Announcement

Collapse
No announcement yet.

زړور ښکاري / ژباړه: نورالله غازي يار

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • زړور ښکاري / ژباړه: نورالله غازي يار

    زړور ښکاري / ژباړه: نورالله غازي يار
    | جمعه, 08.02.2013, 03:17 AM | (85 لیدل شوی)


    د سويزرلينډ د خلکوکيسه

    د سويزرلينډ د لوړو غرو په لمنو كې يو كس اوسېدو، چې نوم يې وليم ټيل و، وليم ټيل يو زړور او زورور ښكاري و، هغه په نښه ويشتنه كې په ټول هيواد كې نوم درلود، د چا خبره ويښته هم ترې نه خطا كېدو.


    هغه وخت په سويزرلينډ كې د ګيسلر په نوم د يوه ظالم پاچا واکمني وه، ګيسلر د خپل طاقت او زور ښودلو لپاره پر خلكو ډول ډول قوانين اجرا كول، بيا به يې هغه پر خلكو په زور عملي كول. هغه خپله خولۍ په يوه لوړ ځاى راځړولې وه او حكم يې جاري كړى و، چې ټول وګړي به له دې ځاى څخه د تېرېدو پر مهال دې خولۍ ته سلام كوي.

    د سويزرلينډ وګړو د ګيسلر دې ډول حكم ته غاړه نه ايښوده، دوی ويل چې څنګه يوې عادي ټوپۍ ته سلام وكړي، دوى ددې حکم نه وروسته پر دغه لاره خپل تګ راتګ هم بند كړ.

    ښكاري وليم ټيل چې د غرو په لمنو كې اوسېدو، دی له دې نه وخبر، چې دې خولې ته له سلام اچولو پرته تېرېدل قانوني جرم دى . يوه ورځ دى د څه كار لپاره كلي ته راتلو، له هغه سره يې زوى هم و. چې کله د ګيسلر له ټوپۍ تېر شو؛ نو ديوه عسكر قهرجن غږ يې واورېد:

    ــ ودرېږه! تا د خپل حكمران خولۍ ته سلام ولې ونه كړ!

    وليم ټيل خولۍ ته پورته وکتل:

    ــ ولې،... دې خولې ته ولې سلام وكړم؟

    عسكر ځواب وركړ:

    ــ ځكه چې دا ستا د حكمران خولۍ ده، ده حكم كړى چې زما دخولۍ لاندې چې هر څوک تېرېږي،بايد سلام ورته وکړي!

    وليم ټيل ځواب وركړ:

    ــ ما دغه حكم نه دى اورېدلى او دغه خولۍ ته كوم درناوى هم نه لرم .

    ددواړو خبرې جګې شوې اولاس يې سره واچاوه . په دې وخت كې ګيسلر د يوې ډلې سرتېرو سره راښکاره شو، په ډډ غږ وبړيد:

    ــ څه شور مو جوړ كړى!

    عسكر په خورا ادب ځواب وركړ:

    ــ صاحب! دا وليم ټيل نمېږي، ستا خولې ته د سلام كولوحکم نه مني ...

    ګيسلر په اس سپور د هغه مخې ته ودرېد:

    ــ "ښه وليم ټيل ته يې!؟ ما اورېدلي چې ته ډېر ښه نښه ويشتونكى هم يې او په نښه ويشتو كې سارى نه لرې، ريښتيا؟

    وليم ټيل دهو سر وخوراوه .

    دګيسلرپر شونډو يوه شيطاني موسکا وبريښيده :

    ــ ډېر ښه! ما ستا د مهارت ازمايلو لپاره يو سوچ كړى، زه له تا سره ژمنه كوم كه په نښه ويشتو كې بريالى راوختې؛ نو تا به ازادوم.... وليم ټيل وويل:

    زه په ډېره خوښې ستا دغه شرط قبلوم.

    ګيسلر د اس د سر نه يو هلك ته اشاره وكړه :

    ــ دا ستا زوى دى؟

    ــ هو!

    ــ زړور هم دى؟

    ــ زما په خيال زړور هم دى.

    ــ بيا خو نو ستا مرسته كولى شي!

