Announcement

Collapse
No announcement yet.

ملنګان له افغانستان سره حقوقي ستونزه لري! - &#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ملنګان له افغانستان سره حقوقي ستونزه لري! - &#



    ملنګان له افغانستان سره حقوقي ستونزه لري! - محمد حلیم فدايي

    | چهارشنبه, 10.04.2013, 11:43 AM | (32 لیدل شوی)


    په یوه افغانۍ ټلویزیونې چینل کې یوه ظاهراً افغان د (افغانستان) د نوم په اړه ګڼې متضادې خبرې کړېدي. نوموړی وایي ( زه د یوه افغان په توګه له افغانستان څخه د باندې د افغانستان په نوم افتخار کوم، اما له حقوقي پلوه د افغانستان له نوم سره ستونزه لرم، ځکه چې دلته نور قومونه هم وجود لري.)) نوموړي د خپلو خبرو په دوام یوه ځوان ته چې پښتون افغان وو، مخ واړاوه او ویې ویل (داسې ځوانان لکه دا ځوان چې دی، دغه ډول موضوعاتو ته لمن نه وهي، بلکې د ګوتو په شمېر کسان دې موضوع ته پکی وهي.)) نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل (دا څنګه هېواد دی چې تر اوسه پورې پولې نلري؟))ده وویل (افغان د اوغان مترادفه کلمه ده او معنی یې پشتون دی.))

    غواړم د نوموړي د خبرو پر اساس لومړی د نوموړي د شخصیت پټ اړخونه او بیا د افغانستان د نوم په حقوقي او سیاسي اړخ لنډ*ې خبرې وکړم.

    نوموړی د افغانستان له تاریخ او جغرافيې سره بشپړ نا بلد وو. له یو پلوه د باندې د (افغانستان) په نوم ویاړي، له بل پلوه ورسره حقوقي ستونزه لري. له یو پلوه وایي، چې دا دومره مهمه موضوع نده، ځینې خود غرضه خلک دې موضوع ته لمن وهي، له بل پلوه په ګردي میز کې دا خبره اول هم ده را پورته کړه. له یو پلو وایي، چې د افغانستان اوسنی دولت سرحدونه نلري، له هېواد څخه د باندې ځان ته (افغان) وایي. زما په اند دا ډول ګډې وډې خبرې د رنځور فکر عکاسي کوي. داسې معلومېده چې نوموړی رواني او نفسیاتي مرض څخه کړېږي.

    دویمه خبره، چې آیا د (افغانستان) نوم حقوقي مشکل لري او کنه؟

    ۱. افغانان هېڅکله هم په خپلو کې ددې کلماتو په اړه حقوقي ستونزه نلري، بلکې دا کاملاً د پردیو په اشاره سیاسي اجنډا ده. د ځینو خاصو افرادو لخوا د خپلو ځانګړو کړیو د خوشحالولو لپاره په داسې مرحله کې چې ټاکنې را نېږدې شوېدي، مطرح کېږي.د نا امنو سېمو ښځې موږ ټاکنو ته نه پرېږدو او سړي یې پنجابیان نه پرېږدي او هغه چې په ښارونو کې اوسېږي هلته بیا د ژبني او لساني موضوعاتو د مطرح کولو په نتیجه کې یې د وېشلو هڅه کوي.

    ۲. د افغانستان کلمه له لغوي پلوه هم د یوه متحد ولس او هېواد انځور کاږي. که فرضاً ورسره دا هم ومنو چې افغان پشتون ته وايي، کوم چې سمه نده، بیا هم د (افغان+ستان) په ترکیب سره د ټولو قومونو د ګډ هویت څرګندويي کوي، کنه د ولسواکۍ د اصولو پر اساس حق خو دا وو چې نوم یې (پښتونستان) وای!

    ۳. د ولسواکۍ اصل ته په کتو سره په ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان، هندوستان او امریکا کې نور واړه قومونه هم اوسېږي. د هندوستان د مسلمانانو شمېره د افغانستان په ګډون د ټولو پورته ذکر شویو هېوادونو له مسلمانانو څخه زیاته ده، هلته ولې واړه قومونه د خپل هېواد له نومونو سره حقوقي ستونزه نلري؟ په امریکا کې افریقایان ولې د امریکا له نوم سره حساسیت نه ښيي؟ په امریکا کې د افریقایانو شمېره په ۴۰ ایالتونو کې ۰.۷ فیصده یې د ټیټې فیصدي ایالت دی او ۳۷.۸ فیصده د لوړې فیصدي ایالت دی. لس ایالتونه داسې دي، چې هلته یې فیصدي له امریکایانو څخه هم لوړه ده، یعنې د لسم هېواد یې۵۷.۲ فیصده او د لومړني ایالت یې ۸۴ فیصده ده. د افغان - امریکن شمېره تر درې لکه پورې رسېږي او ډېری نفوس د افغانانو په ویسټ کوست (کالیفورنیا)، نارت ایسټ (ورجینیا) او سوت (فلوریډا) کې ژوند کوي. هلته دا ډول ستونزه نلري، کله چې افغانستان ته راشي، بیا داډول ببولالې غږوي.

