Announcement

Collapse
No announcement yet.

په افغانستان کې د پښتو ژبې فرهنګي اصالت/ لی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • په افغانستان کې د پښتو ژبې فرهنګي اصالت/ لی



    په افغانستان کې د پښتو ژبې فرهنګي اصالت/ لیکوال: ډاکتر حلیم تنویر

    | سې شنبه, 26.03.2013, 02:23 PM | (376 لیدل شوی)


    ژباړن: عصمت خان (بلخ)
    افغانستان د لرغوني فرهنګي تاريخ په لرلو د فرهنګونو او ژبو په پياوړتيا کې چې له اوستايي ژبې راپاتي دي، مهم رول لوبوي. همداراز دغه هېواد نړۍ د ادبياتو په تاريخ کې نېغه اړيکه لري. د نړۍ د ژبپوهانو د څېړنو په اساس پښتو د اريانا له پخوانيو او تاريخي ژبو څخه ده، چې له سانسکريټ، پهلوي او دري ژبو سره زيات ورته والی لري. هغه وخت چې اريايي قومونو له خپل پلرني ټاټوبي (اريانا ويجه) او بلخ (بخدي) څخه د جنوب (هند) او لــوېديځ (ايران او اروپا) په لور کډې وکړې؛ نو د همدې قومونو پاتې يوې برخې د هريرود او هلمند سيند په اوږدو او د سپين غر په لمنو کې واړول؛ په سيمه کې يې خپلو څارويو ته څړځايونه جوړ کړل او له د اقتصادي پلوه ځان بسايه شول. هغو کډوالو چې ايران ته يې مخه کړې وه، هلته په اوسېدو يې سانسکرېټ ژبې ته د لرغونې فرس او پهلوۍ ژبې په شکل ګړدود او ليکدود ورکړ، چې اوس هم په کې د اصلي اوستايي ژبې، پښتو، دري او سغدي لهجو نښې نښانې ليدل کېږي. هغه برخه اريايان چې د هندوکش په لمنو کې پاتي شوي و، د هغوی ژبې هم بدلون وموند؛ شمال لوري ته يې دري ژبه پخه شوه او نورې لهجې يې له ځانه راونغاړلې، بل خوا د هندوکش غرونو په جنوبي اړخ کې، غور او سپين غر کې پښتو ژبې د اريايي ژبې د يوه ښاخ شکل ونيو. پښتو له دري، پهلوي، سانسکرېټ او آن له اردو ژبې سره ورته والی لري، چې دا ټولې ژبې د هماغې اصلي اوستايي ژبې زېږندنې دي؛ خو پښتو او دري دوه لرغونې اريايي او له اوستايي ژبې بشپړې شوې ژبي دي. فرانسوی ختيځ پېژندونکی، جېمز ډار مسټټر کاږي: "پښتو د اوستايي ژبې يوه له راپاتي شويو ژبو څخه ده په کومې چې د زردشتيانو مقدس کتاب کښل شوی دی" د جېمز ډار مسټټر د څېړنو پر بنسټ که چېرې د زردشتيانو مقدس کتاب په پښتو کښل شوی وي؛ نو په نورو ژبو کې په ښکاره د پښتو ژبې اثرات موندلی شو. همدا ډول د نورو ژبو په ډبرليکونو او نسخو کې د پښتو ژبې نښې نښانې کتلی شو.

    ډاکټر براون په خپل کتاب (د ادبياتو تاريخ) کښې ليکي: پښتو ظاهرأ د پشتون يا پختون له کلمې څخه اخيستل شوې چې د يوې اريايي قبيلې نوم دی. اصل کې دا ژبه د هند او اروپايي ژبو په کتار کې راځي او د لرغونو اريايي ژبو لکه اوستايي او سانسکرېټ سره خپلوي لري. له اسلامه د مخه د پښتو ژبې ادبي اثار په لاس کې نشته او له اسلامه را وروسته د پښتو ژبې لرغونی شاعر امير کروړ د امير فولاد زوی او د شنسب لمسی دی، د امير په اړه شرحه د شيخ کټه په کتاب (لرغوني پښتانه) کې راغلې ده. او دا يادونه د محمد بن علي بستي له کتاب (تاريخ سوري) څخه شوې ده. همداراز د محمد بن داود خان هوتک په کښل شوي کتاب (پټه خزانه) چې په کال ۱۱۴۲ق – ۱۱۰۸ش – ۱۷۲۹م کې ثبت شوی دی، د امير کروړ شعر د پښتو ژبې تر ټولو لرغونې منظومې ټوټې په عنوان راغلی دی.

