Announcement

Collapse
No announcement yet.

رحمان بابا (ز) ساقي او .... (دويمه برخه) ساده حیدر&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • رحمان بابا (ز) ساقي او .... (دويمه برخه) ساده حیدر&#

    ادب




    رحمان بابا (ز) ساقي او .... (دويمه برخه) ساده حیدرخېل

    | شنبه, 16.03.2013, 01:06 PM | (141 لیدل شوی)


    زړه مې په نغمو نغمو سوری کړو مطربانو
    عقل ساقيانو په شراب راڅخه يووړ
    د تصوف د طريقو په لړ کې /چستيه/ يوه داسې طريقه ده چې د نورو هغو په خلاف نه يواځې ساز او سندرې مُجاز ګڼي بلکې ساز په دې طريقه کې موخې ته د رسېدو مهمه اساسي شيوه بلل کېږي. په دې اړه غزالي(رح) په /احياءالعلوم/ نومي کتاب کې اوږدې خبرې کړې خو موضوع يې سپينه کړې نه ده. البته له بحث نه يې دا پايله راوځي چې د چستيه دکامل پير په حضوره کې مريدان ساز او سندرې اورېدلی شي. خو غزالي د دې لپاره هم شرعي ثبوت نه لري.
    د بابا(رح) په اړه هم داسې روايات پرته له کوم ثبوته خوله په خوله ګرځي چې بابا(رح) د چستيه طريقې مريد ګڼي او وايي چې ده به رباب غږولو. ښايي د دې وجه د ده په ديوان کې د سازوسرود په اړه شعرونه وي او بله وجه يې پښتني کلتور وي چې رباب ته يې په خپل ډګر کې ځانګړی ځای ورکړی. مګر د بابا(رح) شعرونه که د تصوفي اصطلاحاتو او د عرفاني شعري هنر له مخې وڅيړل شي داسې څه به په لاس درنه کړي چې د ده په اړه د غير شرعي کار ثبوت وګرځي. ممکن رباب يې غږولو خو د غږولو يا نه غږولو په اړه يې کوم ثبوت نشته.
    /مُطْرِبً/ د عربي فاعل نوم دی. چې /طَرَبْ/ (خوښي،ښادي،سُرور ) راوړونکي يا ورکونکي ته وايي. داچې ساز غږوونکی يا قوال هم ظاهراً خلکو ته خوښي ورکوي نو ځکه هغه ته هم مَجازاً مطرب وايي. خو دا کلمه په تصوفي اصطلاح کې د کامل پير لپاره د کنايې په ډول استعمالېږي. مثلاً: که د صوفيانو ترمنځ د کوم چا په اړه وويل شي چې پلانی مطرب دی نو هغه نور پوهېږي چې دی کامل پير دی. کامل پير د مريدانو زړونه داسې دالله تعالی په ذکر فکر راولي لکه ربابي چې رباب غږوي يا لکه قوال چې قولۍ وايي. کامل د مريدانو مړه زړونه ژوندي کوي، د دوی زړونه دالله تعالی د مينې په طرب کې اچوي. کامل مريدانو ته هغه پټ خبرونه اشارتاً ورکوي چې د دوی د باطن سره تړاو لري يا د الله تعالی او د دوی ترمنځ د راز خبرې وي.
    کتابونه ليکي چې منصور د حلاج زوی تر څلورو سوو پيرانو پورې مريدي کړې وه. د دې لامل دا وي چې د ځينو کسانو روحي تنده په اسانۍ سره نه ماتېږي.
    د بابا له پورتني بيته مالومېږي چې ده هم له ډېرو مرشدانو څخه فيض حاصل کړی دی. په دې شعرکې /نغمې/ د کاملانو له خولې د ښو خبرونو سره تشبه شوې. د /زړه سوری کول/ د مينتوب او په مينتوب کې د لا ژور تګ لپاره چې انسان له عادي حال نه وتلی وي کنايه ده. بابا وايي: له يو پلوه کاملانو د الله تعالی له خوا د ښو خبرونو په سبب له عادي حال نه ويستلی يم او له بله پلوه ساقيانو يعنې همدې پيرانو د الله تعالی د ډېرې مينې په وسيله بې عقله کړی يعنې لېونی يا مجذوب کړی يم.
