Announcement

Collapse
No announcement yet.

ښځو د تاريخ په اوږدو کې څه کول ؟ ژباره : محمدا

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ښځو د تاريخ په اوږدو کې څه کول ؟ ژباره : محمدا


    ښځو د تاريخ په اوږدو کې څه کول ؟ ژباره : محمدابراهيم سپېڅلى
    | پنجشنبه, 14.02.2013, 10:28 PM | (124 لیدل شوی)

    زموږ عمومي تصور دادى چې په تېرو وختونو کې ښځو ځانګړې دنده نه درلوده او ټول ژوند به يې په کور کې وزګار تېراوه . خو له دغه تصور څخه برعکس ښځو له ډېر پخوا څخه له نارينه وو سره اوږه پر اوږه سختي ورځنۍ چارې مخته بېولي دي . په غالب ګومان دغه ښځې دلومړنيو وختونو څخه تر صنعتي انقلاب پورې دسړيو تر څنګ په پټيو او کروندو کې په کار بوختي او تر انقلاب وروسته په فابرېکو کې په کارونو اخته شوې.
    په لرغوني مصر کې د ښځو کار

    د مصر د لرغوني تمدن پر مهال ليدل شوي دي چي ښځې له ډېري خپلواکۍ څخه برخمني وې، هغوى په تګ اوراتګ کې عملا ازادې درلوده، په دغه مرحله کې دوى کولاى شواى چې، خپل ځانته پانګه ولري اوپه خپله خوښه تړونونه لاسليک کړي، په داسي حال کې چې ډېرى نوري مصرۍ مېرمنو په کورنو کې هم کار کار کاوه، خو دغه کار دوى په اقتصادي لحاظ تر دې کچې پورې په خپلو پښو درولې وې چې، دخپلي کورنۍ لپاره به يې خوراک او پوښاک چمتو کاوه،ددې دورې مېرمنو به دخپلو کارونو په لړ کې غنم ژرندې ته د اوړه کولو لپاره هم وړل، په شتمنو کورنيو کې دغلامانو تنظيم هم د ښځو له مهمو کارونو څخه ګڼل کيدى، په هغه وخت کې آن يوې ښځينه فرعون (پاچا) چې، هتشپسوت نومېدله د لنډ وخت لپاره يې حکومتې چارې هم مخته بېولي دي .

