Announcement

Collapse
No announcement yet.

عملي ژبپوهنه / اجمل ښـــــکلی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • عملي ژبپوهنه / اجمل ښـــــکلی

    ادب




    عملي ژبپوهنه / اجمل ښـــــکلی

    | شنبه, 16.02.2013, 07:14 AM | (46 لیدل شوی)


    عملي ژبپوهنه د ژبپوهنې کومه څانګه نه ده، يوه اصطلاح ده چې له نظري ژبپوهنې بېزاره خلک يې کاروي.
    د ژبپوهنې مشهورې څانګې دي، لکه تشريحي، تاريخي، پرتليزه تاريخي....
    د ژبپوهنې د ټولو څانګو موضوع ژبه ده، چې څوک له يوې، څوک يې له بلې او څوک يې له بلې زاويې څېړي؛ خو په ټوله کې د ژبپوهنې موخه د ژبې خدمت دى.
    چې داسې وي، نو ادب چې د ژبې هنر دى، هم له ژبپوهنې سره تړلى دى، ځکه چې ژبپوهنه ژبه ادبي استعمال ته جوړوي.
    ملګري به وايي چې د ژبپوهنې کار له ژبې سره دى او موږ د ژبې هر ډول کارونې ته ادب نه وايو، خو داسې نه ده. د ژبپوهنې د معيار پر بنسټ ليکلې ژبه سړى په اسانه له ادبياتو نه شي ايستلاى. ژبپوهنه د صريحې، ساده، سمې، ترتيبي او دقيقې ژبې پلوۍ ده او داسې ژبه څرنګه ادب ونه بولو.
    داسې نو، د ژبپوهنې دوه اړخه شول، يو نظري او بل عملي. نظري چې په ليکنه يا ادبي پنځونه کې ترې عملي استفاده نه کېږي. دې کارونې ته ژبپوهنه د ژبپوهنې لپاره هم وايي، لکه په فونولوژۍ کې د غږونو د وتوځو يا د تلفظونو څېړنه يا په تاريخي ژبپوهنه کې د يوې ژبې د تاريخي لړۍ يا کورنۍ معلومول.
    عملي اړخ يې لکه د کلمو سمې بڼې ليکل يا د جملو د ټوکونو ترتيب، داسې يې نورې ډېرې عملي ګټې دي.
    که هره څنګه وي، د ژبپوهنې کار د ژبې سمون دى، خو کله ورته په لنډو راتاوېږي او کله په اوږدو. مثلا: لنډه په لنډه درته ښيي چې د وتل مطلقه بڼه(وووت) په درو وونو ليکل کېږي، څنګل په (س) نه په (څ) ده، خو کله چې که د کومې کلمې بڼه يا کارونه شکمنه وي، بيا يې درته د تاريخي او پرتليزې تاريخي ژبپوهنې په مټ ولۍ ښيي چې ګوره دا کلمه په سانسکريت يا اوستا کې داسې ده.
    د نظري او عملي ژبپوهنې وېش له عملي استفادې راولاړ دى. ځينې ژبپوهان په ژبپوهنه کې تکړه دي، خو خپله پوهه په خپل ليک يا د ژبې په عملي کارونه کې نه شي کارولى.
    د ښوونيز منځيو د ژبپوهنې استادان په ژبپوهنه کې سيال نه لري، خو پر خپلو ټولګيو يې ليکلي وي:
    دويم الف
    څلورم ب
    پخپله يې هم همداسې تلفظوي: دويم الف سره مې درس دى. که دې ورته وويل چې استاده، په پښتو کې توصيفي ترکيبونو کې لکه تاسې چې وايئ، لومړى صفت راځي، بيا موصوف، لکه الف دويم، ب دويم، ج دويم، الف څلورم، ب څلورم... او دا تاسې چې کوم کاروئ، دا خو فارسي دى، نو حيران درته وګوري، چې والله دا څه وايي. د دوى پرخلاف د استاد زيار او استاد صميم غوندې ژبپوهان هم دي چې د ژبپوهنې د عملي کارونې په چم پوهېږي او ليک يې د تېروتنو مرتکب کېږي نه، بلکې سينګاروي يې.
    چې د ژبپوهنې په عملي کارونه پوه وې، تېروتنه به درته له ورايه ښکاري او هرې کلمې ته به ځير يې.
    څو پاراګرافه پاس د ژبپوهنې معيار ياد شو. د ژبپوهنې يو معيار خو وينو چې په زياترو پښتو رسنيو کې دود دى چې په سر وبر يې سړى نه پوهېږي، دا معيار که سم واى، نو پښتو او پښتانه به يې لرې کولى نه، سره نژدې کړي به يې واى. دا معيار دى چې پښتانه په خپله ژبه نه پوهېږي او په دې خرابۍ کې لوى لاس د ناسمو ژباړو دى. زموږ زياتره خپل خبرونه هم له نورو ژبو ژباړل کېږي. بيا کاشکې زموږ ژباړن د خپلې ژبې په طبيعت پوه واى، نو دومره ګډوډۍ به نه واى.
    يو بهرنى ملګرى مې دى، له ډېره وخته د پښتو مينې سربداله کړى. هره ورځ راته د نامتو پښتو رسنىو سرليکې ليکي چې دا وګوره، ماته غلط ښکاري او هغه رښتيا هم د انګليسي، فارسي او... ناسمې ترجمې وي. غريب هک پک دى چې دا خو نړيوالې رسنۍ دي، دوى څرنګه تېروتنې کوي.
    په ژبپوهنه کې د ژبې د سمون معيار ګړنۍ يا موجوده طبيعي ژبه ده. په ژبپوهنه چې پوه يې، مطلب چې پر ولسي ژبه او نزاکتونو يې پوه يې او رښتيا هم د سم او ناسم توپير کولى شې.tand

Working...
X