    پاڅه يو ځل سيرآب د عشق په جام شه
    په ساغر د ماه و مهر مۍ آشام شه
    /سيرآب/ په لغت کې خړوبولوته وايي چې مطلب ورڅخه څښل دي. /آشام د / آشاميدن/ له متعدي مصدر څخه وتلې امري صيغه ده چې د وڅښه مانا ورکوي. /مِهْرْ / د /ه او ر/ تورو په چوپتيا سره د لمر مانا لري / ماه ومهر/ يا سپوږمۍ او لمر دواړه د حقيقي محبوب لپاره کنايه ده. باباوايي: ژر شه يو ځل خو د مينې اوبه د پير د زړه په وسيله ( په جام کې ) وڅښه. په دويمه مسره کې بيا هم همدا خبره کوي چې د الله تعالی د مينې شراب د
    پير د زړه په ساغر کې وڅښه. يعنې يو ځل مريد شه او الله تعالی د زړه له تله يادکړه. چې يو ځل مريد شې او په دې شرابو روږدی شې بيا به يې په اسانه پرې نه ږدې.
    که نصيب مې شي کوغالي ستا دسپيو
    وبه نه کړم نور نظر په جام د جم کې
    /کوی/ دري نوم دی. د کوڅې مانالري چې /کو/ يې لنډون دی./غالي/ عربي صفت دی. د ګران او قيمت مانا
    لېږدوي. له نوم او صفت څخه جوړ شوی د/کوغالي/ ترکيب د ګران قيمته کوڅې مانا وباسي.
    / سپی/ په پښتني ټولنه کې عموماً يو سپک نوم او بد ځناور دی. خو په مينه کې خبره اپوټه ده، ميَن د محبوب د سپيو مَقام (کوڅه او دروازه ) هم د ځان لپاره تر پاچاهۍ لوړ بولي. د /سپي/ کلمه په تصوف کې د اماره نفس، پستۍ او کمترۍ لپاره کنايه ده.
    /جم/ د بلخ د پيشداديانو د څلورم پاچا نوم دی. پوره نوم يې [جمشيد] و. خو د وخت په تېرېدو سره يې [شيد] له نومه لوېدلی. نوموړي پاچا د نُجوم د علم له مخې د ځان لپاره يو جام جوړ کړی و، په دې جام کې به ده د خپلې پاچاهۍ ترڅنګ د نړۍ څارنه هم کوله. /جام جم/ يا جام جمشيديعنې د جمشيد جام.
    بابا وايي: ستا (الله تعالی) له خوا تر ټولو ټيټه رتبه هم له پاچاهۍ نه لوړه ده. يعنې ستالخوا چې څوک ومنل شي که ډېره ټيټه درجه يې هم وي له پاچا غوره دی.
    بې د سترګو له خونابه
    نه باده لرم نه جام
    /خوناب/ له /خون/ او / آب/ څخه رغېدلی د دري مرکب نوم دی. مانا يې /وينې اوبه/ ده. داچې د دغو وينو اوبو نسبت سترګو ته شوی نو مطلب يې سرې اوښکې، له وينو سره ګډې اوښکې دی.
    داوښکو له يادولو څخه مطلب د دردوغم ذکر وي. مګر اوښکې کله کله له خوشالۍ نه هم تويېږي نو ځکه يې په بشپړه مانا د غم سمبول نه شو منلی. خو په پورتني شعر کې د دردوغم په مانا دي.
    شعر وايي: پرته له سرو اوښکو، نه دالله تعالی د مينې نصرت لرم او نه د الله تعالی له مينې ډک د پير زړه (جام). د الله تعالی له مينې ډک د پير زړه (جام ) او د الله تعال مينه (باده) په حقيقت کې دواړه يوه خبره ده او دلته د پير زړه يا د پير نه لرل د نه لرلو مانا نه لري بلکې مطلب يې د مينې له درده شکايت کول دي.
    هېڅ مې حاصل نه کړو په شيخۍ و په تقوی کې
    پس له دې مې وار دی هر چه شي په مينخانه