    په بين النهرين (عراق ) کې د ښځو حالت
    په بين النهرين کې چې به کله د يوې کورنۍ پلار مړ شو، شتمني به يې زامنو ته رسېده. مشر زوى به يې تر نورو اولادونو دوه چنده مېراث اخيستى او نجوني به بيا هغه مهال دمېراث حقداري ګڼل کېدلې چې، دمړې څخه به نارينه اولاد پاته نه ؤ . په ټولنه کې تر ټولو فقيره طبقه کونډې ښځې ګڼل کېدلې، ځکه چې دولت دهغوى دهوساينې لپاره هيڅ پلان نه درلود، هغوى کارو اوکسب ته هم لږ لاسرى درلود. که به چيري ديوې ښځي خاوند مړ شو نو، هغې به دژوند نفقه له لاسه ورکړه ځکه چې ،په هغه ټولنه کې ښځو ته ترډېره دکار زمېنه چمتو نه وه . په دې سيمه کې هلکان ښوونځيو ته نه تلل، ځکه مور او پلار يوازې خپلو اولادونو ته دالهي احکامو په ور زده کولو ځانونه مکلف ګڼل . نجونو به داوبدولو او پخولو چارې له خپلو ميندو څخه زده کولې . په دې وخت کې هم يو شمېر ښځې وې چې، له کور د باندي به يې کار او کسب کاوه، دبېلګې په توګه، ددې ښځو له ډلې څخه يې ځينو دکورنۍ دغړو لپاره پر پوښاک چمتو کولو سربېره د دغه پوښاک يوه برخه په بازار کې هم خرڅول .
    په يونان کي د ښځو کار اوکسب
    دلرغوني يونان په په شمتنو کورنيو کې له ښځو څخه هيله کېده چې ، د کور د سمبالښت ترڅنګ په مالې چارو کې هم ونډه واخلي . په عمومي ډول د دې کورنيو ښځې به د کور په کارونو بوختې وې او خپل غلامان به يې په سودا رانيولو پسې ښار ته لېږل . خو مسکينو ښځو بيا د دوى برعکس د خپلي خوښي ډېر حق نه درلود او له خپلو مېړونو سره به يې په پوله اوپټې کې مرسته کوله . آن شتمنې مېرمنې هم په هغه وخت کې دکاليو په کنډولو او د کور په نورو چارو بوختې وې .
    په دې وخت کې يونانۍ مېرمنې لا هم د سړيو لکه : پلار، ورور، اود (کونډتوب پرمهال ) د زامنو تر واک لاندې ژوند کاوه .
    ښځې په روم کې
    رومي ميرمنو په لرغونې زمانه کې د خپلې شخصې پانګې لرولو او سوداګرۍ حق درلود. په دې لړ کې د(ليد يا ) په نامه ديوې داسې ميرمنې نوم ياديږي چې، د لوړي بيې ټوکران به يې خرڅول. په ځينو خاصو کارونو کې لکه : د عطرو او سپينو زرو په خرڅولو کې به ښځو له خپلو مېړونو سره مرسته کوله . يو شمېر داسي ښځې هم وې چې، د سينګار او داييتوب اسانتياوي به يې نورو ښځو ته چمتو کولې . په هغه وخت کې روغتيا پالي مېرمنې هم موجودې وې په داسي حال کې چې، روم په پراخه امپراتورۍ کې ډېر کارونه دخلګو لخوا سرته رسېدل. په لرغوني روم کې ډېرى مېرمنې دکوچنيانو په روزنه او خپلې کورنۍ ته د وړينو کاليو په اوبدلو اخته وې. په ځانګړې ډول شتمني کونډېاني به دنورو ښځو په پرتله په وروځنيو چارو کې ډېرې خپلواکي وې . د خپلواکو ښځو ترڅنګ يو زيات شمېر نوري ښځې هم وې چې، دغلامانو په ډول وروڅخه کار اخيستل کيدى .

