Announcement

Collapse
No announcement yet.

په شعرکې موسيقي انځورونه / ليكوال شرر ساپى

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • په شعرکې موسيقي انځورونه / ليكوال شرر ساپى



    په شعرکې موسيقي انځورونه / ليكوال شرر ساپى

    | شنبه, 06.04.2013, 09:46 PM | (139 لیدل شوی)


    شعر د خپلې ښکلا په ساتلو کې په ډېرو توکو تکياکړې؛ چې يو د هغه توکو څخه موسيقي انځورونه دي، چې په شعر کې پراخه ابعاد لري، او کره کتونکې ورته ځېر شوي دي، د کره کتونکو په نزد شعر په عموم کې په څلورو شيانو ولاړ دی:
    ۱ـ عاطفه
    ۲ـ خيال
    ۳ـ ژبه
    ۴ـ موسيقي
    ۵ـ شکل

    په يوه ادبي اثر کې به ډېر خواږه پراته وي چې کېدای شي تر اوسه هم کره کتونکي په دې نه وي بريالي شوي چې دغه خواږه په ډاګه کړي، او دا هم د ادبي فنونو يوه ځانګړنه ده.

    موسيقي او له هغې رازېږېدلی خوند يوه فطري شی دی، او دا په دې مانا دی چې د شعر سرچينه روح او د شاعر غريزه ده، ارسطو وايې: (( د شعر او نورو ښکلو هنرونو ترمنځ مشترک عامل محاکات دي؛ د شاعر، مصور، موسيقار او بت تراش په ذهن کې د يو شي تصور پيدا کيږي چې غواړي په ملموسه بڼه يې وړاندې کړي څو ترې خپله هم خوند واخلي او نور ترې هم خوند واخلي خو د محاکاتو هنرونه په خپلو کې د موضوع، مادې او يا هم د محاکاتو د اسلوب او طرېقې له مخې اختلاف لري))


    نو په همدې اساس د محاکاتي هنرونو ترمنځ اختلاف په ماده کې دی، په شعر کې کارو ل شوې ماده منطوق(ويل شوي) کلمات دي چې ځانګړی اهنګ لري، او موږ په اسانۍ کولی شو چې اهنګ د نړۍ په هره زاويه کې مشاهده کړو، د اسونو د پښو په ټکا، د تسپو په اړولو او د خپل زړه په درزا کې يې موندلی شو، خو زموږ د بحث موضوع شعري موسیقي ده، معاصرو کره کتونکو شعري موسيقي په څلور ډوله ويشلې ده.


    خارجي موسيقي، جانبي موسيقي، داخلي موسيقي او معنوي موسيقي.


    خارجي موسيقي تر ډېره په شعري بحرونو ولاړه ده، که څه هم په پښتو ژبه باندې د عربي عروض دومره نه پلي کيږي، خو بيا هم موږ کولی شو چې د اوږد او لنډ بحر ترمنځ توپير وکړو، په عموم کې لنډ بحرونه د اوږدو بحرونو په نسبت شرنګېدلې موسيقي لري،کټ مټ د سېند څپو ته ورته وي چې لامبوزن ترې خوند اخلي، خو که لامبوزن نه وي بيا ورته همدغه څپې بلا ښکاري، اوږده بحرونه بيا تر ډېره په جانبي، داخلي او معنوي موسيقۍ ولاړ دي، او دا د شاعر په هنري تجربې او په شعر کې د اوږد لاس په لرلو تر سره کېدلای شي.


    د پښتو ژبې معاصر شاعر پيرمحمد کاروان وايې:


    وطن د اور په سيند کې لامبي زلمي جنګ خوړلي
    د کابل جان د نجونو مړي هم نهنګ خوړلي
    غچ د شهيدې ليلا واخله منجور مجنونه
    د ګور چېنجيو ترې ځونډي ځونډي لونګ خوړلي


    د کاروان صيب دغه پورتنی غزل په اوږد بحر کې ويل شوی دی، که څه هم د کاروان په شعر کې موسيقي انځورونه تر بل هر شاعر غښتلي دي، خو بيا هم دغه غزل د هغه له يو بل غزل سره پرتله کوو چې په لنډ بحر کې يې ويلی دی:


    سيپارو کې د ګل
    بلبلان بلبلان
    وايې تل دې ودان
    دا وطن د افغان
    او يا هم دا چې:
    ښکار کوه چې کار دې دی
    وله مې چې وار دې دی
    ...............................

