Announcement

Collapse
No announcement yet.

د قد د لوړېدو امکان شته؟ - د ډاکتر لمر ځواب

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د قد د لوړېدو امکان شته؟ - د ډاکتر لمر ځواب



    د قد د لوړېدو امکان شته؟ - د ډاکتر لمر ځواب

    | یکشنبه, 24.02.2013, 07:39 AM | (488 لیدل شوی)


    ښاغلي ډاکټر لمر صاحب ته سلامونه او نیکي هیلی.

    زما عمر ۲۱کاله او ونه مي ۱۶۰سانتی میټره ده. غواړم چي ونه می حد اقل ۵سانتي نوره جګه سي. په انټرنیټ کي مي ډيره پلټه کړی، خو مناس ځواب مي لاس ته نه دي راوړی. ځینو ویلی چی په ۱۸کلنی کی د هډوکو وده دریږی او ځینو ویلی چی تر ۲۵کلنی پوری د انسان ونه جګیدای سی. نو په درنښت ستاسو نه هیله کوم چی ماته لارښوونه وکړی چي څه ډول خپله ونه یعنی قد جګ کړم.

    وسلام.

    ستاسو د لارښوونی په هیله

    اسماعیل

    د ډاکتر لمر ځواب

    ښاغلي اسماعيل خان ته خپلې نېکې هيلې او سلامونه وړاندې کوم.

    ښاغلیه! ستاسو پوښتنه مې ولوستله، خو زه مو هم له ستونزو سره مخ کړم، ځکه د بيېې يا قد د اوږدولو ځينې توګې شته، مګر پرته له خطره هم نه دي.

    يوه توګه هاروموني ده، چې د سوماتوتروپين د هارمون درملنه په ځانکړو شرايطو کې ده، ځکه د دغه هارمون اخيستل په خپل سر ډېر نقصونه لري او د ونې تر څنګ د لاسونو، ګوتو، خپړو، پزې، زنې او نورو برخو له لويوالي سره مله پېښه رامنځ ته کېږي، نو د دغه هارمون درملنه په ځينو ډېر پرمختللو روغتونونو کې تر سره کېږي.

    دويم د دېسترکشن توګه ده، چې په يو ځانګړي کټ د انسان پښې او ستونفقرات کشېږي، چې په تدريجي بڼه هډوکي تر څو سانټي متره اوږدېږي، خو دا هم په افغانستان او چاپېر ملکونو کې نا ممکن ده، په روسيه او يو شمېر نورو ملکونو کې دغه امکانات شته دي.

    دريېمه توګه عمليات دی، چې د اوستيوتومي (يعنې د هډوکو د پرې کولو) په توګه بيا هډوکي ته سيخ ورتېرېږي او د اليزاروف په کړيو کې د څو مياشتو په ترڅ کې د بدن هډوکي (پښې) اوږدېږي، خو دا هم په افغانستان کې ناشونې ده او په نورو ملکونو کې ډېر بډای شوقي خلک دغو توګو ته زړه ښه کوي، نو نه پوهېږم، چې تاسو ته به يې امکانات شوني وي او که نه!

    دغه درېواړه توګې د روسيې د اليزاروف په روغتيايي اکاډمي کې تر سره کېږي، خو لګښت يې ډېر زيات دی.

    زما سپارښت تاسو ته دا دی، چې د ماښام لخوا وخته وېده کېږه او خوب ډېر کوه، ځکه د سوماتوتروپين هارمون د خوب په وخت کې وينې ته له هايپوفيزه شنل کېږي، نو د خوب په ترڅ کې دغه هارمون کولی شي په ونه اغېز وکړي.

    د لبنياتو (مستې، شودې، پنېر او داسې نورو) خوړل او ښه تغذيه هم خپل ګټور اړخ لري. د سپورټ په برخه کې بايد ووايم، چې د ځان ځړول يعنې په لاسونو يو لوړ شي پورې نښتل او بيا د ځان ځړول هم د دېسترکشن اغېز درلودلی شي، نو د دغو کارونو په وسيلې کولی شې، د خپل قد په اوږدوالي کې لږ توپير رامنځ ته کړې، نو ځينې خلک تر ۲۳-۲۵کلونو هم لوړېږي، نو کېدی شي دغه طبيعي چانس تاسو هم ولری.

    ستاسو د بري په تمهtand
    وسلام
    ډاکټر لمر
Working...
X