بلخ ادبي خوځښت، چهاربولک ادبي بهير پرانيست
| شنبه, 09.02.2013, 11:58 AM | (22 لیدل شوی)
راپور: عصمت خاند بلخ ولايت په لرې پرتې ولسوالۍ (چهاربولک) کې ادبي بهير پرانيستل شو، دغې هڅې له ډېرې مودې راهيسي د بلخ ادبي خوځښت له خوا رواني وې چې د ۱۳۹۱ لمريز کال د سلواغې په ۱۸ مه نېټه يې د يادې ولسوالۍ په مرکزي کلي اېلمان (وچه ونه) کې د يوې سترې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شو.
چهاربولک د بلخ ولسوالۍ لويديځ لور ته لرې پرته ولسوالي ده چې تل به ترې د نا امنيو او مرګ ژوبلو خبرونه راتلل خو نن د يادې ولسوالۍ ځوان فرهنګيالان په خپل زيار او د بلخ ادبي خوځښت په مرسته د ايلمانو په کلي کې چهاربولک ادبي بهير پرانيست. او ويې پتېيله چې په سيمه کې به خلک د زده کړو په ارزښت پوه کوي، د سيمي ځوانان به په ځان را ماتوي او د زده کړې او پوهې له دغه بهير سره به يې يو ځای کوي تر څو ټولنه په راتلونکي کې د غوره، فرهنګي شخصيتونو او څېرو لرونکې واوسي.
په هغه غونډه کې چې د بلخ ادبي خوځښت لخوا د وطواط بلخي ليسې په انګړ کې جوړه شوې وه، د سيمې ګڼ شمېر مشرانو، د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې غړو، د بلخ ادبي خوځښت غړو او د چهاربولک ولسوالۍ ځوانانو پکې ونډه لرله. د دريځ چارې جاويد واک سمبالولې او د معمول په څېر د قرانکريم د مبارکو ايتونو پيل وشو. وياند ګډونوالو ته تر ښه راغلاست وروسته نجيب الله پاڅون ته بلنه ورکړه، د چا په زيار چې په ياده سيمه کې دغه بهير رامينځ ته شو.
نجيب الله پاڅون ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل، نوموړي په خپل وار له ټولو هغو مشرانو په ځانګړې توګه له ښاغلي حاجي عبدالمومين خيرخواه مننه وکړه چې ددغه نيک کار په ترسره کولو کې يې ورسره مرسته کړې وه او پر ملا يې ډبولی و.
پاڅون زياته کړه: (چهاربولک ادبي بهير پرانيسته او جوړونه د بلخ ادبي خوځښت ستره لاسته راوړنه ده او دا د سيمې ځوانانو ته د پښتو ليک لوست، شاعرۍ او نثر زده کړې په ډګر کې ستر مرکز دی.) نوموړي په تشريحي ډول د بهير موخې څرګندې کړې چې هغه په سيمه کې د ليکوالانو روزل او د شاعرانو هنر ته وده ورکول دي، هغه زياته کړه چې ځوانان به په بهير کې په پښتو ليک لوست زده کړي او د خپلې ژبې له ليک دود او ګړدود سره به په پوره توګه اشنا شي. پاڅون د خپلو خبرو په پای کې يو ځل بيا له ټولو مشرانو او ځوانانو مننه وکړه چې له نوموړي سره يې د چهاربولک ادبي بهير په رامينځ ته کولو کې منډې ترړې وهلي دي.
نجيب الله پاڅون ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل، نوموړي په خپل وار له ټولو هغو مشرانو په ځانګړې توګه له ښاغلي حاجي عبدالمومين خيرخواه مننه وکړه چې ددغه نيک کار په ترسره کولو کې يې ورسره مرسته کړې وه او پر ملا يې ډبولی و.
