Announcement

Collapse
No announcement yet.

درېيمه نړۍ او د وروسته پاتېوالي لاملونه ي®

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • درېيمه نړۍ او د وروسته پاتېوالي لاملونه ي®


    درېيمه نړۍ او د وروسته پاتېوالي لاملونه يې/ ژباړه: هارون هاند
    | سې شنبه, 04.06.2013, 08:52 PM | (216 لیدل شوی)

    الف –درېيمه نړۍ چېرته ده؟
    ((يوه ورځ د تدريس په وروستيو شېبو کې، د ډاکټرۍ دورې يو زدکړيال پوښتنه وکړه، چې استاده! درېيمه نړۍ چېرته ده؟ خو ځواب مې ورته په بېړه ورکړ، چې درېيمه نړۍ هغه ځای دی، که هر وګړی يې وغواړي خپل هېواد اباد کړي، کور يې خرابېږي او که هر وګړی يې غواړي چې کور يې اباد اوسي بايد هېواد تخريب کړي)).
    د دويمې نړيوالې جګړې څخه لږ وروسته، امريکا خپل ځان اړ کړ، چې په اروپا کې اوږدمهاله ادلون –بدلون رامنځته کړي، نو د امريکا متحده ايالتونو تصميم نېوونکو(په جګړه کې د سلګونو قربانيانو د وړاندې کولو څخه وروسته) اروپا لپاره خپل کار چې هېچا يې فکر هم نه کولو، پيل کړ.
    دوی او اروپايانو پر خپلو ځانونو د ولسواکۍ پايښت او ټولنيزه پراختيا لازمي کړه، مګر نن ورځ په دې فکر کې دي، چې د نړۍ په يوه بله نقطه کې اوږدمهاله بدلون رامنځته کړي او هغه ځای منځنی ختيځ دی!
    منځنی ختيځ د ۲۲ هېوادونو او شاو خوا ۳۰۰ ميليونو وګړو لرونکی دی، چې ملي ناخالص تولید يي د هسپانيا ۴۰ ميليوني هېواد څخه کم دی! د پرمختګ خنډونه يې هماغه دي، چې عرب مفکرينو ورته ګوته نېولې، د سياسي او اقتصادي ازاديو د زمېنو نه پراخېدل دي.
    ډېر کله نااميدي او ناهيلي د دې سيمې د وګړو فکرونه تر پوښښ لاندې راولي، چې له لوړو زده کړو پاتې کېدل او کورني حقوق څخه بې خبري يې لاملونه دي او د سيمې ثبات يې په خطر کې اچولی او دا ټول هغه څه دي، چې د امريکا متحده ايالتونه يې ځان لپاره تهديد ګڼي! ښه بېلګه يې د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزېرې هغه وينا ده، چې وايي موږ هوډمن يوو، چې د دې سيمې زياتې ازادۍ لپاره به اسانتياوې رامنځته کوو، اوږدمهاله تغير لپاره يې بايد اوسو او امنيت يې موږ او د نړۍ نورو سيمو ته مهم دی!
    د دې سيمې د ولسونو وضعيت په کوم حالت کې دی؟ او ولې نور خلک د دې سيمې د تغير په لټه کې اوسي؟
    بايد ومنو، چې منځنی ختيځ د ټولو ستونزو سره سره يوه ځواکمنه او پېچلې سيمه ده، دغه سيمه د نړۍ د درېو سترو دينونو د پېژندنې تاريخي مرکز او پرمختګ زانګو ده.
    منځنی ختيځ د پوهو او وړ وګړو څخه ډک دی، که سياسي او اقتصادي ازادي ورکړل شي او پر عصري روزنو سنبال شي کولی شي، چې په پراخه ډول د پرمختللې نړۍ سره ټينګ شي.
