Announcement

Collapse
No announcement yet.

د شاتو د مچیو لوی قاتل موبایل دی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د شاتو د مچیو لوی قاتل موبایل دی



    د شاتو د مچیو لوی قاتل موبایل دی

    | شنبه, 04.05.2013, 01:22 AM | (97 لیدل شوی)

    تاند- د امریکا په متحدو ایالتونو کې یوه نوې څېړنه ښيي چې موبایل ټېلفوند شاتو د مچیو لپاره ترټولو لوی قاتل دی .
    د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې له موبایل ټېلفونونود خارجېدونکې وړانګې د شاتو له مچۍ د خپل کور درک ورکوي اوهغوی نه پوهېږي چې په کومه خوا لاړې شي . د دې کار نتیجه دا شي چې کندو له مچیو تش شي.
    په امریکا کې تیر کال (۲۰۰۹) اټکل شوی وو چې د شاتو مچۍ به په سلو کې دېرش کمې شي. په راپور کې دې ته اشاره نه ده شوې چې ایا اټکل سم وخوت او کنه .
    په کرنټ ژورنال مجلې کې د یوې څېړنې د پایلو له مخې ساینسپوهانو ادعا کړې ده چې له موبایل ټېلفونونو خارجیدونکي وړانګې د شاتو د مچیو پهلارښوونکي یا لارموندونکي حس کې ستونزې پېښوي او هغوی د خپل کور لار غلطوي .
    له بلې خوا د د هند په چنديګړ ښار کې د پنجاب پوهنتون محقیقانو د شاتو د مچیو کندو ته نژدې موبایل ټېلفون پهورځ کې یوځل تر لسو دقیقو پورې کیښود او دغه کار یې تر دریو میاشتو پورې تکرار کړ.د دې تجربې په پای کې مالومه شوه چېدګبینو تولید دریدلی دی .taand
Working...
X