Announcement

Collapse
No announcement yet.

په کندهار کې د کلتور د پخواني رييس درېم تلی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • په کندهار کې د کلتور د پخواني رييس درېم تلی



    په کندهار کې د کلتور د پخواني رييس درېم تلین

    | چهارشنبه, 06.03.2013, 11:11 PM | (1 لیدل شوی)

    کندهار افغانستان- د عبدالمجید بابي د تلین غونډه دكندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي په پښتو ډيپارټمنټ کي د چهارشنبې په ورځ د پوهنتون د مشرتابه هيئت، د کندهار د اطلاعاتو فرهنګ د رئيس او له ښار او ولسواليو د لسګونه ليکوالانو او فرهنګيانو په ګډون سره جوړه سوې وه.

    په غونډه كي دوتلي ليكوال، نازک خياله شاعر او د اطلاعاتو او فرهنګ د پخواني رئيس شهيد عبدالمجيد بابي په وياړ مقالې او شعرونه ولوستل سول او د هغه روح ته د آبدي خوښۍ په موخه دوعاوي وسوې.

    د كندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار تواب بالاكرزي د پرانيستونكي وينا پر مهال شهيد عبدالمجيد بابى د هېواد يو منلى او وتلى شاعر ياد كړ او د هغه شهادت يې په كندهار اداره او فرهنګي ډګر كي يوه تشه وبلل او د دې تشي ډکول كول يې سخت كار وباله.

    د كندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دوا خان مينه پال د شهيد عبدالمجيد بابي شهادت پر پښتني ادب د ټكې د رالوېدلو په معنى ياد كړ او زياته يې كړه چي هغه د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست كي د غني موزيم د جوړېدو ترڅنګ چي پكښي څلور سوه بيلابيل تاريخي اثار ساتل سوي د غني كتابتون او د همدې رياست لپاره د يو شمېر نورو کارونو کول د هغه د مهمو هڅو او لاسته راوړونو څخه ياد كړل

    نوموړي د شهيد بابي له كورنۍ څخه وغوښتل چي د هغه ناچاپ اثار دي ورته وسپاري تر څو د چاپ تر پولو يې ورسوي چي ليکوال او فرهنګيان به د علمي اثارو د ليکني پرمهال ورڅخه د ماخذونو په توګه استفاده وکړي.

    دكندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي رئيس عبدالرحمن بابي له ولايتي ادارې وغوښتل چي د شهيد بابي په نوم دي يوه ښوونځي ونوموي او هم دي د هغه د مقبرې په جوړونه كي ورسره لازمي مرستي وكړي

    د يادوني وړ ده د هېواد منلي او ښاغلي شخصيت نازګ خياله شاعر نوښتګر ليكوال او د ملي فكر څښتن اروا ښاد شهيد عبدالمجيد بابي د غلام حيدر خان زوي او د عبدالله خان لمسي وو چي په كال ۱۳۳۳دكندهار ښار د څلورمي ناحيې د باميزو په كوڅه كي زېږېدلي دي

    ارواښاد ديني زده كي په موي مبارك كي كړي او ابتدائيه زده كي يې په مشرقي ليسه ترسره كړي دي او د ليسې دوره يې په احمدشاه بابا ليسه كي بشپړه كړې ده

    نوموړي په كال ۱۳۵۶ كي د دارالمعلمين د اجتماعياتو په څانګه كي هم زده كړي كړي دي او هلته د ښوونكي په توګه پاته سوي دي

    شهيد بابي د قونونو ،قبايلو چارو په رياست كي د دندي ترڅنګ اته كاله د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس په توګه هم نه ستړي كېدونكي هڅي كړي چي دهمدې دندي پر مهال د ۱۳۸۸كال د كب د مياشتي پر پنځم تاريخ د دهېواد ،سولي او ملي شخصيتونو د دښمنانو لخوا په شهادت ورسېدي او دكندهار پوهنتون د مشاهيرو په هديره كي خاورو ته وسپارل سو .tand
Working...
X