Announcement

Collapse
No announcement yet.

بریتانیايي قومندان: باید لس کاله پخوا مو ل

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • بریتانیايي قومندان: باید لس کاله پخوا مو ل

    بریتانیايي قومندان: باید لس کاله پخوا مو له طالبانو سره خبرې کړې وای






    تاند- په افغانستان کې د بریتانوي پوځیانو یو پخوانی قومندان وايي، دوی باید یوه لسیزه پخوا، چې د طالبانو رژیم تازه پرزېدلی و، له هغوی سره خبرې کړې وای.

    جنرال نیک کارتر له ګاردین ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې دا خبره یوه اوونۍ وروسته له دې وکړه چې د سولې د خبرو لپاره په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شو.

    جنرال کارتر، چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو مرستیال عمومي قومندان دی، وايي: افغان امنیتي ځواکونه له ۲۰۱۴ وروسته په کلونو د لوېدیځو پوځیانو مالي او پوځي ملاتړ ته اړتیا لري.

    ده دا هم وویل چې د کابل حکومت باید دا ومني چې په کلونو به د هیواد پر یو شمېر لېرې پرتو سیمو یوازې څپڅپاند کنټرول لري.

    ده د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې ته وویل:«په ۲۰۰۲ کال طالبان په تېښته ول. فکر کوم په هماغه مرحله کې که موږ له ډېر دقته کار اخیستی وای ښايي د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره مو وروستۍ حل لاره موندلی وای. حتي ټول افغانان مو په ۲۰۰۱ کې د خپل هیواد د راتلونکې لپاره د خبرو مېز ته کښېنولي وای.

    ده زیاته کړه:«کومه ستونزه چې اوس ورسره لاس و ګرېوان یو، اساساً سیاسي ستونزه ده او سیاسي ستونزې د خلکو ترمنځ په خبرو حل کېږي.»

    جنرال نیک کارتر د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو په اړه وویل: زما په باور اردو او پولیس په مضبوطو موسساتو بدل شوي، دوی پوره غښتلي دي او نه یوازې د راتلونکي کال د انتخاباتو امنیت ساتلی شي بلکې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د خپل هیواد د زیاتو سیمو ثبات هم تضمینولی شي.

    جنرال کارتر وویل، افغان امنیتي ځواکونو ته د افغانستان د امنیتي چارو سپارل به، چې تېره اوونۍ یې وروستی پړاو بشپړ شو، بالاخره طالبان خبرو ته حاضر کړي.
Working...
X