دَ باچا خان دَ روح ازار ......... امجد شهزاد
چا چې هم پۀ کومه روان کړے تلے دا اولس
سم دَ باچا خان دَ روح ازار وهلے دا اولس
کوم بېرغ دے پاتې چې دوي ونۀرپاؤ پۀ کور
خپلې نادانۍ پۀ هر ډګر وژلے دا اولس
چا چې هم دَ دوي پۀ ننګ قربان کړۀ خپل بچي اؤ ځان
نۀ شي ګوره هغی نر سړي ګټلے دا اولس
دا خو کۀ دَ ګډو رمه هم وي خپل شپون پېژني
نۀ شي خپل خواخوږي مشران ټاکلے دا اولس
نور به درته څۀ کووم امجده دَ پښتون قيصې
مړه خو پۀ دار دَ تباهۍ ختلے دا اولس
چا چې هم پۀ کومه روان کړے تلے دا اولس
سم دَ باچا خان دَ روح ازار وهلے دا اولس
کوم بېرغ دے پاتې چې دوي ونۀرپاؤ پۀ کور
خپلې نادانۍ پۀ هر ډګر وژلے دا اولس
چا چې هم دَ دوي پۀ ننګ قربان کړۀ خپل بچي اؤ ځان
نۀ شي ګوره هغی نر سړي ګټلے دا اولس
دا خو کۀ دَ ګډو رمه هم وي خپل شپون پېژني
نۀ شي خپل خواخوږي مشران ټاکلے دا اولس
نور به درته څۀ کووم امجده دَ پښتون قيصې
مړه خو پۀ دار دَ تباهۍ ختلے دا اولس