    ۴. فرد، ټولنه او هېوادونه تدریجي تکامل کوي. افغانستان هم باید د لوی افغانستان د وجود لپاره د تکامل مراحل طی کړي، چې اوس د افغانستان په حقوقي مرحله کې دی. کله نا کله د باطل سړي له خولې هم د حق خبره راووځي. زموږ د افغانستان سیاسي سرحدونه نه، بلکې طبیعي سرحدونه باید په رسمیت وپېژندل شي.

    ۵. د افغانستان د ولس اکثریت د افغانستان اساسي قانون تصویب کړېدی. بیا همدا جنابان د پردیو په اشاره کله چې له طالبانو سره د خبرو اترو او سولې پروسه پیلېږي، د دوی لومړی اعتراض دا وي چې وسله وال باید د افغانستان اساسي قانون ومني. پداسې حال کې چې دوی په خپله بیا د (افغانستان) او (افغان) په اړه اساسي قانون ماتوي او دا خپل ډیموکراټیک حق ګڼي. دا ډول دریځونه په څرګند ډول ددی لپاره دي چې دوی د خپل قدرت د بقا لپاره د بادار هر فرمایش ته لبیک وایي. له مخالفینو سره د سولې خبري هم، ځکه د اساسي قانون په بهانه ردوي چې د سولې د خبرو په پایله کې افغانستان لا متحد کېدای شي او د افغانستان د حقوقي حیثیت په اړه ځکه اعتراضونه کوي، چې د افغانانو ترمنځ بې اتفاقي ته لار هواره کړي. غواړي له اصلي او مهمو موضوعاتو څخه یې توجه بې ځایه، فرضي او خیالي موضوعاتو ته را وګرځوي، چې نه حقوقي دی، نه اسلامي دی او نه انساني، ترڅو اوبه خړې او خپل ماهیان په کې ونیسي. کنه همدغه اساسي قانون چې دوی یې په طالبانو د منلو لپاره د شرط په توګه وړاندې کوي، د افغانستان او افغان موضوع حل کړېده.
    ۶. هېڅ داسې هېواد نشته چې هلته اکثریت او اقلیت قومونه او خېلونه وجود ونلري، که چېرې موږ د مثال په ډول د (افغانستان) او (افغان) نوم یوازې پښتنو ته منسوب کړو، نو بیا به د ایماق، پشيي، نورستاني، قزاق، قرغز، قزلباش، عرب، ګجر، بلوچ، پامیری، هزاره، تاجک، ازبک او. ... قومونو د حقوقي حیثیت لپاره کوم نومونه تجویزوي؟ په افغانستان کې په لسګونو ژبې، نژادونه، لوی او واړه قومونه ژوند کوي. که موږ د افغانستان نوم یوه ځانګړي قوم ته منسوب کړو، نو دا به د افغانستان د وړو، وړو ټوټه کولو په معنی وي. کوم چې د استعمار او استثمار د همدغو کړیو له لارې د ځینو قومونو د استحمارولو هڅې هم دي. هر څوک چې لږکیو ته دا په خوله کې ورکوي چې (افغانستان) حقوقي ستونزه لري او یا (افغان) مه وایه (افغانستانی) وایه، دا هغه حلقې دي چې د پردیو د غلامۍ جغ پر څټو وړي، ترڅو د افغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ وحدت او یو والی قلبه کړي. زه سل فیصده باوري یم چې د افغانستان قومونه، ژبې او نژادونه په خپلو کې هېڅ ستونزې نلري، بلکې زموږ ګران افغانستان ته یې لکه د ونې ښاخونه او ګلونو پاڼې لا ښکلا ورکړېده. تاسو یو بل ټکي ته هم پام وکړئ او دا ډېر د فکر وړ ده. د پاکستان او غرب مطبوعات او سیاستوال کله چې د افغانستان په شمال، شرق، غرب او یا جنوب کې کومه ستونزه پېښه شي، نو وایي (جنوبی یا شمالی افغانستان مین یه هوا)) داسې ولې نه وايي، چې (افغانستان کې جنوب یا شمال مین یه هوا) کله چې په غرب کې د (ِDivided Afghanistan) خبره د کوم سناتور له خولې راووځي، دلته فوراً همدا خولې ورسره وازې شي.

    ۷. نوموړی یو مریض استدلال کوي او وایي، چې (افغان) په اصل کې (اوغان) دی. په داسې حال کې چې (اوغان) د (افغان) کلمې محاوروي بڼه ده چې ډېری بېسواده وګړي او په عامه لهجه (Colloquial Language) کې یې ځینې دري ژبې تلفظ کوي. لکه (او) د (آب) پر ځای، یا فارسیوانانو ته په عامه لهجه کې پاړسیوان یا دیګان ویل محاوروي بڼه ده. یا په دري ژبه کې وايي (مه چیم) چې د (مه چه خبر هستم) محاوروي بڼه ده.


