Announcement

Collapse
No announcement yet.

دا لوی شمېر او ډېر سرونه د څه لپاره؟ / محمد حل

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دا لوی شمېر او ډېر سرونه د څه لپاره؟ / محمد حل



    دا لوی شمېر او ډېر سرونه د څه لپاره؟ / محمد حلیم فدايي

    | چهارشنبه, 05.06.2013, 11:04 AM | (109 لیدل شوی)


    د ۶۵ سلنې خبرې کوو، د ډېرو اولادونو پیدا کول سنت طریقه ګڼوو، تر څلورو ښځو پورې نکاح کوو او... کله چې د پاتې، خیرات، واده او یا حج د خیرات بلنه راکړای شي، نو په هوټلونو، جوماتونو، حجرو، مدرسو او ... کې نه ځاېږو. د کلي د یوه لوېشت پټي پر سر له خپل ورور او تره سره تربګنۍ او بدۍ خپل ارزښت ګڼو. هر کله چې څوک مړ شي او یا څوک له حج څخه راشې پیسې ورته قرضوو، اما خیرات باید وکړو ترڅو څوک پېغور را نکړي. که مو څوک د خپل پټي له ونو څخه یوه لښته ماته او یا یوه ونه راو باسي، بیا باید ۸۰ کاله وروسته هم بدل واخلو!

    تجاران مو هم همداسې رقابت کوي، د کابل د شمال ښارګوټي، د جنوب ښارګوټي، د شرق ښارګوټي، د غرب ښارګوټي څلورو قومونو ته وېشل شویدي او یا یې په زور نیولي. همدغو ښارګوټو ته که ځېر شوو، نو پوهه به شوو چې څوک پوهنتونونه، څوک ښوونځي، څوک پارکونه، څوک د نجونو او هلکانو د سپورټ کلبونه، څوک منظمې د عامه پوهاوي کمپاینونه، څوک ستراتیژیک او څوک قبیلوي چلند کوي؟ څوک خپل ولس ته د زده کړې او فرهنګي ودې زمینې برابروي او څوک یوازې پیسي هر څه ګڼي؟ د نورو د ملایانو او زموږ د ملایانو خو مقایسه سمه نه ده! د هغوی په استالف، صیاد، ګل سرخ او سالنګ کې مېلې کوي، زموږ په خپلو سيمو کې ښوونځۍ او مدرسې ورانوي او د سر او خبرې خلک مو وژني!

    د لیکوالانو د سیالۍ به هم یو مثال درکړم: زموږ یوه درانه لیکوال په یوه ډېر نوښتیز او اختراعي ډول په مغلقه موضوع یو درجن کتابونه لیکلي وو، اما د مخکتنې په ورځ یوه بل فرهنګي لیکوال هغه معصوم داسې سپک کړ چې تا فکر کولو چې ډېر لوی ملي خیانت یې کړی وي. اما د نورو لیکنې او مواقف که سپېرې ښکنځلې هم وي، نو ورته وایي، بسیار خوب قندولک، بسیار قندول نوشتی! البته دا یوه پېښه نده ځکه چې ما په داسې ډېرو مخکتنو کې دا ډول چلندونه لیدلي دي. بیا مې چې د لیکوالانو او شاعرانو مخ او روان ته کتل، پښېمانه ښکارېدل. دلته ستونزه داده چې زموږ لیکوالان او فرهنګیان د مخکتنې او شننې ترمنځ په توپير کې سره غلطېږي! دا مو هم عادت او هم رواج دی چې د مړو ستاینه ډېره ښه کوو، په داسې حال کې هغه مړ به د همدې ستایونکې له لاسه په قبر کې هم نا آرامه وي!

    دا خو زموږ د ولس او مشرانو تعلیمي ټولنیزه، انکشافي، کلتوري او اقتصادي سیالۍ ده. په سیاسي ډګر کې، زموږ مشران، پوهان، سیاستوال، لیکوالان او حتی پښتنو ته منسوبې سیاسي ډلې چې نظام ته ور ننوزي ماموریت کوي، د نورو مشران د ماموریت تر څنګ رهبریت هم کوي! زموږ وال ټول حزب، قوم او ډله په یوه وزارت دوړه کړي او هغه هم د ځان او هم ولس لپاره عدالت او امتیاز ګڼي او د نورو له حق ور اخوا امتیازات لا هم بې عدالتي ګڼي او خپل قوم ته لا نور غواړي!