    ورک د غره کاروان په کې
    لوټ کوه چې ښار دې دی
    په اوږد بحر کې د د رحمن بابا دا غزل چې وايي:
    چې مې مينه خدای په تا باندې پيدا کړه
    ترکه ما په هغه ورځ خپله رضا کړه
    .............
    او بل ځای وايې:


    په ليمو کې مې مدام
    عکس ګرځي د ګلفام
    تور د سترګو مې ګلګون شو
    په ارزو د ګل اندام


    که څه هم په پورتني لنډ بحرونو کې جانبي موسيقي هم نشته، او په لومړي غزل کې د همس توري ډېر راغلي يا به بله وينا داخلي موسيقي په کې هم غښتلې ده، خو د بحر په حساب يې تر دوهمې غزلې موسيقي کمزورې ده.


    کله ناکله موږ ګورو چې د اوږده بحر غزل کې د لنډ بحر نه موسيقي شرنګيدلي وي، موږ يې عمومي قاعده ځکه نه شو اخيستلی، کېدای شي چې په اوږد بحر کې جانبي، داخلي او معنوي موسيقي همغاړې شوي وي. او طبعي ده چې يود درې په وړاندې کمزوری دی.


    جانبي موسيقي:


    لکه څنګه چې يې له نوم څخه په ډاګه کيږي، د شعر په يوه څنګ کې راځي، پښتو, فارسي او اردو شعرونه له عربي شعرونو څخه د جانبي موسيقۍ په برخه کې دغه يو امتياز لري چې د قافيې سربېره رديف هم لري، رديف له قافيې وروسته راځي او تکراريږي، تکرار په خپله موسيقي ده، خو چې د الفاظو په انتخاب کې ځېرنه شوي وي، د هميش له پاره رديف داسې کلېمې ټاکل کيږي چې اسانې او خوږې وي.


    د قافيې موسيقي هغه مهال نوره هم پسې شرنګېدلې شي چې د مضمون په خدمت کې ودريږي, د تورو او حرکتونو ترمنځ يې تشابه موجوده وي او له مضمون سره يې معنوي تړون غښتلی وي، څو د اوريدونکي او لوستوال زړه ته ننوځي او عاطفي اړخ يې راوپاروي.


    بيروني وايې: (( انساني نفس هر هغه شي ته لېوالتيا ښايي چې ترمنځ يې نظم او تناسب موجود وي، او له هر هغه شي نه مخ اړوي چې مبتذل او شيندل شوی وي)).


    د عربي ژبي يو صوفي شاعر بوصيري په خپله مشهوره قصيده کې وايې:


    فا الدر يزادد حسنا وهو منتظم
    وليس ينقص قدرا غير منتظم


    که مرغلرې اميل شي نو ښکلا يې زياتيږي، خو که خورې ورې پرتې وي نو بيا هم خپل ارزښت لري. او شعر په ارزښتونو خبرې نه کوي، شعر ارزښتونه، نه بلکې ښکلا جوړوي، او ښکلا ته انسانسي نفس ډېر لېواله وي. که کلمات خورې ورې مرغلرې فرض کړو، نو شعر يې هغه وريښمين تار دی چې تنظيموي يې، او ترمنځ يې تناسب ساتي، او دا هغه څه دي چې ښکلا زيږوي.


    او که د شعر د اجزاو ترمنځ اړيکه هر څومره منظمه او محکمه وي نو هغومره ورته لېوالتيا ډېريږي، او که د دې پر عکس وي نو ليوالتيا په کې کميږي، قافيه د شعر په دغه نظم کې خورا مهمه ونډه لري، ځکه چې په همدې باندې د هر بيت موسيقي ويده کيږي،او دا د بيت د موسيقۍ هغه وروستۍ اهنګ دی چې په زړه کې د بيا اوريدو تلوسه راژوندۍ کوي.