    وړاندې هم يادونه وشوه، چې د دې ۲۲ هېوادونو ۳۰۰ ميليوني نفوس (پرته له اسراييل ټول مسلمانان دي) ملي ناخالص توليد د لويديځې اروپا له وروسته پاتې هېواد چې ۴۰ ميليونه تنه نفوس لري يعنې له هسپانيا کم دی!؟ څرګندېږي، چې د دغه اروپايي هېواد سړي سر ناخالص عوايد له منځني ختيځ پنځه برابره زيات دی، ولې؟ هماغه ځمکه چې د نړۍ ستر کانونه، نفت او ګاز په واک کې لري! پر هغوی څه شوي؟ رښتيا ولې دغه هېوادونه په دې درد او فقر کې ګير دي؟ دغه هېوادونه ولې وروسته پاتې دي؟؟
    د هېوادونو وروسته پاتېوالي لپاره ګڼ لاملونه ښودل شوي او دغه لاملونه هم د پرمختللو هېوادونو د څېړونکو له خوا وړاندې شوي دي! چې له بده مرغه دغه نظريې د منځني ختيځ هېوادونو د روڼ اندو له خوا هم تکرارېږي، په پوهنتونونو کې يې تدرسېږي، په اړه يې کتابونه ليکل کېږي، چاپ او خپرېږي. په داسې حال کې چې لږ فکر وکړو پيدا به کړو، چې ډېری په دې تحليلونو کې پوښتنه او رد دی! ايا دغه غرضي لارښوونې بديله لار ښيئ؟
    هغو لاملونو ته چې لويديځ مفکرين يې منځني ختيځ په اړه وړاندې کوي، کتنه ورته کوو:
    ب –د وروسته پاتېوالي لاملونه
    ۱. جغرافيوي لامل (اقليمي شرايط): ويل کېږي، چې ټول پرمختللي هېوادونه په معتدلو سيمو کې دي او ډېری وروسته پاتې هېوادونه په ګرمو سيمو او خرابې اوبو او هوا کې پراته دي! ګرمه او ناوړه هوا د ځمکې د حاصلخيزۍ د کمښت او د ډېرو ناروغيو او ستونزو د منځته راتللو لامل ګرځي.
    د بېلګې په ډول، د اوبو کمښت د يو هېواد د وروسته پاتېوالي لامل ګڼل کېږي، پوښتنه دلته دا ده، چې ايا د ياد هېواد وګړو يې د اوبو د شته زېرمو څخه په سمه توګه ګټه اخيستې او تنظيم کړي يې دي؟ او يا که يو هېواد ډېرې اوبه لري او وړ ګټه ترې نه اخلي!!
    په دې کې شک نشته، چې جغرافيوي لامل کرنې او مالدارۍ ته د اسانتياو رامنځته کولو او پرمختيا کې اغېزناک دی او دواړه اسانه او کم لګښته کوي، مګر نشو کولی چې د وروسته پاتېوالي اصلي لامل يې وګڼو، او حقيقت کې دی خپله د وروسته پاتېوالي معلول دی، ځکه د پرمختللې تکنالوژۍ او سالم فکر په وسيله کولی شو، چې ډېری ځمکې حاصلخيزې، ناروغۍ او ستونزې له مخې لرې کړو او په جنوبي امريکا کې داسې هېوادونه هم شته، چې د ډېرو ښو اقليمي شرايطو لرونکي دي، مګر پرمختللي نه دي! جغرافيوي ګټې پرمختیا سره مرسته کوي، خو پرمختګ رامنځته کولی نشي.
    برسېره پر دې، که جغرافيوي لامل د اصلي لامل په توګه ومنو، نو اروپايي هېوادونه له تاريخي نظره هم بايد له پيله پرمختللي اوسي، په داسې حال کې چې د زرګونو کلونو په اوږدو کې منځنی ختيځ، هند او چين له فني، علمي، کولتوري او اقتصادي نظره پر اروپا برلاسي لري، په دې اړه (پل بروک) ليکي: ((د شپاړلسمې پېړۍ په پيل کې د اسيا اصلي تمدنونه د فني او اقتصادي پرمختګ کچې ته رسېدلي وو، چې له هره پلوه له اروپا لوړ او پرمختللي وو)). نو د وروسته پاتېوالي اصلي لامل يا پرمختيا جغرافيوي شرايطو پورې تر ډېره تړلې نه ده.
    ۲. نژادي لامل: ځينې د پرمختللو هېوادونو د پرمختګ لامل د وګړو سپين پوستکی او د وروسته پاتې هېوادونو لامل د هغوی د وګړو رنګين پوستکی ګڼي!! دوی باوري دي، چې سپين نژاد د چالاکۍ، ځواکمنۍ، ثابت قدمۍ او زړورتوب ځانګړنې لري او نور نژادونه زيانونه لري، دغه نظريه په بشپړه توګه غلطه ده، ځکه:
    · د درېيمې نړۍ ډېری هېوادونه لکه لاتینه امريکا، مديترانې شاو خوا، منځنی ختيځ او ... له سپين نژاد څخه دي، چې پرمختللې تکنالوژي هم نه لري
    · جاپان يو پرمختللی هېواد دی، خو له سپين نژاد څخه نه دی او له زيړ نژاد څخه دی
    · له تاريخي نظره، اروپايان نه يوازې د چين، هند او ... نورو هېوادونو څخه لوړ نه وو، مګر څو برابره له هغوی وروسته پاتې وو.
