
سمونه او ایډیټ : حکیمي
په هرات کی د سیدفضل الله وحیدي د راتګ سره، هراتی پښتانه په دې خوشحاله سول چي د ډاکټر داود شاه سبا هڅي به ګړندۍ سي خو دا هیله د څو ورځو سره بې رنګه او بې خونده سوله. دطالبانو تر واکمنۍ وروسته او د نوي افغان حکومت په دوام کي یواځي د ډاکټر داود شاه سبا په وخت کي پښتنوته په سیمه ییزه حکومتوالۍ کي ونډه ورکړه سوه او د لوی اکثریت دا د حق اعاده په چټکۍ مخ پر وده وه. خو د وحیدی یوې میاشتنۍ کاري مودې پښتانه سخت په اندېښنه کي اچولي دي، ځکه چي نوموړی په ډاګه وایي چي په دې پښتون مېشتي ولایت کي به دی، د پښتنو د هراړخیز مخالف تورن اسماعیل په خوله او لارښوونه کارکوي، څه چي اسماعیل ویل هغه به د نوموړي قانون وي.
چي دا به هم د ده په سیاسي مرګ تماميږي او هم په شخصیتي! نسب او شخصیت:
ښاغلی فضل الله وحیدي ځان سید یعني د پیغمبر علیه سلام اولاده معرفي کوي خو په یوه مجلس کي چي تېرکال د کنړ د ملي امنیت د رییس او لوی شاعر عبدالباري جهاني په سره یوځای زه هم حاضر وم، نوموړي ځان تاجک معرفي کړ او په ډېرکوشني انداز یې د مشرقي طالبانوڅخه ګیله وکړه چي پرده یې د حملې پلان درلود، ده ویل چي زه هم مشرقیوال یم، طالب هم مشرقیوال، حمله خو دي پرګلاغا شېرزي وکړي چي پردی دی. وحیدي هغه ورځ دا هم ثابته کړه چي ډېر بزدله انسان دی، ځکه چي د ښاغلي جهاني د فرهنګي او ادبي سفرڅخه یې وېره احساس کړه او د کلتور ریاست مامورینو ته یې د مشاعرې د ګډوډولو امر کړی وو. د نومړي دا کار هم د پښتو او پښتنو سره د هغه د مخالفت یوه بېلګه ده ځکه چي ښاغلی جهاني د پښتنو یو لوی فکري رهبر دی .
د ختیځ زون ژورنالیستان وحیدي د پټۍ والي بولي او اکثره وخت یې د بې کفایتۍ کیسې کوي، خو دا چي څنګه یې د کنړڅخه هرات ته ترفیع وکړه، د خلکو په باور د ولسمشر کرزي ، کمزوري خلک ډېرخوښیږي. ( د ایډیټور یادښت)
حکومتوالي
پخوابه دحکومتوالي په برخه کي پښتانه ډیر مظلوم ول، ټولي ولسوالۍ او اجرایوي پوسټونه به د نورو قومونو په لاس کی ول او دپښتنودپاره به یې لویي ستونزي رامنځ ته کولې. په سیمه ییزو ادارو کيبه د ډیرو خلکوحقونه تر پښو لاندي کېدل او دا چلند به د حکومتي ادارو او ولس ترمنځ د فاصلې د لازیاتېدا سبب کېدۍ. خو د ډاکټر سبا لخوا په لومړي ځل د پنځلسو ولسوالیو لس ولسوالان او په مرکز کي خیني رییسان پښتانه وګومارل سول، دا د نورو قومونو د حقونو ترپښولاندي کول یا په پښتو خوړل نه بلکې د سیمي د اوسېدونکو د پوره حقونو او انډول په پام کي نیول ول چي په دې برخه کي ترډېره ځایه د ښاغلي سبا د ویاند محی الدین نور هڅي هم د ستایلو وړ وې.

دهرات پخوانی والي داود سبا چاچي په هرات کي دپښتو په تن کي نوې ساه پوه کړه
دلمړی ځل لپاره په کشک، کشک کهنه، ګلران، کهسان، غوریان، ادرسکن، انجیل، ګذره ، شینډنډ، فرسي، پښتون زرغون، اوبي، او آن کرخ پښتنو ولسوالیو په کلیو کي د بیارغوني پروژی پیل شوې. په یوه کال کی د شینډنډ په ولسوالۍ کي شپیته کیلومتره سړکونه پاخه سول چی دایې یوه وړه بیلګه ده. تر دې مخکي به په هم دی پښتون میشته ولسوالیو کي ، یواځي دنورو قومونو د استوګنو په کیلوکي بیارغونه کېده.

دهرات دوالی ویاند محی الدین نوري چي دژوند په بیه د پښتو خدمت ته ولاړ و او دوحیدي لخوا داسماعیل خان په اشاره له دندي وغورځول سو .