    په منځنيو پېړويو کي د ښځو کاراوکسب
    دانګلوساکسون ښځو په منځنيو پېړيو کې اجازه نه درلوده چې، خپله شخصي پانګه اوشتمني ولري او تړونونه لاسليک کړي . دانګلوساکسون ښځې لکه نارينه په سختو کارونو اخته وې . اوبدل، د وړيو لوشل د کورنۍ دغړو لپاره خوراک اوڅښاک چمتو کول اونور... يې له مهمو مسؤليتونو څخه وو . هغوى له کروندو څخه دحاصل ټولولو پر مهال له خپلو خلګو سره هم مرسته کوله او ځينو ښځو به بيا راهبانيت ته مخه کوله ، خو تر ډېره ځايه پوري سخت کارونه د ښځو پر غاړه وو.
    په ١٦مه او ١٧مه پېړۍ کې د ښځو کار او کسب
    په شپاړسمه او اوه لسمه پېړۍ کې معلمي، وکالت او ډاکټري په ښځو پوري اړه درلوده . د دې ترڅنګ داسي مېرمنې وې چې، رنګرېزي،کالې مينځل، ورېښمين کارونه، خولۍ رغول، او نور لاسي کارونه يې دژوند دښه تيرولو کسب اوکار و.ځينو نورو ښځو بيا په نان وايي کې اوړه خيشتول، پخول او بيا به يې پر ټاکل شويو څلور لارو باندې پلورل .خو ډېرى مېرمني په کورونو کې په خدمت اخته وې، يو شمېر داسي ښځې هم وې چې په درمل جوړولو او داييتوب لګيا وې اوسړيو به يې په کروندو اوپټيوکي کار کاوه . په منځنيو پېړيو کې په اروپا کې کورونه د ښار په شاوخوا کې موجود وو او له دې امله دکورونو لرونکومېرمنو په کورونوکې بيلا بيل کارونه سرته رسول، هغه کورنۍ چې له ښارونو څخه ليري اوسيدل،هلته مېرمنو دخپلو کروندګرو خاوندانو سره پر پخلي سر بېره غواوي لوشلې او هم يې نورو کورنيو حيواناتو ته واښه وراچول، اوبه يې ورکولې او په ساتلو کې يې فعاله ونډه اخيسته . يادو ښځو په بازارکي دخرڅلاو لپاره سامان الات هم چمتو کول . دکورنۍ دغړو کالي يې مينځل او د کور خواپاکي هم ددوى په غاړه وه.کور لرونکو ښځو په منځنيو پېړيو کې د دې ټولو کارونو ترڅنګ څه ناڅه د ډاکټرۍ پوهه هم درلوده اوپه دې پوهيدلې چي د يو شمېر ناروغيو په وړاندې دخپلي کورنۍ غړې څنګه وساتي ؟ که به کومې ښځې په دې اړه معلومات نه درلودل نو، هڅه به يې کوله چې، يوه داسي هوښياره ښځه پيداکړي چې له هغې څخه دغه پوهه زده کړي . يوازې شتمني مېرمني وې چې، کولاى شواى ډاکټرانو ته مراجعه وکړي. په دې پېړۍ کې به معمولا دمنځنۍ طبقې مېرمنو ډېري چارې سرته رسولې . خو د لوړې طبقې ښځو خپل ډېر وخت دکور او خدمتګارانو په اداره کولو کې تېراوه ،هغه وخت چې ، به ددوى مړونه په کورونو کې موجود نه وو نو، دوى به دهغوى ورځنۍ چارې هم سرته رسولې او دهغوى مالي حسابونه به يې خلاصول .

    په اتلسمه پېړۍ کې د ښځو کار او کسب
    داتلسمې پېړۍ په اوږدو کې په کرار،کراره سره ښځو مسلکې کارونو لکه جراحي يا سلمانۍ ته مخ واړاوه. په دغه وخت کې په ډېرو کورونو کې دښځو ژوند مثبت بدلون وموند. نجونو وکولاى شواى ښوونځيو ته ولاړي شي، خو دلته مهمه خبره داوه چې، هلته د مسلکي زده کړو پر ځاى نجونو ته ګلدوزي او ګنډل (خياطي )ور زده کېدل.


