Announcement

Collapse
No announcement yet.

اوبه او شراب

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • اوبه او شراب

    خپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ
    اوبه او شراب


    نثار احمد صمد

    سرچینه : د لیکوال اثر : ( اخلاقی کنایې )


    لیکوال : نثار احمد صمد

    د پوهنتون د روحیات پیژندنی یعنی سایکولوژي پروفیسور محصلینو ته د انسان او څارویو د متقابل اثر او نظر په هکله درس ورکاوه . کله به یې د شاتو د مچیو او انسان ، کله به یې د سپي او انسان او کله به یې د طوطی او انسان متقابل عمل او عکس العمل ورته واضح کاوه .
    کله چی هغوی ټول ښه پوه سول ، نو استاد ورته وویل چی آیا اوس نو څو پوښتنی درڅخه کولای سم ؟ هغوی ټولو په خوښۍ سره هوکې ورته وویل . پروفیسور هم خپله پوښتنه داسی مطرح کړه :
    که یو سطل د اوبو څخه او بل هم د شرابو څخه ډک کړو او کوم خره ته یې کښیږدو ، نو خر به یې د کوم سطل څخه وڅښی ؟ یعنی خر به شراب وڅښی ، که اوبه ؟
    ټولو چُرت وواهه او معقول ځواب یې پیدا نکړ . وروسته یو محصل ورته وویل چی صاحبه خر به اوبه وڅښی نه شراب . استاد تر لږ چوپتیا وروسته سر راپورته کړ او ورڅخه ویې پوښتل چی ولی ؟ محصل ورته وویل چی صاحبه ، هغه به ځکه اوبه انتخاب کړی چی خر دی !
    هو ، دلته درې باریکۍ موجودی دي : لومړی دا چی دغه محصل د استاد تشریح او هدف غلط تعبیر کړ ، دوهم دا چی مسأله یې د سایکولوژي څخه منحرفه کړه ، او درېیم دا چی ځان یې د خره سره او یا هم خر د ځان سره برابر کړ چی دا تر ټولو غټ سپکاوی دی .

    مأخذ : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ـ لومړی جلد ) ؛ ۳۲ ـ ۳۳ مخونه


    © http://benawa.com/fullstory.php?id=53217#ixzz2Ly9T3Mtt
Working...
X