هرات هغه ولایت دی چی لږ تر لږه پنځوس په سلو کي پښتانه پکښي فعالیت کوي خو فرهنګي وضعیت یې په تیرو کلونو کي سخت خراب وو. ددې ولایت په هیڅ پښتون میشته ولسوالۍ کي په پښتو ژبه فعالیتونه ، نه کېدل او نه هم چا پښتو ته ارزښت ورکاوه.
د ډاکټر داود شاه سبا په وخت کي ، پښتنو ته دا زمینه برابره سوه چي په فرهنګي ډګړ کی فعالیتونه وکړي. دلومړي ځل لپاره په شینډنډ، کشک، او کشک کهنه ولسوالیو کي په پښتو ژبه زدکړی پیل سوې او دهرات په ښار کي د لویدیځ زون دفرهنګي، مدني ټولنو فعالیتونه پیل سول چی خپل وار یې په هرات کی یو ابتکار بولو چی د ځوانانو خوځښت یې منځ ته راووړ. په همدې دوره کي د سدوزیو شهزاده ګانو تاریخي مقبرې له سره ورغول سوې او د ښار دسړکونو نومولو پرتبعیضي لړۍ باندی د والي لخوا په سخته لهجه نیوکي وسوې او د ځینو واټونو نومونه تغییر هم سول.
دپښتنو سخت تاوان
په هرات ولایت کی اکثریت پښتانه غریب او د سواد نه بی برخي دي نو له هم دی کبله په دی ندی توانیدلی چی خپل حق ته ورسږي.همدارنګه دا کسان ډېری وختونه په ډېره سادګۍ سره ترخپلو حقونو تیریږي او نه غواړي چی لوی دښمنان له ځانونوته لا وپاروي.
.په ډیر ډاډ سره ویلای سو چي د ډاکتر داود شاه سبا دوره په هرات کی د پښتنو د ویښتیا دوره وه چی دا د اسماعیل خان او نورو ایران مل ډلو لپاره د منلو وړ نه وه.ځکه نو د تورن اسماعیل او نورو ایران پلوه ډلو د ادارې په وړاندي د خنډونو جوړولو کوښښنه پیل کړل.
که په ځير سره دهرات ولایت وضعیت و څیړو نو پوهیږو چی دمګړی کوم پښتون چی په دی ولایت کي په یوه دولتي پوسټ کي په فعاله توګه کار کوي او په یوه قدرت د بدلیدو په حال کي دی نو په ناځوانمردانه توګه یې دشخصیت د ترور او ستونزو سره مخ کېدو هڅي کیږی.
دهرات والی ډاکټر داود شاه سبا، دهرات تیر امنیه قوماندان سیدآقا ثاقبّ، هرات دملي امنیت مشر جنرال صبور صبور، دهرات ولایت دګمرک مشران احسان الله کامه وال، دهرات دانجیل ولسوال حسام الدین شمس او څو نور داسي کسان دي چي په هم دې لړۍ کي د قدرت نه وپرځېیدل.
مونږ ولیدل چی تیر کال په هم دې لړۍ کي دهرات دوالی ویاند محی الدین نوري؛ د ایران له حمایته برخمنو کسانو په دې تور کړ چی په څو راډیویي او ټلویزیوني پروګرامونو کي یې ډاکترانو، دیني عالمانو، د پوهنتون استادانو او هراتیانو ته سپکاوی کړی دی او د مرکزي دولت او والي څخه یې غوښتنه کوله چي ښاغلی نوري استعفا ته اړ کړي خو څیړنو په ډاګه کړه چی ښآغلي نوری هیڅ کله چاته سپکاوی نه وو کړی او ټولو رسنیو هم همدا په ډاګه کړه.
که په ځیر سره دا موضوع و څیړل شی نو دا ټولی ستونزي د اسماعیل خان لخوا دهراتی پښتنو د ځپلو په پلمه را زیږي او لوییږي.
وحیدی د اسماعیل مجري:
دا ټولي ستونزي تر هغه وخته رواني وې چي ډاکټر داود شاه سبا داسماعیل خان دغیرقانونی کارنو او وسلو د غیري قانوني وېش په مقابل کي د مرکزي حکومت لخوا حمایه نه کړای سو او مجبور سو چی استعفا وکړي. ورسته چی مرکز ي حکومت الحاج سید فضل الله وحیدي ددې ولایت د والي په توګه معرفی کړ نو پښتنو ته دا هیله را پیدا شوه چي داسي پښتون به هرات ته راشي چي د ډاکټر داود شاه سبا پر هڅو باندي لا زور کښیږدي او د پښتنو حق اعاده کړي .خو په خواشینۍ سره باید ووایو چی دا خوشحالۍ یواځي شل ورځي د پښتنو پر شونډو باندي منتظري پاته سوې چي اوس هغه د امیدونو شونډي له درده چاودلي دي.
