د شعر کونجي له شاعر سره وي؟ اجمل ښکلی
| شنبه, 04.05.2013, 01:08 AM | (44 لیدل شوی)
په پښتو ادب کې خبره نيمه داسې هم وخت ناوخت دود شوې او سوليدلې چې د ګټې پرځای يې تاوان اړولی دی۔ يوه يې (د شعر کونجي له شاعر وي) هم ده، چې د شعر او د شعر د لوستونکي ترمنځ يې تړاو مړاوی کړی دی۔ چا چې دا خبره اورېدلې، له شعره يې زړه ټکېدلی دی۔که دا خبره رښتيا وي؛ نو بيا خو د شاعرۍ لوست خوشې کار دی، ځکه، چې لوستونکی چې له شعر مانا وانخلي او د مانا له لارې يې پېغام ته ونه رسي؛ نو د شعر موخه څه شوه؟ دا ټولنې لېونۍ دي، چې بيا بيا د رحمان بابا دېوان چاپوي، ځکه چې رحمان بابا خو د خپل دېوان کونجۍ له ځان سره وړې دي، پکار ده، چې دېوان هم ورسره ښخ شوی وای۔
له دې خبرې جوتېږي، چې شاعران ځان ته شاعري کوي۔ د ټولنې او مخاطب په غم کې نه دي؛ خو په عمل کې داسې نه ده۔ د شاعرانو په اړه وايي، چې بې خوړو پايدای شي؛ خو بې مخاطبه نه؛ نو چې مخاطب ته کونجي نه ورکوي؛ مخاطب به يې له شعره خوند وپند څرنګه اخلي؟ هسې خو ټوله ژبه د تبليغ وسيله ده؛ خو ادب د پسوللې هنري ژبې په توګه د تبليغ تر ګردو اغېزناکه او موثره وسيله ده، ځکه چې احساسات راپاروي او د احساساتو پارونه او په هنري منطق د لوستوالو تقنيع د تبليغ موخه ده؛ نو تبليغ ټولنيز وي، سړی ځان ته تبليغ نه کوي۔ شعر چې تبليغ شو؛ نو دا ومنئ، چې شاعر له شعر سره کونجيانې هم لوستونکو ته سپاري يا ګرد سره شعر ته تاله اچوي نه، چې هر سړی يې د ماناوو کوټې پرانيستلای شي۔
د شعر کونجي له شاعر سره نه، لوستونکي سره وي او دغه کونجي د لوستونکي پوهه ده۔ له ما سره چې مطالعه او پوهه وي، د شعر د ماناوو قلفونه به پرانيزم۔ نو لوستونکي سره چې څومره پوهه او هنري ذوق وي، هغومره د شعر له ماناوو خبرېدای شي۔ بې مطالعې سړی خو د شعر او مېر توپير هومره نه شي کولای۔
که د دې خبرې موخه دا وي؛ چې نه هغه پېښه، چې شاعر يې دې شعر ته اړ ايستي دی؛ نو دا خبره هم هر ځای نه جوړېږي، ځکه چې شاعران داسې خبرې هم کوي، چې ورسره مخ شوې نه وي، يانې د ډېرو شعرونو تر شا پېښې نه وي۔ د شعر پرمهال يوې خبرې/ يو خيال شاعر ته خوند ورکړی وي او شعر کړی يې وي۔
شعري ژبه مجازي ژبه وي او د احساساتو له پارونې سره سره له خبري ژبې نه د مجازي ژبې يوه برتري دا هم ده، چې ضمنې ماناوې لري او هر لوستونکی ترې له خپلې پوهې او ذوق سره سمه مانا او خوند اخلي؛ نو په دې صورت کې هم که د شاعر بېله مانا هم وي، بې ارزښته ده، ځکه چې ما له شعره خوند او مانا واخيستل، زه د شاعر د بېلې مانا څه پروا کوم۔ زه د شعر د هغې مانا په کونجي څه کوم، چې يواځې شاعر سره ده۔
سيف الرحمان سليم وايي:
ستا ګل دښمنه لاس تر ګله رسي
څنګه به نيسې د وږمې لارې
دلته (ګل دښمنه، ګل او وږمه) استعارې دي، چي سيف الرحمان سليم چاته کارولې دي۔ اوس د شاعر مراد څوک دي؟ دا به شاعر ته معلومه وي؛ خو ما ترې مثلا(د مينې د دښمنانو، مينو او مينې) مانا اخيستې ده۔ زما لپاره همدومره بس ده، هنري تنده مې په دې مانا ماتېږي؛ نو زه د لوستونکي په توګه د شاعر بېلې مانا ته څه اړتيا لرم؟ چې ووايم، چې افسوس د مانا کونجي يې له شاعر سره ده۔
دا نامسوولانه خبره لوستونکي نهيلي او لټ کوي، چې ځه مړه، شعر څه کوو، هسې يې هم د مانا کونجي له شاعر سره ده۔
دا خبره له کره کتنې نه د ادب د بچ کولو په موخه شوې ده، چې دا يې د ادب پر لوستونکو بل ناوړه اغېز دی۔
په ادبي موضوعاتو کې خبرو سره احتياط بويه، هسې چې په سياسې خبرو کې يې کوو، ځکه چې ناتللې او بې فکره خبرې ادب زيانمنولای شي؛ نو چې بيا رښتيا راځي taandراځي، دروغو به کلي وران کړي وي۔
