د بشر د حقونو په اړه لس اساسي پوښتنې
| دوشنبه, 18.03.2013, 04:50 PM | (139 لیدل شوی)
ژباړه، لنډوناو اوډنه : خوشال خلیلد بشر حقونه څه معنا ؟ د بشر له حقونو نه کوم کسان برخمن دی؟ د بشر حقونو څه ډول تکامل وکړ؟ هغه کومې مبارزې وي چې له امله یې د بشر حقونه ترلاسه شول؟ د بشر حقونه کوم کوم دي؟ بشري حقونو کوم کسان ددغه حقونو پر رعایت او پلي کولو ګمارلي دي؟ د بشر پر حقونو څه ډول څارنه کېږي؟ ايا د بشر حقونه په ټولو ځايونو کې د اعتبار وړ دي؟ ايا د بشر د حقونو تعريف هيڅکله نشي بدلیدای؟ ددې امکان شته چې د بشر پر حقونو محدوديت ولګول شي؟
بشري حقونه څه معنا ؟
د بشر حقونه د داسې حقوقو ټولګه ده چې هر انسانبايد يوازې او يوازې د انسانيت په خاطر ورنه برخمن وي. انسانان باید له دغو حقونو څخه د نړۍ په هر ځای کې په برابره توګه برخمن اوسي. ددغو حقونو موخه د انسان د شرافت او آزادۍ نه ملاتړ دی.
بشري حقونه د اخلاقي، سیاسي او حقوقي بحثونو په منځ کې مهم ځای لري، دغه بحثونه ډير پېچلي دي. موږ کولی شو دغه حقوق د اخلاقي دلايلو له ارزونې او استدلال وروسته د سیاسي پريکړو له لارې پر ((مثبتو)) حقونو بدل کړو. یعنې هغه حقوق چې د انسانانو له خوا جوړ شوي او د بدلیدو شونتیا په کې شته. په اوسنۍ یا معاصرې نړۍ کې دغه حقوق په بين المللي ميثاقونو کې لیکل شوي او تر ټولو مهمه داده چې د هيوادونو په اساسي قوانينو کې ورننويستل شوي دي. د دغه ميثاقونو یا تړونونو پر بنسټ انسانان ددغه حقونو درلودونکي دي او دولتونه دهغې د رعایت، ملاتړ او پلي کولو دنده لري.
د بشر له حقونو نه کوم کسان برخمن دی؟
د بشر حقونه د فرد پر خودمختارۍ راڅرخي، بایده ده چې ساتنه یې وشي. د همدغه اصل له مخې بشري حقونو ته معمولا د فردي حقوقو له زاويې کتل کېږي. د بېلګې په توګه د بشر د حقونو ټولو اسنادو کې به مو پر دغه عبارت سترګې ولګيږي (( هر انسان ددې حق لري...)) حتا کله چې هغه ميثاقونه ته وکتل شي، کوم چې د انساني ډلو او اقشارو لکه د ښځو او ماشومانو د انساني حقونو په اړه تصويب شوي ، بیا هم یو - یو ماشوم یا یوې - یوې ښځې ته په کې اشاره کېږي.
د دې په خوا کې داسې هڅې هم کېږي چې د ډلو او ځانګړو ټولنو حقوق هم په دغو بين المللي کنوانسیونونو کې راشي، څو د اقليتونو په ګډون ټول خلک تر ملاتړ لاندې ونيول شي. د قومونو د برخليک ټاکنې حق د همدغې ډله يزو حقونو يوه بېلګه ده، البته دا حق لا هم له پراخو بحثونو او جدل سره مخ دی.
