Announcement

Collapse
No announcement yet.

ژورناليزم د اسلام له نظره !!! لومړۍ برخه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ژورناليزم د اسلام له نظره !!! لومړۍ برخه


    ژورناليزم د اسلام له نظره !!! لومړۍ برخه

    ليکوال : محمد نبي سلطاني
    Larawbar.com 2013-02-16


    د مځکي او اسمانونو د خاوند د پالني سترخان په خپل ټول پرا
    ختیا سره د روزي رسوني د هر ډول ځانګړتیاوو څخه ډک دئ ، د کائناتو
    په ټولو اړخونو کي هر لوري او په هر ځاى کي غوړ ول سوئ دئ او د هغه
    څخه د کائناتو ذره ذره ګټه اخلي او ځان ورڅخه برخمن کوي. هره لحظه د هغه
    د پالني او ربو بیت نوى شان دئ او په حیرانوونکي ډول ټولو مخلوقاتو ته
    روزي او رزق ور کوي لکه څنګه چي الله جله جلاله فرمايي: وَمَا مِنْ
    دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا. (سورة هود الاية
    ٦)
    ژباړه : او د مځکي پر مخ هيڅ ساه لرونکى حرکت کونکى نسته، چي دهغه روزي
    دي د الله جله جلاله پرذمه نه وي
    الله جله جلاله د انسان د ژوندانه د سمون په موخه ستر الهي لار ښود قران
    کريم ورته را استولى دئ ، چي د ژوندانه د ټولو لارو چارو لار ښووني
    پکښي نغښتي دي او له هر اړخه يې د الهي قانون په چوکاټ کي ورته د ژوند
    کولو طريقه ښودلې ده او د دې تر څنګ يې د هر کار په کولو سره د هغه
    کار د کولو لار ښووني هم ورته کړي دي ، چي د هغو د جملې څخه موږ دلته تر
    يو بريده د ژورناليزم پر موضوع باندي ږغېږو .
    كه د قران عظيم الشان او نبوي ار شادا تو پاڼي راوا ړول سي نو د
    ژورناليزم په اړه به يوه بشپړه اخلاقي ضابطه پکښي ووينو ، چي د عمل په
    صورت كي به په يقين سره ژورناليزم د انسانيت د سلامتۍ، خوشحالۍ ، پرمختګ
    او سو كالۍ لامل وګرځي .
    په اسلام کي د ژورناليزم دنده ابلاغ يارسول دي، ابلاغ د عربي ژبي يو لغت
    دئ، چي له بلوغ څخه اخستل سوئ دئ او معنى يې رسول دي او دې ته ورته
    نوري کلمې هم دبلوغ له کلمې څخه جوړي سوي دي لکه: تبليغ ، مبلغ ،
    بلاغت ، بليغ او داسي نور ...
    د ابلاغ يادونه الله جله جلاله په قران کريم کي هم کړې ده لکه څنګه
    چي فرمايي :
    ( يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) (
    سورت المائده الاية ٦٧)
    ژباړه : اې پيغمبره ! پرتاچي د خپل رب د لوري کوم ( حکمتونه ) نازل سوي
    دي هغه و خلکو ته ورسوه.
    او په بل ځاى کي بيا الله جله جلاله فرمايي :
    ( وَمَا عَلَيْنَا إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ) (سورت يس ١٧)
    ژباړه: دښکاره پيغام درسولوپرته پر موږ نور څه نسته .
    او په بل ځاى کي بيا فرمايي : ( هَذَا بَلاَغٌ لِّلنَّاسِ) ( سورت
    ابراهم الاية ٥٢).
    ژباړه : دا ( قران ) دخلکو له پاره يو لوئ پيغام دئ .
    او همدا رنګه د پيغمبرصلى الله عليه وسلم يو مشهوره حديث دئ ، چي
    فرمايي : بلغو عني ولواية.(بخاري )
    ژباړه : زماله لوري يې ورسوئ که هغه يو ايت هم وي .
    له پور تنيو مبارکو اياتونو او نبوي حديث څخه معلومه سوه ، چي ابلاغ د
    رسولو په معنا دئ اودا هم څرګنده خبره ده چي د ژوندانه د ودي( ترقۍ
    )يوه برخه خبري کول جوړوي چي د ژورناليزم معنا پکښي نغښتې ده ،
    ژورناليزم هغه وسيله ده، چي د ژوندانه ډېري اړتياوي په پوره کېږي، لکه
    څرنګه چي انسان خوراک او چيښاک ته اړتيا لري په همدې ډول انسانان
    اړتيالري ترڅو په خبر باندي پوهاوى ترلاسه کړي .