    يوه مڼه يې له جيب څخه راوويسته او وليم ټيل ته يې ونيوه:

    ــ هه دا واخله او دا زوی دې دهاغې څېړۍ لاندې ودروه او دغه مڼه يې پر سر كېږده، كه چېرې تا په يو ګوزار دغه مڼه راوغورځوله؛ نو زما له لورې ته ازاد يې .

    مكار ګيسلر دا وويل او موسكى شو، د ګيسلر عسكرو هم دې هر څه ته په حيرانۍ كتل .

    وليم ټيل په زور چيغه كړه:

    ــ ايا ته غواړې چې زه خپل زوى په خپل لاس ووژنم!؟ دا زه نشم كولى...

    مګر د زوى په سترګو كې يې لږه ويره هم نه ښکاريده، هغه خپل پلار ته وويل:

    ــ ګرانه پلار جانه! زړه مه خوره زه به بيلكل سم دم ودرېږم، ما پر دې پوره باور دى چې ته به خپله نښه نه خطا كوې .

    دې زړور ماشوم له ګيسلر نه مڼه راواخيسته او بيا يې په يوه منډه د هغې ونې لاندې ځان ورساوه، هغه په ډېر اختياط مڼه په خپل سر كېښوده او ويې ويل:

    ــ زه تيار يم!

    وليم ټيل له كڅوړۍ دوه اوږده او سيده غشي راووېستل، يو غشى يي په خپل قمربند كې وټومبه او بل يې په لينده كې كېښود، په ډېر پام اوټينګې ارادې سره يې لينده كش كړه او غشى يې پرېښود، غشى سيده د خپلې نښې پر لور ورغى او مڼه په منځ دوه ځايه شوه . ګيسلر تور وايشد:

    ــ تا په قمربند كې دا دوهم غشى د څه لپاره کيښود؟ زما د مرګ لپاره، هه!

    وليم ټيل د ګيسلر په سترګو سترګې ورخښې كړې :

    ــ هو، دوهم غشى مې ستا لپاره په قمربند كې ټومبلى و، كه زما د زوى يو ويښته هم زهير شوى وى؛ نو ما به روغ نه وې پري ايښى. ګيسلر چې دا واوريدل؛ نو له غوسې څخه سور واوخت، خپلو سرتېرو ته راوګرځېد :

    ــ دا درسره بوزى او زما د بلاحصار د زندان تر ټولو مضبوطې كوټې ته يې واچوی!

    وليم ټيل چې خپل ځاى كې سمېدو؛ نو سرتېرو يې مټې ورتړلې وې،هغه يې له ځان سره روان كړ، په بېړۍ كې يې كيناوه او بيړۍ دخپل منزل په لور روانه شوه، بيړۍ چې دسيند منځ ته ورسيده؛ نو د يوه زورور توپان سره مخ شوه، د اوبو زورورې څپې په يوې او بلې پسې راتلې، نور نو د بيړۍ د ډوبېدو خطر پيدا شو او د سرتېرو له ولكې څخه ووته. د سرتېرو مشر د وليم ټيل پر لور وروكتل او ويې ويل:

    ــ ته يو ماڼو يې ته له موږ نه ښه ددغه سيند په اړه پوهېږې، كه چېرې موږ ستا لاسونه پرانېزو؛ نو ايا د بيړۍ په بچ كيدو كې به له موږ سره مرسته وكړى شې؟

    وليم ټيل وويل: هو، كولى يې شم. هغوى يې لاسونه ور پرانيستل، وليم ټيل په څو شېبوکې بيړۍ تر خپلې ولكې لاندې راوسته، بېړۍ چې ساحل ته نږدې شوه؛ نو وليم ټيل خپله لينده اوبو ته وروغورځوله، دى او زوى يې دواړه سيند ته وروغورځيدل او بيړۍ ته يې يوه زوروره ډيكه وركړه او دسيند په لورې يې روانه کړه .

    د سرتېرو مشر چيغه كړه: هله راويې نيسى ويې وهى او...خو هغوى په ډېرې تيزې ځان د سيند څنډې ته رسولی و او په يوه شيبه كې دسيند پر غاړه په ګڼو وښو كې ورك شول . سرتېرو ډېر ولټول؛ خو هغوى دمخه د غرونو لمنو ته رسيدلي وو، چې هلته د ظالم حكومت د نوي قانون څخه بيخي ازاد ووtand .


Working...
X