    زه يم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته

    په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته

    بل په زابل نسته له ما اتل نسته

    غشی دمن مي ځي برېښنا پر مير څمنو باندې

    په ژوبله يو نم يرغالم پر تښتېدونو باندې

    په ما تېدونو باند له ما اتل نسته

    زما د بربو پر خول تا وېږي هسک په نمنځ اوپه وياړ

    د آس له سوو مي مځکه ريږدي غرونه کاندم لټار

    کړم اېوادونه اوجاړ له ما اتل نسته

    زما د تورې تر شپول لاندې دی هرات و جروم

    غرج و باميان و تخار بولي نوم زما په اودوم

    زه پېژندوی يم په روم له ما اتل نسته

    پر مرو زما غشي لوني ډاري دښن را څخه

    د هريوا لرود پر څنډو ځم تښتي پلن را څخه

    رپي زړن را څخه له ما اتل نسته

    د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه

    په بادا ري مې لوړاوی د کول د سور وکړه

    ستر مې تربور وکړه له ما اتل نسته

    خپلو وګړو لره لور پيرزو ينه کوم

    دوی په ډاډينه ښه پامم ښه يې روزنه کوم

    تل يې ودنه کوم له ما اتل نسته

    پر لويو غرو مې وينا درومي نه په ځنډو په ټال

    نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دريځ ستايوال

    په ورځو شپو مياشتو او کال له ما اتل نسته

    لويي دوپري هم د شرقي ژبو په بحث کې، پښتو او دري ژبې په افغانستان کې د هند او اروپايي ژبو د کورنۍ غړې بولي، چې په درې برخو، شرقي، غربي او اوستايي راغلي، بلوچي، پښتو او دري ژبې وروسته رامنځته شوي دی. د هندي او اوستايي ژبو شاخې لکه بنګالي، پنجابي، اردو او دري يې په هند کې وپاللې، د دغو ژبو له ډلې يوه هم د کافرۍ ژبه (نورستاني) ده، چې لرغونوالی يې د اوستا د دورې ليکوالۍ ته رسيږي او په جلا شاخه کې تصنيف بندي شوې ده. نورستانۍ ژبه د افغانستان له محلي ژبو څخه شمېرل کېږي.

    په افغانستان کې د پښتو او دري له دوو مشهورو ژبو علاوه، په نورو ژبو لکه ازبکي، پراچي، بلوچي، نورستاني او هندي هم خبري کېږي. په داسې حال کې چې يوازي د دري ژبې لهجې په ګڼو شاخو وېشل شوې دي. د هغو له ډلې د تخارۍ، طبرستانۍ، هراتۍ، ايماقۍ، اندرابۍ، پنجشيرۍ، بدخشۍ، زابلۍ او داسې نورو يادونه وکړو. تر دې چې اغېزې يې پر پهلوۍ فارسي ژبې هم پرېښودي دي.

    پښتو ژبې په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو لهجو وده وکړه، هره سيمه له بېلې او ځانګړې لهجې سره، خپله پښتو لري. د بيلګې په توګه، کندهارۍ پښتو،خوستۍ لهجه - د جنوبي خلکو، پکتيا او پکتيکا د خلکو ژبه ده او ننګرهارۍ لهجه- ډيری د افغانستان د ختيځو سيمو وګړي پرې خبرې کوي او د کندهارۍ پښتو سره په تعادل کې ده. همداراز پېښورۍ لهجه چې په صوبه سرحد کې پرې خبرې کېږي او اوس د انګريزۍ ژبې کلمو په ګډون يې شکل بدل شوی دی.