نوی والي چي په لومړۍ رځ هرات ته راغی ؛ د اسماعیل خان د کړیو غیږي ته ولوېدۍ! سیدعبدالوحید قتالي دهرات دولایتی شورا مشر، اصیل الدین جامي دهرات مرستایل والي، سلیم ترکی ( د اسماعیل خان مالی شریک، معروف غلامي ( مشهور په معروف لنګ ) د جهادی قوماندانانو دشورا مشر او داسي نور اشخاص چي د اسماعیل خان وفاداران دي پر والي وحیدي واکمن سول .
ښاغلی وحیدي په وار وار سره ویلی چي؛ د همدې کسانو په مشوره به دهرات ولایت اداري چاري پرمخ بیایي. په تیرو شلو ورځو کي یواځني کسان چی په دې بریالی سوي چي نوی والي وویني یواځي د همدې کړۍ کسان او قومی مشران دي. هر ځای ته چي نوی والي ځي حتما باید ددې کسانو څخه یو کس ورسره وي چي نور کسان په دې بریالي نه سي چی د نوي والي سره خبري وکړي، خلاصه وحیدي محاصره سوی دی.

فضل الله وحیدي د اسماعیل خان حلقه بګوش غلام او دپښتنو قاتل
نوموړي یوه لسیزه وړاندي په پیښور کي په ۳۰۰۰ کلداري کاتب و خو اوس ځان د افغانستان په میلونرانو کي شمیري
1. عبدالنصیر محمدي ، پوپلزی د انجیل ولسوال
2. حاجی داود ، نورزی د غوریان ولسوال
3. عبدالحد نورزی دچشت ولسوال
نوي والي په یو ډیر مایسوونکي حرکت کي د هرات ولایت د مقام د ویاند محی الدین نوری د ګوښه کېدو مکتوب هم امضا کړی وو او غوښتل یی چی هغه هم چی د آزاد رقابت له لاري دې موقف ته را غلی په یوه غیرقانونی اقدام کي د وظیفی نه لیري کړي چی دخبریالانو او پښتنو د سخت غبرګون له ویري یې، خپل مکتوب بیرته واخیست خو د نوري څخه یې په غیري قانوني توګه د خبروکولوصلاحیت واخیست. ښاغلی وحیدی غوښتل چی د محی الدین نوری پرځای یو کس د ( عبدالقدوس صادقی ) په نامه یو ځوان چی دملی ائتلاف غړی دی خپل د ویندوی په توګه و ګوماري. دا کس په هرات کی په دي هم تورن دی چی د ایران استخباراتو ته جاسوسي کوی. په هرات کی د ایران ویزه اخیستل د استخابارتی کسانو لپاره آسانه کار دی چي د صادقي پاسپورټ د ایران په ویزو ډک دی.
تر دې وروسته ښاغلي وحیدي په یو بل غیرقانوني کار کي معین معین ( پوپل زی ) خپل د دفتر څخه رخصت کړ، اوس یی خپل د سکرتریت دنده ایراني جاسوس ( عبدالقدوس صادقی ) ته ورکړې ده . تر دې وروسته هغه خپل مالي او اداري رییس نعیم بهیر ( نورزی ) ته په یوه مجلس کی سپکي سپور وکړې او ویل کیږي چي د نغیم بهیر د لیري کولو هڅه هم روانه ده.
دښاغلی وحیدي نوي ایراني جاسوس عبدالقدوس صادقي ویلي چي هرات ولایت د شورا مشر معروف لنګ ویلی که دهرات والي ( محی الدین نوری ) غوندی کسان د ولایت څخه ونه باسي نو دوی به همکاري نه ورسره کوي.)
له بله پلو بیا خپله وحیدی صاحب د خبریالنو سره په خبرو کی په ډاګه ویلي
هرات داسماعیل خان ښار دی او دی به هیڅ کار د اسماعیل خان د مشورې بغیر نه ترسره کوي.) خو دا هرڅه به ډېر دوام ونه کړي ځکه چي همدا اوس که فیس بوک اوپه هرات کي سیمه ییزي رسنۍ وګورو له همدې غیري معقولو کارونو له کبله دهرات ولایت خلک د دې والي څخه سخت نا ناراضه سوي دي.
په پای کي ښاغلي وحیدی ته یوه مشوره لرم هغه دا چي د اسماعیل خان لمنه به دي پاک وسوځوي او هغه کسان چي اوس ستاسو پر شا وخوا باندي دي تاسو ته هیڅ صداقت نه لری،ځنی کسان خپل کړه او صلاحیت ورکړه چی فعالیت او کار درته وکړي کنه نو هم به مدني تولني، هم به خبریالان او هم به قومي مشران لکه چی اوس در نه خپه دي، خپه پاته سي او په راتلونکو میاشتو کي به دي د اسماعیل خان په مقابل کي ملاتړ ونه کړي، او ستا سره د اسماعیل خان مخالفت لیري خبره ده ده! ډېر ژربه ووینې چي پرشخصي ګټو به دي ستونزه ورسره راولاړه سي.