    په نولسمه پېړۍ کې د ښځو کار اوکسب
    په نولسمه پېړۍ کې صنعتې انقلاب دانګليسانو په ژوند کې لوى بدلون راوست . له دې وړاندې خلګ د ښار پرڅنډو په کښت او کرونده بوخت وو. صنعتې انقلاب خلګ ښاري کړل او ددوى کار يې تر فابريکو پوري ورساوه . په دې پېړۍ کې کور او کار له يو اوبل څخه بېل شول . په نولسمه پېړۍ کې ښځو ډېر حقونه تر لاسه کړل او ډېرې رومان ليکوونکې ښځې خلګو وپېژندلې. په نولسمه پېړۍ کې ٨٠سلنه وګړي کار ګران وو، په دې وخت کې دمنځنۍ طبقې خلګ هغه چاته ويل کيدل چې ،لږ تر لږه به يې يو خدمتګار درلود. دخدمتګارانو په دې ډله کې لويه برخه دښځو وه ځکه چې، دنارينه خدمتګارانو بيه دښځو په پرتله لوړه او د ډېرو حقونو غوښتنه به هم يې کول. په دې پېړۍ کې بيا هم دخدمت پېټى تر ډېره ځايه دښځو پر اوږو پروت و . هغوى چې به کله واده وکړ، د اولادونو پرساتنه او روزنه سر بېره به يې د کور چاري هم سنبالولې او په کارخانو کې به يې بيا بې له عصرې وسايلو درانه کارونه کارونه سرته رسول. په نولسمه پېړۍ کې د شتمنو کورنيو مېرمنو د کورنيو دکارونو په څنګ کې يو شمېر خيريه چارو ته هم مخه کړه.په ١٨٧٤ميلادي کال لومړنى دليکنې ماشين بازار ته وړاندې شو او په کال ١٨٧٦مېلادي کې ټليفون هم اختراع شو،دغه دواړې اختراعګانې ددې سبب شوې چې، مېرمنو ته دکار نوې چانسونه په لاس ورکړي . په ١٨٦٥مېلادې کال کې ښځو ته اجازه ورکړل شوه چې،طب ته مخه کړي. لومړنۍ ښځينه ډاکټره انګرېزۍ اليزابيت کرت اندرسون (١٩٧١- ١٨٣٧)وه. اليزابيت همدارنګه لومړنۍ ښځه وه چې ،په کال ١٩٠٨ کې ښارواله وټاکله شوه . په دغه هېواد کې دغاښونو لومړنۍ ډاکټره کشور ليلين موري وه چې،په کال ١٨٩٥ کې په خپله سيمه کې دنده اجراء کوله . لومړنۍ ښځينه خټګره (معماره ) اتل چارلز نومېدله چې، په ١٨٩٨کال يې دخپلي کورنۍ لپاره نفقه له همدې لارې پيداکول. د انګليستان دوې پېژندل شوي ښځې فلورانس ناينتينګل او مري سيکل لومړنۍ ښځې وې چې،د کار په لارو چارو کې يې يو شمېر اصلاحات راوستل .
    په شلمه پېړۍ کې د ښځو کار اوکسب
    دشملې پېړۍ په اوږدو کې دښځو حقونه په پراخه کچه وغوړېدل.په ١٩٢٩ کې مارګارت بنفليد لومړنۍ ښځه وه چې،وزېره وټاکل شوه . مارکارت تاچر بيا لومړنۍ ښځه وه چې، په کال ١٩٧٩ کې د لومړۍ وزېري په حيث غوره شوه. په غالب ګومان ويلاى شو چې، په دې پېړۍ کې د ښځو پرمخ د کارونو دروازې پرانيستل شوې . په ١٩١٠کال لومړنۍ ښځينه پوليسې په لاس انجلس کې په دنده پيل وکړ.په ١٩١٦کال په برتانيا کې هم مېرمنې دپوليسو په ليکه کې ور شاملې شوې . په ١٩١٩مېلادې کال په انګلستان کې ځينو ښځو ته په ټاکنو کې ونډه ورکول شوه . په ١٩١٧ مېلادي کال کې د نړيوالي لومړۍ جګړې په منځ کې په لومړي ځل د ښځو يوې ډلې ته په پوځ کې د ورګډېدو چانس په لاس ورغلى . په دې وخت کې ښځو ته دواده او کار کول غيري معمولي و(البته يوازې په لومړۍ او دوهمه نړېواله جګړه کې ). ديادې پېړۍ په نيمايي کې ١٩٥٠ او ١٩٦٠ کلنو کې لا نور هم ښځو ډېري څه ترلاسه کړه . په ١٩٧٠کال کې د ښځو او نارينه وو ترمنځ د حقونو توپېر په ځانګړي ډول نارينه وو ته ترښځو زيات حقونه غيري قانوني وپېژندل شوه . په کال ١٩٧٥ مېلادي کې د ښځو په وړاندې هر ډول جنسي،کاري، ښوونيز،روزنيز اونور توپيرونه دقانون خلاف وګڼل شول. په دې ډول نو، موږ په دې وروستيو کې دنړۍ په بېلا بيلو هيوادونو کې په کار،مديريت او ... کې د ښځو دفعالي ونډې شاهدان tand
    له ګرداب ورځپاڼې څخه په مننه
Working...
X