پاڅون زياته کړه: (چهاربولک ادبي بهير پرانيسته او جوړونه د بلخ ادبي خوځښت ستره لاسته راوړنه ده او دا د سيمې ځوانانو ته د پښتو ليک لوست، شاعرۍ او نثر زده کړې په ډګر کې ستر مرکز دی.) نوموړي په تشريحي ډول د بهير موخې څرګندې کړې چې هغه په سيمه کې د ليکوالانو روزل او د شاعرانو هنر ته وده ورکول دي، هغه زياته کړه چې ځوانان به په بهير کې په پښتو ليک لوست زده کړي او د خپلې ژبې له ليک دود او ګړدود سره به په پوره توګه اشنا شي. پاڅون د خپلو خبرو په پای کې يو ځل بيا له ټولو مشرانو او ځوانانو مننه وکړه چې له نوموړي سره يې د چهاربولک ادبي بهير په رامينځ ته کولو کې منډې ترړې وهلي دي.
شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې فرهنګي مسوول؛ ذبيح الله احساس بيا د زده کړو پر اهميت خبرې وکړې، نوموړي هيله څرګنده کړه چې پلرونه دې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي او تعليم دې پرې وکړي. احساس وويل ( پوهه يوازينۍ لار ده چې موږ ځان ته او ټولنې ته د خدمت جوګه ګرځوي، خپل لمسيان، زامن، خويندي او لوڼه ښوونځيو ته واستوئ او زده کړې پرې وکړئ تر هغو چې مو وسه وي.) احساس د سيمي ځوانانو ته په اشارې سره وويل (تاسې ته پکار ده چې له دې پرمختللي دور سره يو ځای شئ، ښوونځی ولولئ، پوهنتون ولولئ او ماسټري او ډکټورا وکړئ، ټولنه راويښه کړئ او پر مخ يې بوځئ، که د ښوونځي ښوونکی لږه پوهه لري هم تاسې بايد زده کړه تر لاسه کړئ هغه که له هرې لارې وي، په ادبي ناستو کې برخه واخلئ او د خپلې سيمې له فرهنګي ځوانانو سره خپل ليکل او خپل نظرونه شريک کړئ) نوموړي د سيمي له مشرانو څخه د ملاتړ او همغږۍ غوښتنه وکړه او په پای کې يې د چهار بولک ادبي بهير پر پرانيستې د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې مشرتابه د خوښۍ پيغام وړاندې کړ.
د سيمي مخور او دروند مشر حاجي عبدالمومين خيرخواه د چهاربولک ادبي بهير پر پرانيستې خوښي څرګنده کړه، او په دغه لاره کې يې د نجيب الله پاڅون هڅې د ستاينې وړ وبللې. نوموړي وويل ( موږ له کلونو کلونو د داسي يو ادبي مرکز د جوړيدو هيله لرله چې نن مو دغه هيله پوره شوه، زه له ټولو ځوانانو هيله کوم چې د بهير په اونيزو غونډو کې په منظمه توګه برخه واخلي او له همدې لارې د خپل کلتور او ژبې د ودې د پاره زيار وباسي) همداراز نوموړي د بلخ ادبي خوځښت ټولو زيارکښو فرهنګيانو سره ژمنه وکړه چې ياد بهير به روان ساتي او د سيمي ځوانان به د ګډون د پاره ورته رابولي.
خيرخواه زياته کړه ( دا به زموږ اولينۍ او اخيرنۍ غونډه نه وي، موږ به دا بهير جاري ساتو او تاسي به په راتلونکي کې په چهاربولک ولسوالۍ کې د سترو سترو غونډو، مشاعرو او ناستو شاهدين واوسئ.)
نوموړي چهاربولک ادبي بهير سره د اتيا ټوکه پښتو کتابونو د مرستې وعده وکړه او په ياده ولسوالۍ کې يې هر ډول فرهنګي مرستې ته ټټر وواهه.
د بلخ پوهنتون پښتو څانګې استاد او د بلخ ادبي خوځښت مرکزي ملګري، ضمير څار له حاجي عبدالمومين خيرخواه څخه د زړه له کومې مننه وکړه چې د ځوانانو د ملاتړ په برخه کې يې خورا مرسته کړې ده.