    په دې اړه کولی شو، چې د (پالمرز) پر څېړنو تکيه وکړو، ليکي (( په هيڅ وجه اروپايان د بشري تمدن مخکښ نشو ګڼلی، مخکې له دې چې اروپايان لوستل او ليکل زده کړي، نيم بشري تاريخ تېر شوی و. د مصر جادوګرو د ميلاد څخه درې زره او څلور زره کلونه وړاندې په موده کې د اسنادو او ليکنو پر راټولونې پيل وکړ. په داسې حال کې چې له هغې تر دوه زرو ډېر کلونو وروسته د هومر شعرونه د يونان په ښارونو کې خوله په خوله نقل کېدل. د ميلاد څخه درې زره کاله وړاندې چې فراعنه لومړنی اهرام جوړولو، اروپايانو د هيڅ شي د جوړولو توان نه درلود)).
    ۳. کاني زېرمو فقر: ځينې د نظر څښتنان د کاني زېرمو فقر د کمزورو هېوادونو د وروسته پاتې کېدو لامل ګڼي، پرته له شکه طبيعي زېرمې په اقتصادي پرمختګ کې اغېزناک رول لري، مګر د پام وړ ټکی دا دی، چې افريقايي هېوادونه، سوېلي امريکا، لاتينه امريکا او اسيا د طبيعي زېرمو له نظره غني دي، لکه د منځني ختيځ د نفت و ګازو سترې زېرمې يا د مسو ستر کانونه، په سوېلي او لاتينه امريکا کې سرب او په افريقا کې سپين زر، سره زر او هايدروليک ځواک کولی شو يادونه ترې وکړو.
    د نړۍ شاو خوا يو پر درې د اوسپنې او مسو زېرمې، يو پر لس د نفتو زېرمې، يو پر شپږ د سرب، حلبي، نکل او منګنيز زېرمې او دوه پر پنځه د نړۍ د بوکيست زېرمې په سوېلي امريکا کې دي او يا د نفتو و ګازو سترې زېرمې په منځني ختيځ کې، اوسپنيزه لار هندوستان کې او هايدروليک ځواک په افريقا کې، چې له ۴۰ – ۵۰ سلنو پورې د نړۍ اوبه په بر کې نيسي، موقعيت لري.
    دا هاغه زېرمې دي، چې ځواکمن هېوادونه ترې ګټه اخلي، په داسې حال کې چې پرمختللي هېوادونه لکه اروپايي هېوادونه يا جاپان کاني زېرمې نه لري او يا يې لږ شمېر کې لري. کاني زېرمې مهمې نه دي، له هغه ډېر اړين پوهه او له کاني زېرمو د ګټې اخيستنې ډول دی!!
    ۴. د نوښتګرو کارګرو کموالی: د وروسته پاتېوالي يو بل لامل د استعدادونو کموالی ښودل شوی دی، ويل کېږي چې کمزوري هېوادونه له هغو کارګرو، چې خطر پر وړاندې ځواکمن، نوښتونو او پرمختګ قوي اراده ولري تش لاسي دي او اقتصادي او ټولنيزې پراختيا ته لاسرسی نه لري.
    مګر استعداد او پوهه داسې څه نه دي، چې د پرمختللو هېوادونو اوسېدونکي يې له زېږونه ځان سره لري او کمزورو هېوادونو وګړي يې نه لري، که زده کړې ته د وړ چاپېريال زمېنه برابره شي، دوی به د برياليتوب تر روښنايۍ ورسېږي.
    لکه څرنګه چې وينو، لويديځو هېوادونو ته چې د وروسته پاتې هېوادونو ځينې وګړي کوچېدلي، که دوی په پوهه کې له لويديځوالو لوړ نه دي، نو کم هم نه دي!
    ۵. د کدرونو او کارپوهانو کموالی: لويديځ شنونکي په پرمختللو او وروسته پاتې هېوادونو کې کدرونه پرتله کوي او درېيمې نړۍ د وروسته پاتېوالي اصلي لامل يې ګڼي.