    ځینې داسې وایي، چې د افغانستان او افغان نوم د لوی احمدشاه بابا له وخت څخه پیل شوېدی. هلته هم په دُراني او غلجي اطلاق کوي. البته د تاريخي لاسوندونو له مخې افغانستان تقريباً ۷٠٠ کاله د احمدشاه بابا نه وړاندې هم موجود ؤ، خو ساحه یې کله لویه، کله وړه وه. د هسک ویبپاڼې ځینو تاریخي حقیقتونو ته په اشاره، ښاغلى کاکړ ليکي: د افغان کلمه د سانسګرت د Asva- Ghana د دوو کلمو نه اخېستل شوېده، چې لومړی د آس او دويم یې د سوار کوونکي په معنا ده يعنې آس سواران.

    محترم حبيب الله تږى د هرات د تاريخ نامې(٧١٨-٧٢١) په حواله چې سيفي هروي ليکلی، ليکي: داسې ښکاري چې په ١٤ ميلادي پېړۍ کې د افغانستان غير پښتانه خلکو ته هم د افغان کلمه استعمالېده.

    ښاغلى حبيبي ليکي، چې د ساساني پاچا لومړی شاهپور په کتيبه کې چې په ٢٦٠ ميلادي او ٢٧٣ ميلادي کلونو کې په پارسي او يوناني ژبې ليکل شوي په هغې کې ګونديفرا ابګان کلمه شته چې مؤرخين دغه ابګان همدغه د نن ورځې افغان بولي. ويل کېږي د دريم شاهپور په(٣٠٩-٣٧٩) په لقب کې هم د آپه ګان کلمه لېدل کېږي.

    د هندي منجم بريهت سميت Brihat Samhita (٥٠٥-٥٨٧) چې د شپږمې په اوايلو کې د ورانهاميرا Varanhamiraله خوا ليکل شوې د اواګانه Avagana ذکر دوه ځلي کړى چې مؤرخين دغه د اواګانه کلمه همدا د نن ورځې افغان بولي.

    علامه سید جمال الدین افغان په خپله رساله (تتمه البیان فی تاریخ الافغان)) کې لیکي: افغانان ۵۸۴ قبل المیلاد موجود ول او د افغان او افغانستان کلمه د حدودالعالم په کتاب کې هم ذکر شوېده.

    ۸. ډېری دا ډول کسان، لساني او ژبني مسایلو ته وروسته له هغه چې روسانو په افغانستان د ببرک کارمل په نصب کولو یرغل وکړ، لمن وهل پیل کړل. حتی تر دې پورې چې خپله طرفداره کمونیستي ډله یې هم په ژبني څانګو یعنې خلق او پرچم ووېشله.

    دا ډول موضوعات ډېری د هغو افغانانو، ایرانیانو او ایران پلوه افغانانو له خوا را پورته شوي، یا غلط ژباړل شوېدي چې تفرقه بنداز، حکومت کن. د همدغو اشخاصو د غلطو مشورو او لیکنو په نتیجه کې یې افغانان د روس او امریکې د رقابتونو او سیاستونو قرباني کړل. موږ نه پوهېږو چې لا ترڅو به مو د نورو کومو قدرتونو د سیاستونو حلاله کړي!! ملي افغانان به هېڅکله د قوم او ژبې پر بنسټ نه سیاست وکړي او نه به ژبه او قوم د سیاست وسیله وګرځوي. هر ډول تبعیض که پښتون او یا غیر پښتون یې کوي او د افغانستان او افغان له حقوقي حیثیت څخه منکر وي، هغوی د پردیو غلامان دي او پر افغانستان پورې اړه نلري.

    د پورته توضیحاتو څخه وروسته زما باور دادی چې په ټول افغانستان کې به دا ډول کسان چې د (افغانستان) او (افغان) له نوم سره شخصي او رواني ستونزه لري، له ۱۰ یا نهایت ۲۰ کسه څخه زیات نه وي. هغوی یې هم ډېرو ژوند په نورو هېوادونو کې تېر کړېدی او له خپل فرهنګ او کلتور څخه بېګانه شوېدي او د شخصیت له بحران (Personality Crisis) سره مخ دي. په دغو لسو او شلو کسانو افغانستان نه ورانېږي، دوی د هغو ګاوڼډیو هېوادونو ته چې کېدای شي ورته تابعیت هم ورکړي، له قومي او نژادي پلوه ورسره جوړ هم وي، ولاړ شي نو هم به د دوی د شخصیتي بحران ستونزه حل او هم به یې افغانستان له جنجاله خلاص وي. په افغانستان کې د خیرات له ژوند څخه خو دا ډېره غوره ده چې خپل اصل ته رجوع وکړي او نور دلته د خپلې ملنګۍ او جدايۍ د درد ټس له نورو افغانانو ونه باسي.

    tandملنګه دوه ګټې دې وکړې

    یو دې خیر ټول کړ، بل دې وکړل دیدنونه
Working...
X