نوموړي د اونيزو ادبي ناستو پر محتوا خبرې وکړې، د دريځ چارې سمبالول د يوه ټاکلي وياند له لوري او بيا د قرانکريم د مبارکو ايتونو په تلاوت د غونډې پيل او د غونډې د څارنې په موخه د مشر مېلمه او کوربه ټاکل، د تېرې غونډې راپور لوستل، په شعر/نثر د کره کتنې برخه، ازاده مشاعره او د غونډې نورې برخې يې ښايسته تشريح کړې تر څو د چهار بولک ادبي بهير ګډونوال د اونيزو ناستو پر اصولو، ترتيب او تنظيم پوهه ترلاسه کړي.
څار؛ د ياد بهير له ګډنوالو سره ژمنه وکړه چې هره اونۍ به د خوځښت له مرکزي ډلې يو تن ملګری راځي او په چهاربولک ادبي بهير کې به ګډون کوي تر څو ددغه بهير ګډونوال د اونيزو غونډو د پياوړي ساتلو لارې چارې زده کړي.
د غونډې وروستی ويناوال د وطواط بلخي ليسې سرښوونکی اغا محمد خان و، نوموړي وويل (زه يو ځل بيا ټولو ته ښه راغلاست وايم او د چهاربولک ادبي بهير پرانيستل يو نيک ګام دی، موږ د دغه بهير په پياوړي کولو کې له هېڅ ډول مرستې نه ډډه نه کوو او د ځوانانو تر څنګ به چهاربولک ادبي بهير په پښو دروو.)
چهاربولک ادبي بهير د پرانيستلو برخه:
د ويناګانو برخې نه وروسته چهاربولک ادبي بهير رسما پرانيستل شو،د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې غړي، د بلخ ادبي خوځښت غړي، د سيمي د دستار سړي او د کار ځوانان راولاړ شول، د تلاوت او دعايې په ويلو سره يې چهاربولک ادبي بهير پرانيست او يو بل ته يې د مبارکۍ غېږې ورکړې.
د پرانيست غونډې په وروستۍ برخه کې خوندوره مشاعره ترسره شوه، وياندويي وحيد ګل زهير ته ور وسپارل شوه او زهير د پير محمد کاروان په بيتونو مشاعره پيل کړه، چهاربولک ادبي بهير نه يې نقيب الله ته د شعر اورولو بلنه ورکړه. نقيب الله د غزل له باچا غزل راوړی و او د خواږه اواز ترنم يې غونډه له ځانه سره واخيسته.
(تل به په لار د ميړنو سره ځم-يمه پښتون له پښتونو سره ځم
حمزه سفر که د حجاز وي نو هم-زه د پښتون د قافلو سره ځم (دوام)
سيد علم سيلاب له عشقه داد واهه او ذبيح اتل د کونډو چغو ته حيران و، ماشوم شاعر، نويد ملکزي هم په ماشومانه انداز خپل شعر ولوست او په پای کې د ليونۍ شاعرۍ والا شاعر، جاويد واک بيا د ونې د رديف غزل په خوند خوند ولوست. (لمر دى، لږ دمه غواړم، راځه ونې- ما دې خورو څانګو كې ساته ونې)(تل به په لار د ميړنو سره ځم-يمه پښتون له پښتونو سره ځم
حمزه سفر که د حجاز وي نو هم-زه د پښتون د قافلو سره ځم (دوام)
د مشاعرې په پای کې غلام رسول ملکزي په دعايې سره غونډه پای ته ورسوله.
د يادونې وړ ده چې بلخ ادبي خوځښت په شمال کې د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې فرهنګي څانګې په توګه فعاليت کوي چې د ياد وړ لاسته راوړنې يې په مزارشريف کې مومندبابا ادبي بهير او ميرمن کلتوري او ټولنيز بهير، په بلخ ولسوالۍ کې ام البلاد ادبي بهير او تازه لاسته راوړنه يې په چهاربولک ولسوالۍ کې د چهاربولک ادبي بهير دی.تر څنګ يې له شماله دوه پښتو مجلې (پرخه او پسرلی) هم خپروي او همداراز يې وخت نا وخته علمي او روزنيز ورکشاپونه پر لاره اچولي دي چې په پايله کې يې ګڼ ځوانان ليکوالۍ ته هڅولي او پر دغه لاره روان کړي دي.