    رښتيا هم، ډېری وروسته پاتې هېوادونه پر کارپوهو وګړو د کموالي سره مخ دي، مګر موږ وينو چې د دې هېوادونو کدرونه پرمختللو هېوادونو ته ځي، چې موږ ورته د (مغزونو تېښته) ویلی شو چې په پايله کې د دې هېوادونو شتمني زيان سره مخ کېږي او هم د بشري ځواک څرنګوالی راټيټېږي.
    شمېرې ښيئ، چې امريکا، کانادا او برتانيې تر دې دمه په خپلو هېوادونو کې له مهاجرو مغزونو سلګونه ميليارد ډالره ګټه لاسته راوړې ده.
    د کدرونو کموالی ستونزه نه ده، مګر له دوی څخه په مناسبو ځايونو کې وړ ګټه اخيستل مهم دي او پرمختللي هېوادونه د دې تشې څخه د ځان لپاره ډېره ګټه لاسته راوړي.
    ۶. د پانګې کموالی: ځينې شنونکي د فقيرو هېوادونو د وروسته پاتېوالي لامل د پانګې کموالی ګڼي، مګر د وروستيو لسيزو بدلونونو په ډاګه کړه، چې که هر څومره پانګه د اقتصادي ودې لپاره لازمي ده، خو بشپړ شرط نه دی! ځکه نفت لرونکي هېوادونه لکه عربستان، ستر عوايد لري، مګر ډېر پرمختللی نه دی!
    همدارنګه درېيمې نړۍ هېوادونو سره د پرمختللو هېوادونو مرسته او پانګه ورکول نه دا چې د اقتصادي ودې لامل شوې، مګر هغوی يې پر ټولنيزو او اقتصادي ستونزو هم اخته کړي دي!، نو پانګونه بايد د ټولنيزو او اقتصادي بدلونونو سره هم مله وي او ځواکمن مديريت يې اداره کړي، ډېری د دې هېوادونو څخه له پانګې ځورېږي، نه د کمې مادي پانګې څخه!
    ۷. د نفوس ډېروالی: خپرو شويو شمېرو ته په پام سره، وروسته پاتې هېوادونه د ډېر نفوس لرونکي دي او د نفوسو د ودې لوړه سلنه لري، که د نفوسو دغه چټکه وده د اقتصادي ودې سره همغږې وی کولی يې شوه، چې د ټولنيزې او اقتصادي ودې لامل شوی وی، مګر له بده مرغه دغه دوه لاملونه نه دا چې تناسب نه لري، د دې هېوادونو اقتصادي او ټولنيزه پراختيا يې هم د ستونزو سره مخ کړې ده.
    د يو هېواد د نفوس او امکاناتو تر منځ د تعادل رامنځته کولو لپاره، بنسټيزو پروګرامونو او اغېزناک مديريت ته اړتيا ده، چې وکولی شي د ګڼ نفوس د شتون سره اقتصادي ودې پر لور ګامونه واخلي. د چين او هندوستان هېوادونه له دې ډلې هېوادونو څخه دي، چې علمي او ټولنيزو پروګرامونو په وسيله يې دغه خطر کم کړی دی او لېدل کېږي، چې دوی د نفوسو له مخې د نړۍ له سترو هېوادونو څخه دي. مګر د درېيمې نړۍ ځينې هېوادونه د مناسب نفوس او طبيعي امکاناتو څخه برخمن دي، خو ستونزه د دې نفوس او بشري سرچېنو څخه پر ځای ګټه اخيستنه ده، نه د نفوسو د شمېر ډېروالی! ځکه ډېری اروپايي هېوادونه د خپلو طبيعي امکاناتو او پراختيا په پرتله څو برابره زيات نفوس د درېيمې نړۍ له هېوادونو څخه لري.
    ۸. ځينې ظلم او استعمار د وروسته پاتېوالي لامل ګڼي، مګر دا دواړه معلول دي نه لاملونه، ظالم چارواکي ناپوهه مديران دي، چې د خپل ولس د استعداد څخه سالمه ګټه نه اخلي او استعدادونه د ظلم او زور تر چتر لاندې ساتي، نو استعمار هم د دې ناپوهو مديرانو لاسته راوړنه ده، چې د نورو پر وړاندې تن ږدي.