    کاروان صيب وايي:


    راشه د رحمت بارانه ښار اخيستی اور دی
    ژوند لکه د کلي د چينار اخيستی اور دی


    تاسې په دغه بيت کې وګورئ چې د قافيې موسيقي تر نورو کليمو خوږه او شرنګېدلې ده، رديف يې"اخيستی اور دی" چې د رديف او قافيې ترمنځ قوې اړيکه رامنځته شوې ده، او بيا د نورو کليماتو او د قافيې ترمنځ اړيکه هم غښتلې ده،او دغه هنر يوازې د مخکښو او نوښتګرو شاعرانو پلوي کوي،په پورتني بيت کې دغه نظم او اړيکی په ټوليزه يوه خوندوره موسيقي رامنځ ته کړې ده.


    داخلي موسيقي:


    په شعر کې داخلي موسيقي د تورو په مواصفاتو او د ترکيبونو په اهنګين جوړښت پورې تړلې ده،که شاعر په مهارت باندې دغه کليمات او ترکيبونه وکاروي، نو د لوستوال او اوريدونکي احساس ته کوزيږي او ژوره اغيزه پرې شيندي، داخلي موسيقي په لفظقي ښکلا پورې تړاو پيدا کوي، خو په دې شرط چې د تکلف او تصنع نه خالي وي.


    همدا لامل دی چې کله موږ يوه شعرې ټوټه بلې ژبې ته ژباړو، نو هغه خوند او رنګ يې نه پاتې کيږي ځکه چې داخلي موسيقي نه ژباړل کيږي.


    راځې چې دې بيت ته لږ تم شو:


    ګلاب، ګلاب لېمې رانه په سرو وينو کې وړې
    مېرات شئ، ځوانيمرګ شئ، مړ شئ جنګه ځوانيمرګه


    په پورتني بيت کې لفظي او معنوي تکرار بيت ته يوه ځانګړې موسيقي ورکړې ده، لفظي تکرار ( ګلاب، ګلاب ) او معنوي تکرار ( ميرات شئ، ځوانيمرګ شئ ، مړ شې ... ځوانيمرګه).


    که دغه مفهوم موږ پرځای پريږدو او لفظونه ورته بدل کړو، نو شعري خوند او ښکلا به د لاسه ورکړي.


    حمزه بابا وايې:


    يو شور يې د شهرت و چې شوم پيښ په پېښور
    حمزه مې په خاموشه هدېرو کې لټوه


    په پورتني بيت کې د جناس سر بېره د تفشي توری (ش)څلور ځله تکرار شوی چې په زړه پورې موسيقي يې زيږولې ده.


    همدارنګه کاروان صيب وايې:


    هغه لشې، لشې باڼه د اشنا نشته نشته
    د مرګي ژرندې ومرې ډېر دې غنمرنګ خوړلي
    په پورتني بيت کې تکرار ډېره خوږه موسيقي زيږولې ده.
    راځئ چې د همدغه غزل مطلع ورسره پرتله کړو:
    وطن د اور په سيند کې لامبي زلمي جنګ خوړلي
    د کابل جان د نجونو مړي هم نهنګ خوړلي


    تاسې که مطلع او دغه بيت له ځان سره تکرار کړئ، درته به جوته شي چې له مطلع نه په بيت کې موسيقي شرنګېدلې ده، او دغه موسيقي ټوله د معنی په خدمت کې ده، معنی او موسيقي سره غاړه غړۍ شوي دي او په زړه پورې ښکلا يې پنځولې ده.


    که چېرته موږ د دغه بيت لفظونه بدل کړو او منځپانګه يې په ځای پرېږدو، دغه خوند او لذت نه راکوي، مثلا که ووايو:


    هغه ښايسته اوږده باڼه د اشنا نشته دی اوس
    د مرګي ژرندې ومرې ډېر دې غنمرنګ خوړلي


    دلته موږ منځپانګې ته تغير ورنه کړ، خو د تکرار لفظونه مو په نورو لفظونو واوړل، يا په بله وينا، داخلي موسيقي مو ړنګه کړه او مفهوم مو پر ځای پريښود، خو اوس هغه خوند او شرنګ نه لري، نو بې له شکه موسيقي د شعر اساسي توکی دی، خو دا هر څه د شاعر په مهارت پورې تړاو لري چې دغه داخلي موسيقي څنګه څنګ په څنګ ږدي.