    له تصوفه پرته ذکر فکر يا شيخي او تقوی داسې وي لکه تش د اوبو څښل. يعنې اغېز به يې حتمي د ريا، غرور، ځان ښودنې او ... نورو رنګونو وړی وي خو د کامل پير ( ميخانې ) له بيعته وروسته هغه پخوانۍ د ذکر فکر اوبه داسې شي لکه شراب يعنې د انسان په زړه کې د الله تعالی مينه خپله اصلي بڼه پيدا کړي او له نورو رنګونو څخه پاکه صافه شي.
    بابا وايي: له خپلې شيخۍ او تقوی څخه مې څه ګټه پورته نه کړه اوس نو وار د دې دی چې د کامل مريدي وکړم او له حضوره يې فيض يوسم. پرېږده چې هلته هر ډول ازموينې راباندې راځي رادې شي او څه چې کېږي ودې شي.
    شيخ وشيخي ورد و وظيفه و ذکر فکر
    زه وساقي جام وباده چنګ وترانه
    /چنګ/ په پهلوي فارسي کې، رباب ته ورته د ساز د يوې آلې نوم دی چې /۴۶/ تارونه لري او د لاس په ګوته وهل کېږي. /وِرْدْ/ عربي نوم دی چې د ذکر، دعا او د قرآن مجيد د يوې برخې د مکرر تلاوت ماناوې شيندي.
    غيب السان د شيخانو زاهدانو په اړه وايي: شيخ په داسې حال کې چې باطني ناروغ دی نور يې هر څه هېر کړې بس يواځې په خپله شيخۍ، ورد، وظيفه او ذکر فکر کې بوخت دی. د دې اپوټه زه له ساقي ( کامل پير )
    سره يم چې د الله تعالی له مينې (باده) ډک زړه (جام) لري. له کمالي رازونو ډک شوقي ذوق (چنګ) لري او د الله تعالی د محبت لپاره آيين يا قانون ( ترانه ) لري چې د دې ټولو شيانو په وسيله يې خلکو ته عام او مريدانو ته خاص خير رسېږي.
    په ورپسې بيت کې دغې موضوع ته لا وضاحت ورکوي:
    زه و زاهدانو ته حيران يم دوی و ماته
    ديوانه بده خندد و ده به ديوانه
    زه د دوی ناروغو کړنو او دوی زما مستانه او مجذوبانه کړنو ته حيران دي. بس هغه متل دی چې لېونی په کلي او کلی په لېوني پورې خاندي.
    تيغ د يار له لاسه په مرۍ د عاشقانو
    هسې لذت کا لکه د ميو پيمانه
    تيغ يا توره په مرۍ، د هر ډول سختۍ او مشکلاتو لپاره کنايه ده. شعر وايي: د يار (الله) لخوا په عاشقانو هر ډول سختي داسې خوندوره وي لکه هوبهو د ده مينه (پيمانه). کله چې منصور د غرغرې په حال کې د خلکو لخوا په کاڼو ويشتل کېدو په لاسونو يې ښکته وينې روانې شوې نو ده ويل: زه د عشق لمانځه ته په وينو اودس کوم. يعنې کوم تکليف يې محسوسوه.
    څه به سم په صبحدم ګوري وچاته
    چې دې سترګې په مۍ مستې شبينه دي.
    /صبحدم/ ګيځ مهال ته وايي چې د خوښۍ او تازګۍ رڼې شيبې لري خو په عرفاني اصطلاح کې د الله تعالی د وحدت نُور ته وايي. /سترګې/ لکه څنګه چې پخوا ويل شوې د ښکلا، /مۍ/ د الله تعالی د مينې او /مستي/ د دغې مينې د کېف سمبول دي. /شبينه/ نسبي صفت دی. چې د مستوسترګو د مستۍ نسبت يې شپې ته کړی دی. شپه يا تياره د غم، خپګان او حجاب ماناوې لري. سم نه کتل د ناز او مينې لپاره کنايه ده. عارف شاعر وايي: دا چې ښکلا دې د پردې په وخت ( د الله تعالی او سالک ترمنځ د شيانود پرتونو حايله زمانه) کې هم د مينې له مستۍ ډکه ده نو د يووالي (وحدت) په څرګنده درجه کې خو حتمي سم کتل نه کوي يعنې انسان له ډېرې مينې او د مينې له ډېره کېفه لېونی ( مجذوب )کوي.

Working...
X