    سوېلي کوريا، سنګاپور او چين په استبدادي حکومتونو کې د پرمختيا لار وهلې ده او لا روان دي، وروستۍ څېړنې چې ترسره شوي ښيئ، چې ولسواکۍ پر لور خوځښت د هېواد کمزوري پرمختګ پورې اړيکه نه لري، په لنډ ډول د دې څېړنو پر بنسټ، د ولسواکۍ او ودې تر منځ هيڅ ډول اړيکه او يا بېلوالی يو له بل څخه شتون نه لري او يا که سياسي ازادي د چټک پرمختګ لامل ګرځي، دغه موضوع هم وجود نه لري!
    د وروسته پاتېوالي بېلګې:
    د روڼ اندو يادو دليلونو پر وړاندې غوره ده، چې په هم دې پېړۍ کې وروسته پاتې يا وروسته پاتېوالي ته کش شوي يو هېواد ته کتنه وکړو، چې يادو ټولو لاملونو پر عکس هم لري، مګر وړاندې پرمختللی و او اوسمهال وروسته پاتې! ولې؟
    ورښتونو لرونکی، حاصلخيز او ډېر غني هم له زېرمو او ځمکې له نظره او هم له کانونو، ارجنټاين چې د هندوستان سره په پراخوالي کې ورته، مګر څه کم ۳۷ ميليونه تنه نفوس لري او ۹۷٪ سلنه يې اروپايي نژاده دي، د ژوند کچه يې ۸۰ کلونه وړاندې شمالي امريکا سره برابره وه او له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته له هر اړخه له ايټاليا لوړ و، ولې او څرنګه په لنډ مهال کې له يو غني هېواد څخه پر فقير هېواد بدل شو؟ ۶۰٪ سلنه وګړي يې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د بېکارۍ کچه يې تر ۳۰ په سلو کې رسېدلې ده!
    يا پرتګال، اروپايي هېواد چې يو مهال يې د لاتينې امريکا هېوادونه تر لاس لاندې وو او د مستعمرو پراخوالی يې انګلستان سره برابر و، نن ورځ د اروپا له وروسته پاتې هېوادونو څخه ګڼل کېږي؟ دغه هېواد هم ډېرې روانې اوبه او کم نفوس لري او هم نژاد يې اروپايي دی! ولې وروسته پاتې دی او يا د ختيځې اروپا نور هېوادونه، هغه څه چې پرمختللي هېوادونه يې لري دوی يې هم لري، خو وروسته پاتې دي!؟
    مګر هغه څه چې مهم دي او پاملرنه ورته وشي، د اوسنۍ نړۍ وېش چې پر صنعتي او وروسته پاتې هېوادونو وېشل شوې، د طبيعي زېرمو ناانډوله وېش، د نفوسو ډېروالی او يا نژاد او ورته نور د وروسته پاتېوالي لاملونه نه دي، خو محدود لاملونه کېدی شي. د پانګې کموالی او د کدرونو کموالی او فرار هم د وروسته پاتېوالي نښې دي نه لاملونه!!
    نن ورځ ثابته شوې، چې په پرمختګ کې پوهه او تکنالوژي د طبيعي زېرمو هومره ارزښت لري، ځکه پرمختللې تکنالوژي کولی شي، چې په يوازېتوب سره هېوادونو ته نسبي اقتصادي خپلواکي ورکړي، د بېلګې په توګه جاپان، کوريا او سنګاپور چې د طبيعي زېرمو څخه تش لاسي دي توانېدلي دي، چې د صنعت له مخې د مهمو لاسته راوړنو څخه برخمن شي، په داسې حال کې چې ارجنټاين او ورته نور هېوادونه د غني طبيعي زېرمو په درلودلو سره د پرمختيا په حال کې دي. له دې امله د نننۍ نړۍ وېش پر پرمختللي او وروسته پاتې هېوادونو او يا پر هر نوم د طبيعت غوښتنه نه ده.
    ايا هاغه وخت نه دی رارسېدلی، چې پوه وګړي واقعيتونو ته نظر وکړي او د هېوادونو اقتصادي پراختيا لپاره عملي څېړنې وکړي؟ يا چين چې د نړۍ پر مخ ګڼ نفوس هېواد دی څو لسیزې وړاندې يې هر کال ميليونونه وګړي له ولږې مړه کېدل، خو اوس يې اقتصادي پراختيا او صنعت د نړۍ پر پرمختللو هېوادونو وېره خپره کړې ده! taand

    د پرمختللو او وروسته پاتې هېوادونو تر منځ اصلي توپير/ ژباړه: هارون هاند

Working...
X