Announcement

Collapse
No announcement yet.

سختې ززلزلې ۷ تنه وژلي، ۱۰۰ ژوبل کړي او په س&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • سختې ززلزلې ۷ تنه وژلي، ۱۰۰ ژوبل کړي او په س&#



    سختې ززلزلې ۷ تنه وژلي، ۱۰۰ ژوبل کړي او په سلګونو کورونه نړولي

    | چهارشنبه, 24.04.2013, 07:27 PM | (39 لیدل شوی)


    تاند- د نن ورځې په زوروره زلزله کې، چې د افغانستان ختیځ یې ولړزاوه، لږترلږه اووه تنه مړه شوي او نژدې سل نور ژوبل دي.

    د راپورونو له مخې د دې زلزلې شدت د ریښتر په حساب پنځه اعشاریه شپږ درجې و.

    د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزي وویل چې په ننګرهار کې شپږ تنه مړه شوي او لږترلږه ۷۴ نور ټپیان شوي دي.

    ده دا هم وویل چې ګڼ کورونه نړېدلي او وېره ده چې ګڼ خلک به په نړېدلیو کورونو کې بند پاتې وي.

    د کونړ د والي ویندوی واصف الله واصفي بیا وايي چې دوی ته د یوه تن د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو حال ورغلی دی خو امکان لري چې مرګ ژوبلې تر دې ډېرې وي.

    ده زیاته کړه، په کونړ کې پنځه سوه کورونه نړېدلي دي.«لومړني راپورونه ښيي چې یو تن مړ شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي خو ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي. ځکه چې تراوسه پوري لا له لېري سیمو راپوروونه نه دي رارسېدلي.»

    له لغمان څخه، چې ویل کېږي د زلزلې مرکز پکې و، د مرګ ژوبلو کوم راپور لا نه دی ورکړای شوی خو یوه چارواکي وویل چې په دغه ولایت کې څو کورونه او یو جومات نړېدلي دي.taand
Working...
X