بشر ي حقونو څه ډول تکامل وکړ؟
موږ کولی شو د بشر حقونه د فلسفي استدلال له مخې وړاندې کړو. دغه حقوق د اخلاقو اساسي حقوق راښيې. د بشر حقوق په اساسي قوانينو او د انساني حقونو په میثاقونو کې د مثبتو حقوقو په بڼه تضمینېږي/ضمانت یې کېږي. دغه حقوق د لومړي ځل له پاره په ۱۷۷۶کې د امريکا د متحدو ایالتونو د استقلال په اعلاميه او د امريکا د ځينو شمالي ايالتونو په اساسي قوانينو کې شامل شول. له هغې جملې په ۱۷۷۶کال کې د ويرجينيا ايالت د حقوقو منشور يادولی شو، له هغې وروسته په ۱۷۸۹کال کې د فرانسوي ښاريانو د حقوقو او بشري حقونو اعلامیه او ورپسې په ۱۷۹۱کال کې د امريکا د متحدو ايالتونو د حقونو منشور یادولی شو.د امريکا د متحدو ایالتونو منشور United States Bill of Rights لس بنده لري چې د امريکا له اساسي قانون سره الحاق یا نښلول شوی دی.ددغې نښلونو سره د فډرالي دولت قدرت محدوديږي او د متحدو ایالتونو د ښاريانو د حقونو ضمانت کوي.
په ۱۷۸۹کال کې هغه وخت چې د امريکا د متحدو ایالتونو اساسي قانون تصويبیده، د ويرجينیا په مشرۍ ايالتونه د امريکا د نوي جوړيدونکي دولت په اړه چې هسې نه د ښاريانو د بشر له حقونو نه سرغړونې وکړې انديښنه درلوده، هڅه او ټینګار یې وکړ چې اساسي قانون سره ددغې الحاقې توکو په مټ د ښاريانو فردي او ټولنيزې آزادۍ تضمين کړي. د اساسي قانون سره لومړنۍ لس نښلونې یا الحاقې چې د حقونو د منشور په نوم یاديږي، د توماس جفرسن د هڅو پايله وه، چې په هغه کې د ښاريانو د آزاديو او حقونو د تحقق په موخه د محکمې پر وړاندې د برابرۍ پر حق او د بيان، مطبوعاتو او غونډو جوړولو پر آزادۍ ټينګار شوی دی.
د بشر له حقونو نه د ملاتړ دغو بنسټيزو اسنادو په امريکا او اروپا کې د اساسي قوانينو په تکامل کې مهم نقش درلود، خو له هغې ډير وروسته د شلمې پيړۍ په اوږدو کې د بشر له حقونو نه د ملاتړ بين المللي تړونونه تدوين او تصويب شول.
په ۱۹۴۵کال کې د ملګرو ملتونو د منشور تصويبیدل د نړۍ په کچه د بشر له حقونو نه د ملاتړ پيل ګڼلی شو. د بشر د حقونو پيژندل او ملاتړ ددغه منشور د مهمو موخو په سر کې راځي. ددغو موخو د تحقق او خدمت له پاره یو لړ بين المللي تړونونه وشول. دغه تړونونه عبارت دي: په ۱۹۴۸کال کې د بشر د حقونو نړيواله اعلاميه، د مدني او سياسي حقونو نړيوال ميثاق او د اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي حقونو بين المللي ميثاق چې دا په ۱۹۶۶نه پيل او په ۱۹۷۷کې لازم الاجرا شو.
دغه تړونونه او منشورونه د بشر د حقونو د نړيوالو ميثاقونو او له هغې ور ها خو د ځانګړو تړونونو له پاره بنسټ ګڼل کېږي: لکه د شکنجې يا ربړونې د مخنيوي تړون، له ښځو، ماشومانو ، معلولانو او د ګرځنده کاريګرو نه د ملاتړ په موخه شوي تړونونه يادولی شو. سربیره پر دې، دغسې نور تکميلي تړونونه په سيمه يز کچه اروپا او امريکا کې وشول.
دغه بين المللي قوانین او تړونونه پر دې ته ورته ملي تړونونو اغيزمن تمام شوي دي. هغه اساسي قوانين چې نوي لیکل کېږي په ډير پراخ ډول د بشر حقوق په ځان کې رانغاړي. له بل لوري د بین المللي مجازاتو قوانينو هم پراخ شوي دي. چې په لاهه کې د بين المللي جرایمو دیوان چې د ژنيوسايډ یانسل وژنې، د بشريت پر ضد جنایتونو او جنګي جنایتونه تعقيبوي، نوم اخيستی شو.
