روغتیا
د شکري ناروغي ! - ډاكټرخدايداد تسل
| چهارشنبه, 20.03.2013, 11:59 PM | (314 لیدل شوی)
د شکري ناروغي يوه ميتابوليکي ناروغي ده چې په دې ناروغۍ کې د پانقراس د بيتا حجرات په کافي اندازه انسولين نه افراز کوی، کوم چې گلولوز په مصرف رسوي چې په نتيجه کې سويه د گلوکوز په وينه کې زياتېږی او په خالي بولو کي تظاهر کوي.
(رایه: 1)
Facebook Tweet Google + Digg
tand
تبصره
د شکري ناروغي ! - ډاكټرخدايداد تسل
| چهارشنبه, 20.03.2013, 11:59 PM | (314 لیدل شوی)
د شکري ناروغي يوه ميتابوليکي ناروغي ده چې په دې ناروغۍ کې د پانقراس د بيتا حجرات په کافي اندازه انسولين نه افراز کوی، کوم چې گلولوز په مصرف رسوي چې په نتيجه کې سويه د گلوکوز په وينه کې زياتېږی او په خالي بولو کي تظاهر کوي.ډولـــونه:
اول نوعه د شکري ناروغي : په دې نوعه کې انسولين هيڅ نه افرازېږی چې دغه ناروغي اکثراً په ځوانانو کې چه عمر يې له دېرشو کلونو څخه کم وي ډېره ليدل کېږی، د دغه ناروغانو وزن معمولاً کم وي.
دوهمه نوعه: په دې نوعه کې د انسولينو افراز کمېږی، د دې ناروغانو وزن زيات وي عمر يې معمولاً د دېرشو کلونو څخه زيات وي. دغه نوعه کېدای شي په غذايي رژيم . خوراکي دواگانو کنټرول شي.
نښي نښانې : په دوهمه نوعه کې کېدای شي تر ډېري مودې نښي نښانې و نه ليدل شی، لوږه، تنده، زياتي بولي د وزن کمېدل، ضعيفي، کسالت، ستړيا او په مېرمنو کې د تناسلي ناحيو خارش د شکري د نښو نښانو څخه دي.
د شکري د ناروغۍ معياري تشخيصيه نښي
1. د شکري نښي نښانې ورسره په مړه گېډه دويني گلوکوز ۲۰۰ملي گرامه پر ديسي ليتر او يا له ۲۰۰ملي گرام څخه زيات.
2. په خالي گېډه دويني گلوکوز ۱۲۶ملي گرامه پر ديسي ليتر يا له ۱۲۶ملي گرامه پر ديسي ليتر څخه زيات.
3. دوه ساعته وروسته ۷۵گرامه گلوکوز اخيستلو څخه دويني گلوکوز ۲۰۰ملي گرامه پر ديسي او يا له ۲۰۰ملي گرامه پر ديسی ليتر څخه زيات.
د خطر عوامل د شکري د ناروغۍ د دوهم نوعي لپاره !
1. کورنۍ تاريخچه.
2. زيات وزن.
3. عادتاً د فزيکي فعاليت کموالی.
4. لوړ فشار.
5. دويني غو**ړ.
6. د اميندوارۍ په وخت کې شکره او يا د څلورو کيلو څخه د زيات ماشوم زېږونه.
7. د رگونو د ناروغۍ تاريخچه.
8. په لوږه گېډه دويني د گلوکوز د ۱۰۰-۱۲۶ملي گرامه پر ديسي ليتر تر مينځ.
9. فوم نيژاد.
بېړني اختلاطات
بېړني اختلاطات
1. ديابتيک کيتو اسيدوز: په اول نوعه شکري ناروغۍ کې معمول دی، په دې اختلاط کې دويني د گلوکوز اندازه معمولاً د ۲۵۰-۶۰۰ملي گرامه پر ديسي ليتر وي انتانات، اميندواري، ناکافي انسولين اخيستل، د زړه د ماغ او محيطي او عيه اسکيمي دغه اختلاط ته زمينه مساعد کوي، د زړه بدوالی، کانگي، تنده، زياتي بولي، د گېډي درد او سالنډي کله چه ناروغ کي دغه نښي نښانې وليدل شي، ژرتر ژره دي روغتون ته مراجعه وکړي.
2. هايپرگلايسميک هايپر او سمولر ستيت : په دې اختلاط کې دويني گلوکوز اندازه معمولاً د ۴۰۰-۱۲۰۰ملي گرامه پرديسي ليتر وي، د دی اختلاط نښي د وزن کموالی، زياتي بولي، د خوړو لږ اخيستل، شعوري حالت خرابوالی، کوما، د فشار ټيټوالی او نور کله چه په ناروغ کې دغه نښي وليدل شي، ژر تر ژره دي روغتون ته مراجعه وکړي.
ځنډني اختلاطات
د سترگو ناروغي ( کترک يا د سترگو د پردې، مګولر اذيما، ريتينوپتي، گلوکوما)
د عصب ناروغي (حسی، حرکي، ارادي) د پښو شديد درد، کرختي، سوزش، د عضلاتو ضعيفي، حرکي ضعيفي، د گېډي درد، د سينې درد، د مثانې د تخليې مشکلات، جنسي مشکلات، د زړه ټکان د لاسونو لڼدوالی، د پښو وچوالی، ناڅاپي مرگ او... داسي نور.
د بډوډ ناروغي (د البومين ضايع کول، د بډوډو دوظيفې خرابوالی(
د رگونو ناروغي ( دزړه د شريانو ناروغي، د محيطي شريانو ناروغي، دماغي و عايي ناروغي(
د کلمو معدې ناروغي ( بې اشتهايي، زړه بدي، کانگي، نس ناستى، ژرمړېدل، په گېډه کې نفخ باد، قبضيت(
د جلد ناروغي ( زخم، د زخم ژر نه جوړېدل او... داسي نور.
ميکروبونه ( سينه بغل، د بولي سيستم انتانات، د جلد انتانات او ....نور.
(رایه: 1)
Facebook Tweet Google + Digg
tand
تبصره
