د هند تر ټولو لوړ مینار افغانانو جوړ کړی
| یکشنبه, 24.02.2013, 07:49 PM | (636 لیدل شوی)
تاند- د افغانانو په لاس جوړ شوی مینار د هند تر ټولو لوړ او د دغه هیواد د پلازمېنې ډیلي تر ټولو مهم تاریخي اثر شمېرل کېږي.
د قطب مینارد جوړولو کار په ۱۱۹۹ میلادي کال د سلطان معزالدین غوري په امر او د هغه د سرلښکر قطب الدین له لوري پیل شو او پر بشپړېدو یې سل کاله ولګېدل.
غوري پاچهان د افغانستان د غور او قطب الدین هم لکه له تخلصه چې یې څرګندېږي، د اوسني سمنګان د ایبک اوسېدونکی و. غوریانو وروسته له دې چې د غزنویانو لړۍ پای ته ورسوله او پر خپله پرغزني واکمن شول، هند ته مخه کړه او ټول هندوستان یې ونیوه.
قطب مینار د غور د جام د مینار په تقلید جوړ شوی.
د غور جام مینار وروسته له دې چې قطب الدین ایبک پاچا شو، د ده د زوم شمس الدین التمش د دغه مینار د جوړولو چارو ته دوام وکړ تر دې چې په ۱۳۱۶ میلادي کال لودي پاچا فیروزشاه بشپړ کړ.
دغه مینار، چې پنځه پوړه لري، له سپینو مرمرو او سرو خښتو جوړ شوی او د قرآنکریم ایتونه پرې په برجسته ډول کښل شوي دي.
د قطب مینار، چې په هند کې د اسلامي معمارۍ لومړنۍ بېلګه ګڼل کېږي، هرکال درې ملیونه او دوه لکه تنه لیدو ته ورځي.
دا مینار په ۱۳۶۸ میلادي کال د تالندې د لوېدو په اثر زیانمن شوخو فیروزشاه او سکندرلودي بېرته ترمیم کړ.
د مینار په کتیبو کې د قرآنکریم د آیتونو ترڅنګ د قطب الدین ایبک، محمد بن سام او یو شمېر نورو پاچهانو نومونه هم لیکل شوي دي.tand