هغه کومې مبارزې وي چې له امله یې بشري حقونه ترلاسه شول؟
په استدلال ولاړه هره هغه هڅه چې د بشر د حقونو د قانوني کېدو لامل شي په خپل ذات کې تاريخي ظلمونو ته د ځواب موندلو په معنا ده. د بېلګې په توګه د بشر د حقونو نړيواله اعلامیه، د هولوکاسټ تجربه او د نازيانو جنایتونه هغه څه و، چې دغه زمينه یې برابره کړه. د بشر د حقونو د اعلامیې لیکونکي د نازيانو له جنایتونو نه اغيزمن ول، غوښتل یې د بشر د حقونو اعلاميه په داسې بڼه وليکي چې له دې وروسته بشر دغسې ظلم او جنایت ونه ګوري، خو په دې کې د استعمار د دورې ظلمونو هم مهم نقش درلود.
ددغو هڅو له مخې ويلی شو چې د بشر حقوق دهغو ښځو او نرانو د هڅو او کوښښونو پايله ده چې د ظلم او هر ډول ستم نه د خلاصي له پاره لا هم مبارزه کوي،خو ددې ټکي یادول هم مهم دي چې د بشر د حقونو تکامل او پرمختګ د تل له پاره مستقیم او پر مخ نه درومي. که چيرې ددغو حقونو له پاره دوامداره مبارزه ونشي، شاته تګ يې هم امکان لري. ددغو حقونو د ساتلو او پراختيا له پاره باید دوامداره مبارزه وشي کنه ظلم بیا را ګرځيدونکی دی.
بشري حقونه کوم کوم دي؟
په عمومي توګه د بشر حقوق په درېيو نسلونو ويشل کېږي. د لومړي نسل په حقوقو کې کلاسیک مدني حقوق، سیاسي آزادۍ ګانې او په ټولنيزو چارو کې د ګډون حق راځي. لکه د ژوند حق، د شکنجې، مرييتوب او اجباري کار مخنيوی، فردي آزادۍ او امنیت، د فکر، دین، عقيدې آزادي او د غونډو جوړولو حق، دغه شان قضايي حقوق لکه د قانون پر وړاندې د ټولو يو شانوالی، د براات الزمه د بیګناهۍ او د عادلانه محکمې نه د برخمنېدا حق. په دې کې د مدني او سیاسي حقونو په اړه بین المللي او ملي حفاظتي سیستمونو د نورو حقونو په پرتله ډيره وده کړې ده.
د دویم نسل حقوقو په اړه بیا ډير غفلت شوی دی، په دې کې اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي حقوق شامل دي، لکه د کار حق او د کار پر مهال نور حقوق، د امنیت نه د برخمنېدو حق او د خوړو، استوګنځي، اوبو، روغتيا او زده کړو نه د برخمنېدو حق.
د ۱۹۹۰کال نه را وروسته ددغو قوانينو محتوا او شمولیت تر پخوا يو څه کره شوي دي. خو لا هم ددې اړتیا لیدل کېږي چې د دغو حقونو ملاتړیز او پلي کوونکي بنسټونه په ملي او بین المللي کچه غښتلي شي.
د درېیم نسل حقوق بیا نوي دي چې تر دې مهاله په بین المللي تړونونو او ميثاقونو کې نه دي ځای شوي. لکه د پراختیا، پرمختیا او سولې حق، یا هم د ژوند د سالم چاپيريال د لرلو حق.
بشري حقونو کوم کسان د دغه حقونو پر رعایت ګمارلي دي؟
ددغه حقونو د تحقق او پلي کولو اصلي دنده او مسوولیت د دولتونو پر غاړه دی. دولتي بنسټونه (پوليس، پوځ او نور) چې تر ډيره دوی خپله د بشر د حقونو ترپښو لاندې کوونکي دي، د قانون له مخې ددغه حقونو د ترپښو لاندې کولو حق نه لري. هغوی دنده لري چې د خپلو قانوني صلاحيتونو له مخې پر دغو حقونو د نورو له خوا د کېدونکي تيري مخه ونيسي. له دې ور ها خوا دوی دنده لري چې د مثبتو ګامونو د پورته کولو له لارې ددغو حقونو د پلي کولو شونتیا برابره کړي.