    که په ټاکنو کې مو له خپل کلي او ولایت څخه یو څوک مقابلې ته و درېدو او شکست مو ورځینې وخوړ او یا مو شکست ورکړ، بیا یو او بل دښمن ګڼوو. د سیاسي حریف او دښمن ترمنځ توپیر هم شرم ګڼوو، هغه ته مبارکۍ ویل عیب ګڼوو، اما بالغ سیاستوال ددې برعکس کارونه سیاسي پوخوالی بولي!

    برعکس موږ عبادتونه او تجارتونه، لکه لمونځ، حج، روژه، زکات او ټول ټولنیز مراسم د همدې نظام تر سیورې او قیمومیت لاندې ادا کوو. له موسساتو، وزارتونو او دندو څخه یې معاش اخلو. د خلافت، امارت، امت، ملت، سلف او خلف ټول پیروان د همدې نظام تر چتر لاندې، دهمدې نظام له سړکونو، انټرنیټ، ټلفونونو، مطبوعاتو او د بیان له ازادۍ او ټولو مزایاوو څخه په نره ګټه اخلو. خپلې چاپي او الیکټرونیکې خپرونې د همدې نظام تر قانون لاندې ثبت او راجسټر وو.

    اما کله چې ولس ته د مراجعې او انتخاباتو موضوع یادېږي، بیا نو په یوه پلمه او بله پلمه د نه ګډون لپاره دلایل لټوو. دا دلیل هم راوړو چې که رایه ورکړو، نو ټاکنې هسې هم نیمګړې دي او شاید رايې مو غلا کړي. که دا ډول نیمګړتیاوې په ټاکنو کې د نه ګډون مانع وي، نو آیا زموږ ټول عبادتونه د اسلام د روح مطابق چې هم خشوع، هم خضوع، هم تقوا او هم معنوي او فزیکي طهارت (پاکوالی) ولري، دي او کنه؟ چې قطعاً نه دي، نو آیا له همدې ویرې موږ ټول عبادتونه پرېږدو؟

    کله چې د ټاکنو د رايې کارت اخیستلو خبره مطرح کېږي، بیا دا خبره هم د نه ګډون لپاره دلیل نیسي چې د امریکایانو او یا امریکا پلوه حکومت تر سیوري لاندې ټاکنې ناروا دي، نو یا د جګړې او یا په کور د ناستې بې تفاوته سیاست غوره کوي، بیا ښځه د کور او یا د ګور شي، اکثریت په اقلیت بدل شي، مشر مو مامورشي، ملا مو مفتي شي او انتخابات د اسلام مخالف ګڼي، ځوان مو ټوپک ته لاس کړي، د تربګنۍ او سیالۍ پهلوانان په غارونو او کورونو ننوزي. که داسې وي، نو د خپلو ټولو عبادتونو په اړه څه وايئ؟ په داسې حال چې د ولس زعیم او په یوه جماعت را ټولېدل هم فرض او هم مهم عبادت دی! ټاکنې مو په ملي هویت، ملي سرنوشت، ملي یووالي، ملي زعامت، ملي ارزښتونو، ملي اقتصاد، امنیت، بیا رغونې او ښې حکومتدارۍ نېغ په نېغ تاثیر لري!

    وړاندیز مو دادی چې په لومړي قدم کې ټول مشران د وسله والو په ګډون په یوه اجندا (تعلیم د نا امنو سيمو لپاره)، یو مشر او یو ستراتیژي چې ټاکنې او سوله ییز سیاست دی را ټول شوو او ټول په ګډه ولس ټاکنو، ته وهڅوو. ملا او منبر، ملک او حجره، معلم او ښوونځی، دفتر او مامور همدا درې بعدي تګلاره خپله کړو او په خپلو کې او له نورو سره ژور هر اړخیز سیاسي رقابت پیل کړو، بیا به هېڅوک دا جرآت و نکړي چې یو مو افغان ونه مني او بل مو افغان ووژني!

    که دا کار نه کوو، نو آیا موږ یوازې د انسان وژنې او قربانۍ لپاره اولادونه زېږوو؟ آیا آفغانانو خپل سرونه تل د قابیل د تګلارې لپاره چې د خپل ورور هابیل وژل وو، ساتلې دي او بیا تور کارغه راځي او په ګور د خښولو چل ور ښيي، کنه په سیاسې واک او زعامت کې د شریکېدا او ژوند کولو لپاره؟ که په سیاسي نظام کې د ټاکنو او شمېرنو له لارې ګډون نه کوو، نو دا لوی شمېر او ډېر سرونه د څه لپاره؟
    دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.
Working...
X