکې هڅې
په ټوله کې دغه حالت د سولې بهیر ته په زیان تمامیږي،په افغان حکومت او حزب اسلامي حکمتیار دواړو کې هغه کړۍ چې د ذاتي ګټو لپاره یې د سولې هڅې تخریبوي،د افغانستان د ستونزو دوام ته زمینه سازي کوي.
د دې ستونزو دوام دغو تخریبي کړیو ته هم د افرادو او هم سیاسي او جنګي فعالانو په حیث د لنډمهالو ګټو ترڅنګ اوږدمهالی زیان کوي.
د سولې سمبولیکه او بې تفاوته شورا باید د دغو کړیو د هڅو په مخنیوي کې مسولانه هڅې او عمل وکړي.