دلته مدني او سیاسي حقونه دفاعي حقوق دي او اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي حقوق بیا استحقاقي او مطالباتي يا غوښتونکو حقوقو کې شمېرل کېږي. د دغه دوه ډوله حقوقو ډول او د ملاتړ اندازه یې تل د دولتونو ترمنځ د بحث او جدل موضوع ده.
په دوديز ډول دولتونه معمولا د خپلو پولو په دننه کې مسوولیت لري. دلته مهم ټکی دا دی چې دولتونه تر کومې کچې د خپلو پولو دباندې په بین المللي کچه مسوول ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې هڅې رواني دي، څو بین المللي سازمانونه، خصوصي افراد او تر ټولو مهمه دا چې اقتصادي شرکتونه، دې ته اړباسي څو د بشر حقونه رعایت کړي.
دې ټکي ته هم باید پاملرنه وشي چې دولتونه خو د بشر د حقونو په برخه کې مسوولیت لري، خو که یو دولت کمزوری وي هغه بیانشي کولی په اغيزمن ډول د بشر له حقونو ملاتړ وکړي.
د بشري حقونو څه ډول څارنه کېږي؟
نړيوالې ټولنې تر دې مهاله یا تمایل نه درلود او یا یې هم زور نه رسیده چې د بشر له حقونو نه د اغيزمنو لارو چارو په وسيله په نړيواله کچه ملاتړ وکړي. د بشر د حقونو له پاره د ملګروملتونو د سازمان د عالي کمیشنري ۱۹۹۳، د بین الملي جرایمو محکمه ۱۹۹۸-۲۰۰۲، یا هم په ۲۰۰۶کال کې د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو شورا او دې ورته څارونکو بنسټونو له جوړیدو سره سره لا هم د بشر د حقونو له پاره دیوې نړيوالې محکمې جوړیدل له خیال نه پر واقعیت نه ده بدله شوې.
د دولتونو له خوا د بشر د حقونو د تړونونو لاسلیک هغوی له شکایت او تعقيب نه نشي ژغورلی. په دې ځای کې ستونزه داده چې د ملي حقوقو په خلاف، بشري حقونه نشي کېدای په بین المللي کچه د قانوني وسايلو د فشار له لارې اجرايي بڼه ومومي.
خو له دې سره سره هغه هیوادونه چې د بشر د حقونو نړيوال یا هم سیمه یز تړونونه لاسلیکوي، باید د خپلو فعالیتونو په اړه حساب ورکړي. په هر حال په عمل کې د بشر له حقونو بین المللي ملاتړ له دغو حقونو څخه د ملي ملاتړ نه لومړیتوب نه لري. په يو هيواد کې پر قانون ولاړه ولسواکه ټولنه او يوه ژوندۍ مدني ټولنه د بشر د حقونو د څارنې او ساتنې تر ټولو مهم ضامن ګڼل کېږي.
ايا بشري حقونه په ټولو ځايونو کې د اعتبار وړ دي؟
د بشر حقونه له دودونو او فرهنګي ځانګړتیاوو ورهاخوا د ټولو انسانانو له پاره د قوانینو بنسټ جوړوي. ټول انسانان په مساوي توګه له دغو حقونو برخمن دي.
د نړۍ په کچه ددغه حقونو د يو شانوالي بهېر، له اخلاقي پلوه داسې مساله ده چې هڅه کېږي د عمومي توجیه کوونکو دلايلو او د هیوادونو له قوانینو سره داسې حقوق تدوین شي چې ورسره همغاړيتوب وکړای شي، څو له دې لارې دغه حقوق په ټوله نړۍ کې پلي شي. د بشر د حقونو د نړيوال کېدو ستونزه په دې کې ده چې غربي قدرتونه ممکن دهمدغو حقونو په پلمه د خپلو ګټو په لټه کې شي، خو مهم ټکی دادی چې ددغه حقونو احقاق او د رعایت غوښتنه يې يوازې د غرب نه ده. بلکې له ستم، زبېښاک او له بيړنيو شرايطو سره په مبارزې کې ممکن داخلې تمایلات تر ټولو جوت نقش ولري، چې سيمه يز سازمانونه او ناستې يې ښايي په حلولو وتوانيږي.
