Announcement

Collapse
No announcement yet.

تازه خبر : طالبان په قطر کی دفتر خلاصوی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • تازه خبر : طالبان په قطر کی دفتر خلاصوی

    تازه خبر : طالبان په قطر کی دفتر خلاصوی

    خبري څانګه
    Larawbar.com 2013-06-18


    اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی وایی چی طالبان به ژر د قطر په مرکز دوحا کی یو سیاسی دفتر خلاص کړی . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په هغه ایمیل کی چی اسوشیټیډ پریس ته یې لیږلی ، ویلی دي چی موږ به د قطر په مرکز دوحا کی خپل سیاسی دفتر خلاص کړو تر څو د افغانستان د جګړې لپاره سیاسی حل ولټول سی . ده په دې ایمیل کی ویلی چی موږ د دې سخت مخالف یو چی د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو د تهدیولو لپاره استعمال سی .
    ده زیاته کړه چی طالبان خوشحاله دي چی د افغانستان د اشغال د ختمولو لپاره ټولی حقوقی ذرایع استعمال کړی . ده د قطر د مشر څخه مننه وکړه چی طالبانو ته یې د داسی دفتر د خلاصولو اجازه ورکړه .
    دا دفتر به ژر په دوحا کی پرانیستل سی .


Working...
X