Announcement

Collapse
No announcement yet.

ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ/ محمد نعمان دوس&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ/ محمد نعمان دوس&#



    ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ/ محمد نعمان دوست

    | شنبه, 23.02.2013, 02:05 PM | (141 لیدل شوی)


    موږ همیشه نورو ته په تمه یوو. همدې تمې رانه د ابتکار ځواک اخیستی او څوک چې دغه ځواک ونه لري، نو ژوند به یې لکه موږ غوندې *طْفیلي وي.
    د ثور کودتاه د سلسلې د حکومتونو ځینو چارواکیو به ویل اتکاء ما به جماهیر بزرګ شوروي است).دوی د خپل ولس په اراده تکیه نه کوله.هغه یې له سترګو غورځولې وه، خو پر دغو پردیانو د اتکاء انجام دا شو چې دغه مشران څومره مسخره او څومره ژر یې سرونه وخوړل.
    دغه شان د جهادي تنظیمونو مشرانو به د پاکستان، سعودي او ایران د علماوو، شیخانو او ایت الله ګانو خولې ته غوږونه څک نیولی وو او د هغوی مشورې به یې عملي کولې. خو د دغو مشورو منلو انجام داشو چې خپل ولس کې یې ځانونه سپک کړل، پخوانی درناوی یې بایلود او منفور شول.
    اوس ځینې د خپلو وروڼو په وژلو د پولې اخوا شورا ګانو څخه، په تیلفون فتوا اخلي او د هماغو فتواوو په اساس د هیوادوالو مرۍ پرې کوي.دوی به هم یو وخت ارمان وکړي خو وخت به یې له لاسه وتلی وي.
    زموږ ځواکمنو او واکمنو همیشه خپل هیواد، ولس او د ولس ارزوګانې هیرې کړي دي،همدا علت دی چې د هیواد او ولس په برخلیک مو پردي د خپلې خوښې مطابق لوبې کوي.
    دغه خونړۍ لوبې له درېیوولسیزو راهیسې روانې دي، په دې کې ماشه موږ کش کوو، خو وسله، مرمۍ او فتوا ګانې د نورو دي. قرباني موږ ور کوو خو ګټه ترې نور اخلي.
    وګورئ! د مقدس جهاد افتخارات پاکستان او ایران واخیستل. د سره ځواک د ټوټه کېدلو او ړنګېدو ویاړونه امریکا واخیستل خو یو نیم میلون سرونه زموږ لاړل.بې شمېره کسان زموږ معلوله شول او ګل غوندې وطن زموږ کنډر شو.
    تر څو چې موږ خپل ولس ته مراجعه ونه کړو او ترڅو چې موږ د خپل عقل او شعور په رڼا کې خپلې وجداني فتوا باندې عمل ونه کړو دا خونړۍ لوبه به همداسې توده روانه وي.
    زموږ لویه بدبختي داده چې له ماضي زده کړه نه کوو،خوش باوره یوو. همیشه له خپل قاتله د خپل سر خیر غواړو.
    دا خوش باوري اوس هم روانه ده. په دې وروستیو کلونو کې زموږ چارواکیو څو ځلې د جګړې د بندولو لپاره د سعودي شیخانو او د پاکستان عالمانو ته سترګې اړولې دي، خو نتیجه یې نه ده ورکړې.
    او دا ځکه چې ځینې وخت د یوه ملک جګړه د بل په ګټه وي او هیڅوک په سیاست کې دا رحم نه لري چې د نورو د تاوان په خاطر حتې له خپلې نا څیزې ګټې تېر شي.
    د دغو خوش باوریو په سیوري کې له میاشتو میاشتو راهیسې زموږ علمای کرام خوشحاله وو چې دوی به کابل کې د پاکستانیو علمای کرامو کوربانه وي او په ګډه به روانو خونړیو حالاتو ته په یوه ټکي سلا شي. خو دوی له دې نا خبره وو چې د هر ملک ګټې ځانته تعریف لري. ځینې وخت په یوه کار کې ګټې مشترکې وي او ځینې وخت بیا داسې نه وي.
    دوی هغه وخت پوه شول چې د پاکستان د علمای کرامو یوه مفتي ابو هریره محی الدین صاحب په زغرده،راتلونکی کنفرانس تحریم کړ او زموږ د دیني عالمانو ټولې هیلې یې، لکه د پخوا په څیر په اوبو لاهو کړې.
    شاید ځینې خلک او زموږ دیني عالمان د ښاغلي ابو هریره محی الدین وروستي تصمیم( کابل کنفرانس تحریم) خپه کړي وي، خواشیني کړي یې وي او په غوسه کړي یې وي.
    خو که زه د خپل زړه خبره وکوم، نو د محی الدین صاحب دغه بایکاټ مې ډېر خوښ شو.
    په ښکاره خو د مفتي صاحب دغه بایکاټ د سولې پروسې په لاره کې خنډ اچول دي، خو لوی درس هم پکې شته او هغه داده چې موږ باید نور له پردیو تمې وشلوو او خپله رامخې ته شو او ابتکار په لاس کې واخلو.
    که موږ او زموږ چارواکي او دیني عالمان همداسې د نورو فتواوو په تمه شي او زموږ په جګړه او ورور وژنه کې د مفتیانو د ملکونو ګټه وي، نو موږ به همداسې جګړې ته دوام ورکوو؟ زموږ نسلونه به همداسې د جګړو په لمبو کې سوزیږي؟ زموږ تاریخي او د امپراتوریو د زوال خاوره به همداسې د خپلو اولادونو په وینو سره وي؟
    اخر ولې؟ موږ عالمان نه لرو؟ ایا دا دومره سخته فتوا ده چې وویل شي نور د مسلمان وژنه بې موجبه روا، نه ده؟ دا کوم درانده تحقیق ته اړتیا لري چې زموږ د عالمانو له وسه پورته ده؟ که زموږ د د دیني عالمانو سویه له دې فتوا عاجزه وي نو بیا خو ورپسې اقتدا هم نه ده په کار، بیا خو دوی هم دعامیانو په ډله کې راځي او...
    زه خو له مفتي ابو هریره محی الدین صاحب څخه مننه کوم او بیا ورته د ارواښاد خاطر دغه بیت ډالۍ کوم:
    ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ+ زما د واړه عمر کار دې وکړ
    محمد نعمان دوست،جلال اباد
    ۱۳۹۱ د کب ۵مه tand




    (ګرداب ورځپاڼه)
Working...
X