    د پښتو ژبې لرغونوالی يې له دريو تر پنځو کلونو مخکې له ميلاده اټکل کړی او د دغې ژبې ډېر اثار د ساساني شاهانو په ډبرليکونو کې تر سترګو کېږي. د پښتو کليمه د (پښت) يا (پکت) د قبيلې له نوم سره نېغه اړيکه لري. په (ويدا) کتاب کې (پکت) له لسو مهمو اريايي قبيليو څخه يوه ګڼل کېږي.

    په کال ۴۸۴م مشهور يوناني مؤرخ هيرودت، پښتانه د (پکتيس) يا (پکتو يس) او سيمه يې د (پکتيا په نامه ياده کړې ده او په لرغوني ادب کې پښتو د (پښتنخا) په نامه هم ياده شوې ده.

    د پښتو او دري د ورته والي لامل:

    که زمانې ته ورشو او يا د ژبې اصلي سرچينو ته مخ ور واړوو، ځيني ځانګړي خصوصيات په دواړو ژبو کې ليدلای شو چې د ژبپوهنې تخصصي موشګافي، په دغه برخه کې لږ تر سترګو کېږي؛ خو په لنډه توګه ويلای شو، چې ډېرې داسې کلمې شته چې له يو بل سره ډېر ورته والی لري. لاندې ځيني کلمې د بيلګې په توګه د هغوي له دري مانا سره ولولئ:

    خور (خواهر) ، پلار (پدر) ، مور (مادر)، ورور (برادر) ، ترخه (تلخ) ، ور (در يا دروازه)، خوب (خواب) ، زما (از من)، کال (سال)، سوری (سوراخ) ، شپه (شب) ، ورځ (روز)، نشته (نيست) ، ته (تو)، اوبه (آب)، دروغجن (دروغګو) او داسې نور..

    همداراز د فعلونو مصدرونه د پښتو او دري ژبو تر مينځ ورته والی لري، په ځانګړې توګه لانديني وروستاړي دواړه مصدرونه لرې کوي او د کلمې ريښه له يو بل سره مطابقت کوي. د بېلګې په توګه: سوځېدل (سوختن) که د (يدل) وروستاړی په پښتو کې يا د (تن) وروستاړی په دري کې له مينځه يوسو، د سوز او سوخت کلمې پرته له کوم مانيز توپير څخه په يوه مانا پاتې کېږي. همدا ډول نور مصدرونه لکه: شرمېدل (شرميدن) ، کول (کردن) ، او داسې نور.

    ځيني ژبپوهان د دري ژبې اثر په پښتو ژبه زيات ګڼي او په بلوچي، نورستاني، اردو، سندهي او ګڼو نورو محلي لهجو کې هم د دري ژبې کلمات په جزيي تغيير کارول کېږي.
    د پښتو ژبې د نه وسعت او د نه پراختيا يو عمده علت په خپله پښتنې قبيلې وې، چې د هندوکش، بابا غرونو په جنوب او د سپين غره په لمنو کې تر سيستانه تيت پراته او له يووالي چې د ژبې او فرهنګي يووالي په پرمختيا ژور اثر لري، لرې پاتې شول. او دويم دليل هم د دري ژبې نفوذ و. دري د شاهانو د دربار ژبه وه، په ډېرو فرامينو کې به ترې ګټه اخيستل کېده او په خپله پښتنو ليکوالانو هم په دري ليکل کول. د پښتو ژبې فرهنګي غنا پټه پاتې شوه او کوم اثار چې په دې ژبه کې موجود وو، د وخت په تېرېدو له منځه ولاړل. د پښتو ژبې په تاريخ کې تر ټولو لرغونی اثر پټه خزانه دی. همداراز د ملا درويزه له کتابونو څخه تذکره الابرار و الاشرار هم يادولی شو. که څه هم بايزيد روښان د لسمې پېړۍ په پيل کې د حالنامه خيرالبيان په نومونو کتابونه وکښل؛ خو د روښان د خوځښت ډېر فعاليت د افغانستان د مسخره کولو پر وړاندې مبارزه وه، تر څو خپله سيطره هنده ته وغځوي. پښتنو قبيلو په تېره يوسفزيو د دغه روحاني، تصوفي او مبارزاتي خوځښت مرسته کوله.
Working...
X