    معنوي موسيقي:


    ياده مو کړه چې د لفظي صنايعو په نتيجه کې خوږه موسيقي زيږي، نو په معنوي ښکلا کې معنوي موسيقي پرته ده او دا هم د شاعر په مهارت او د هنر په ځواک پورې تړلې ده، حمزه بابا وايې:
    وروځې، لېمې، زلفې باڼه پښتانه
    څنګه يو ځای شول پښتانه، پښتانه


    په پورته بيت د مراعه النظېر صنعت کارول شوی دی. په بديعي اصطلاح کې کله چې شاعر په خپله شعر کې داسې کلمې راوړي، چې ترمنځ يې تناسب او نيږدې والي موجود وي، مراعه النظير يې بولي. په پورتني بيت کې وروځې، لېمې، زلفې او باڼه يو له بل سره تناسب او نيږدې والی لري، او يوه ځانګړې موسيقي يې جوړه کړې ده، چې معنوي موسيقي ورته وايې.


    طباق او تضاد هم معنوي موسيقي رامنځ ته کوي، ديوې قوي کلمې راوړل د هغې ضد په ذهن کې معکوسوي او متنبي وايې د ضد ښکلا ضد څرګندوي، او دا په د کلماتود منفي تناسب يو ډول دی، منفي ورته ځکه وايي چې په ذهن کې د يو شي د تصور سره د هغه ضد متصور کيږي ، د دوزخ په اوريدو د جنت کلمه په ذهن کې انځوريږي.


    حمزه بابا وايي:


    ته راته سبا سبا کوه زه به بيګاه کړم
    پرېږده چې لوزونه د د روغو دې رښتيا کړم


    په پورتني بيت کې "سبا" او "بيګاه" دوه متضادې کلېمې دي چې د يوې په اورېدلو بله په ذهن کې متصور کيږي او همدغو کلمو موسيقي هم رامنځ ته کړې ده چې معنوي موسيقي يې بولي. يا هم د حمزه بابا په لاندې بيت کې د ايجابي او سلبي تضاد نمونه راوړو.


    تا چې سبا وکه سبا نه راځي
    راشي په هر چا خو په ما نه راځي


    په لومړي بيت کې (تا چې سبا وکه ) ( سبا نه راځي) همدا رنګه (راشي) او (نه راځي) ترمنځ تضاد موجود دی.


    او همدغه تضاد خوږه او ځانګړې موسيقي رامنځ ته کړې ده. دهمدغه غزل په مقطع کې وايي:


    عشق دی لکه وخت اوسه حمزه په کې
    تل وي په تګ بېرته په شا نه راځي


    په پورتني بيت کې موسيقي ډېره خوندوره ده، بېخې داسې ده لکه رباب، منګۍ، او باجه چې سره همغاړې موسيقي رامنځ ته کړي، کټ مټ د سمندر څپو ته ورته موسيقي لري، چې کله پرې کيښتۍ او يا هم لامبوزن تيريږي، نو يو ډول خوند ترې اخلي.


    په شعر کې موسيقي د شعر روح دی، او هيڅکله هم کوم شعر له موسيقۍ څخه خالي نه وي، خو کله چې هم کوم شعر د موسيقۍ له نعمته بې برخې وي، بيا يې خوند او مزه له منځه ځي، که موږ او تاسې د الفت صيب شعرونه وګورو د معنا او يا هم د استاذ شپون په وينا له منځپانګې ښه مالامل دي، خو موسيقيت نه لري، نو ځکه يې د شعر نه نثر راباندې ښه لګيږي، د استاذ شپون صيب نثر هم د پيښوريانو په اصطلاح حد کوي، خو شعر يې بيا د نثر په پرتله خوندور ځکه نه دی چې موسيقيت يې کمزوری دی.

    د کاروان او درويش دراني په شعرونو کې ماته همدغه توپير ښکاري، دواړه د دې عصر د پښتو مخکښ شاعران او د يو لاس ګوتې دي خو د شعري موسيقۍ په برخه کې يو له بل نه توپير لري، او د همدغې موسيقۍ له لارې موږ يو له بله جلا کولی شو.
    شرر ساپى جلال اباد روغتونtand

Working...
X