    د دغي اړتيا د پوره کولو له پاره بايد په ټولنه کي يوه دا سي ډله وي ،
    چي د خلکو اړتيا وي پوره ، پر ښو يې امر او له بديو څخه يې را وګر
    ځوي .
    و پورتنيو څرګندونو ته په کتو سره ويلاى سو، چي اسلامي ژورناليزم، هغه
    علم دئ چي حق ته بلنه ورکوي او له ناوړو کارونو څخه منعه کوي او هغه څوک
    چي دا علم زده کوي او عمل په کوي نو ژورناليست بلل کيږي او شرط يي هم
    دا دئ، چي د خپلو زده کړو د علم ټولو اصولو ته به احترام لري د
    ژورناليزم يو دا سي کلمه ده ، چي په عربي کي صحافت ور ته وايي او په
    انګلسي کي ورته ژورناليزم ويل کېږي .
    د صحافت او صحافي کلمه د عربي له صحيف څخه اخستل سوې ده خو زموږ په
    هيوادکي يې پر ځاى د انګليسي ژبي ژورناليزم او ژورناليست رواج
    موندلى دئ .
    ژورناليزم په اسلام کي يو ځانګړى مقام لري او د ژوندانه يو ضروري او
    اړينه اړتيا هم بلل کېږي، که د قران کريم ايتونو ته ځير سو او غور پکښي
    وکړو نو دا به راته څرګنده سي، چي د اسلامي رسنۍ او ابلاغ پيلامه د ادم
    عليه السلام له پيدا يښت څخه سوې ده دا ځکه، چي الله جله جلاله و ادم
    عليه السلام ته پر مځکه د شته ټو لو شيانو نومونه ور وښودل او پر مځکه
    يې خپل خليفه و ګرځوئ ترادم عليه السلام وروسته، چي د نبوت لړۍ پيل سوه
    نو هر پيغمبر د حق، رښتيا او د دين د خپرولو دنده پرغاړه درلودل، نو د دې
    دندي د تر سره کولو په لړکي يې ټولي رسنيزي لاري چاري لکه: ليک، وينااو
    داسي نوري کارولي دي.
    اسلام، چي د ژورناليزم په اړه کوم نظر وړاندي کوي هغه له تاريخي، اخلاقي
    او علمي پلوه هم ډېر غښتلي او قوي بنسټونه لري .
    د ژورناليزم بنسټيزه موخه به امربالمعروف اونهي عن المنکر، ولس ته تازه
    او رښتني خبرونه رسول، د شخصي ژوند خوندي توب، د پيښو په شنني سره عامه
    رايي ته لارښوونه، د اخرت د خلاصون او برياليتوب له پاره هڅي، د خپل
    رښتين توب نه پټول، د حق، نصيحت او د صبر هڅونه، د تېرى کونکو واکمنانو
    په وړاندي دي د حق وينا او د انصاف خبره کول، په هيڅ قيمت د هغو د بدو
    ملاتړنه کول، د دوئ درواغ رښتيا نه بلل ان تر دې، چي په دې جهاد کي
    بايد له سر ښندني څخه هم ډ ډه و نه کړي، ځکه چي الله جله جلاله
    فرمايي :
    ((وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى
    الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ
    الْعِقَابِ )) . ﴿سوة المائده ايت ٢ ﴾.
    ژباړه: د نېکۍ په چارو کي يو دبل سره مرسته کوئ او د ګناه په کارونوکي
    له چاسره مرسته مه کوئ د الله جله جلاله څخه بېره کوئ، بېشکه د الله
    جله جلاله عذاب ډېر سخت دئ .
    نوله دې څخه څرګنده سوه، چي مؤمن ژورناليست هغه څوک دئ، چي دالله جل
    جلاله او نبي کريم صلى الله عليه وسلم په لار ښوونو عمل کوي، خلکوته د
    حالاتو ښه او حقيقي خبرونه وړاندي کوي او په دې توګه د تروږميو څخه د رو
    ښنايي و خواته د خلکو د تللو دنده سر ته رسوي .
    دا په داسي حال کي چي په قران کي و رڼا ته خبر ويل سوئ دئ.
    يو ليکوال ليکي : روښنايي په حقيقت کي د خبر دوهم نوم دئ، الله جله
    جلاله چي دا نبياوو عليهم السلام په وسيله موږ څه ډول له تياروڅخه را
    باسي او رڼا ته مو رسوي هغه د الله جله جلاله وجود، د هغه وحدانيت، د
    هغه ټول صفات، په اخيرت کي هغه ته وړاندي کېدل، او بيا د جزا او سزا
    په ډول د جنت او دوږخ په اړوند خبر دئ، چي و موږ ته يې په اړه خبر
    راکړي دئ.
Working...
X