ايا بشري حقونو تعريف هيڅکله هم نشي بدلیدای؟
د بشر د حقونو داسې ټولګه نشته چې د تل له پاره دې اعتبار ولري، د بشر حقونه د تاريخ محصول دی چې د وخت په تیریدو سره تغيير کوي. د بېلګې په توګه د طبيعي حقونو مدافعان بشري حقونو ته قايله نه و، لکه د نفس ساتنې حق، خو د زمان په اوږدو کې بشري حقونو وده وکړه چې دا مهال موږ د هغې د درې نسلونو شاهدان یو.
ځيني بشري حقونه لکه د شکنجې او مريتوب ممنوعیت مطلقه بڼه لري چې په هيڅ ډول شرايطو – حتا بيړني حالت – کې هغه نشو محدودولی، خو د بشر د حقونو ځينې نور قوانین د يو لړ موجه او مشروع دلايلو په اساس په خاصو شرايطو کې پرې محدویت لګول کېدای شي. دغه محدویت هم په يوې ډيموکراټې ټولنې کې د عمومي نظم او ملي امنیت د ساتلو يا هم د ځينو جرايمو دمخنيوي، د خلکو د روغتیا د ساتلو یا هم د نورو د حقوقو او آزاديو د ساتلو په مقصد وي، خو په خپل سر هيڅوک نشي کولی د بشر پر حقوقو محدودت ولګوي.
په ژوند او علم کې له پرمختګ او د ژوند د شرايطو پېچلي کېدل، په راتلونکي کې به پر بشري حقونو ژوره اغيزه وکړي.
نو ويلی شو چې د بشر حقونه ثابت، وچ او دګمي نه دي، ددغه حقونو له پاره مبارزه کې د موجوده قوانینو تعبیر او تفسیر او ددغه حقونو د ملاتړ په ډول باندې نیوکه هم کېږي. د زمان په اوږدو کې ددغه حقونو لرونکي او ساتونکي د وخت او زمان له شرايطو سره هغه تفسيروي او عمل به پرې کېږي.
د دې امکان شته چې پر بشري حقونو محدوديت ولګول شي؟
ځيني بشري حقونه لکه د شکنجې او مريتوب ممنوعیت مطلقه بڼه لري چې په هيڅ ډول شرايطو – حتا بيړني حالت – کې هغه نشو محدودولی، خو د بشر د حقونو ځينې نور قوانین د يو لړ موجه او مشروع دلايلو په اساس خاصو شرايطو کې پرې محدویت لګول کېدای شي. دغه محدویت هم په يوې ډيموکراټې ټولنې کې د عمومي نظم او ملي امنیت د ساتلو يا هم د ځينو جرايمو دمخنيوي، د خلکو د روغتیا د ساتلو یا هم د نورو د حقوقو او آزاديو د ساتلو په مقصد وي محدوديدلی شي، خو په خپل سر هيڅوک نشي کولی د بشر پر حقوقو محدودت ولګوي.
دا چې څوک او په کوم ځای کې دغه حقوق محدودولی شي د هر چا په لاس کې نه دي. په مشکوکو یا مبهمو مواردو کې محکمه هغې ته رسیدګی کوي، په المان کې دا کار د اساسي قانون د محکمې یا هم د اروپا د بشر د حقونوله محکمې سره دی.
په استثنايي او بيړني حالت کې لکه په جنګي شرايطو کې کېدای شي له دغې قانوني استثنا نه ګټه واخيستل شي، په عين حال کې په دغه مواردو کې هم زیاده روی جواز نه لري، ممکنه نه ده چې په هغه کې ځينې اصول لکه د تبعيض ممنوعیت ترپښو لاندې کړي.tand
