Announcement

Collapse
No announcement yet.

طبیعي رڼا سترګو ته ګټوره ده

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • طبیعي رڼا سترګو ته ګټوره ده

    طبیعي رڼا سترګو ته ګټوره ده

    | سې شنبه, 26.03.2013, 01:21 AM | (166 لیدل شوی)

    تاند- له یوې څېړنې سره سم که ماشومان له کوره دباندې په ازاده هوا کې زیات وخت تېر کړي، د سترګو نظر به یې د هغو کسانو په پرتله ښه وي چې ډېر وخت په خونه کې تېروي.

    په پرمختللیو هیوادونو کې ډېر خلک په تیاره اپارتمانونو کې اوسي او عموماً د ورځې په مخه هم ګروپ روښانوي.
    د انګلستان د کمبریج پوهنتون څېړونکو په دې برخه کې له اتو څېړنو وروسته وویل چې په اوونۍ کې یو ساعت زیات وخت له کوره دباندې په ازاده فضا کې د کوچنیانو پاتې کېدا د دوی د لېرې دید یا نظر د کمزورېدو خطر کموي.

    تر دې تحقیق مخکې په ځلونو ویل شوي و چې د هغو کسانو سترګې ژر کمزوري کېږي چې په تیاره ځایونو او په ځانګړي ډول زېرزمینیو کې ژوند کوي.

    د کمبریج پوهنتون څېړونکي وايي چې طبیعي رڼا(نه د ګروپ یا څراغ) او همداراز لېري ځایونو یا شیانو ته کتل د سترګو له نظر سره مرسته کوي.

    څېړونکو دا څېړنه په شاوخوا لس زره ماشومانو او زلمکو باندې کړې.

    په برتاتیا کې د یو یا دوو فیصدو تر اوو کالو کشرو ماشومانو د سترګو لېرې نظر کمزوری دی خو په یوشمېر اسیايي هیوادونو کې د اتیا فیصدو ماشومانو د لېري نظر کمزوری دیtand.
Working...
X