Announcement

Collapse
No announcement yet.

شمال ټلواله او پاکستان/ نظيم سمون

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • شمال ټلواله او پاکستان/ نظيم سمون


    شمال ټلواله او پاکستان/ نظيم سمون
    | شنبه, 02.02.2013, 02:27 PM | (709 لیدل شوی)

    د انګلستان پخواني لومړي وزير ويسټون چرچل، په خپله يوه مرکه کې ويلي و چې د درېيمې نړۍ په هېوادونو کې ناپوه اکثريت او خاين اقليت زموږ د استعمار لپاره بريالۍ تجربه وه.
    د چرچل دغه وينا مې ځکه را واخيسته چې د افغانستان خاين اقليت تل زموږ خوشباوره پښتانه سياستوال په خپلو مکارو سياستونو غافله کړي او په نظام کې د خپل قدرت د بقا او تثبيت په خاطر يې په ډېر مهارت پردۍ ګټې پاللې دي.
    پاکستان د بهرنيو ځواکونو له وتو وروسته په افغانستان کې د خپل رول د برجسته کولو په هڅه کې دى. شمال ټلواله چې په هېواد کې بهرنيو استخباراتو سره د پټو معاملو او د نامشروع تعامل پذيرۍ اوږده مخينه لري، د پاکستان (اى، اس، اى) او پوځ ته ښه ستراتېژيک ملګري ثابتېداى شي.
    په افغانستان کې په قومي لږکيو کې له بهرنيو استخباراتي کړيو سره فعال کرکټر احمد شاه مسعود و، چې تر اوسه ساده پښتنو د هغه کاذبه او خاينه څېرې نه ده پېژندلې.
    مسعود په ١٩٧٤ کال کې د کابل په پولي تخنيک پوهنتون کې د د ويم کال محصل و، چې د وخت حکومت له ډاره پېښور ته وتښتېد. هغه په پېښور کې اوسېده چې په لومړي ځل د پاکستان د استخباراتي ادارې پام يې ځان ته واړاوه. دپاكستان دسرحدي ځواكونو قوماندان نصيرالله بابر له يو شمېر نورو افغان محصلینو سره د سردار داوود د حکومت پر وړاندې د وسلوال فعاليت په موخه د پوځي روزني يوپټ پروګرام جوړكړ.
    احمدشاه مسعود پېښورته نږدې دچراټ په پوځي كمپ د چريکي بريدونو په يو مياشتنى مخفي كورس کې شامل شو او د I.S.I د پوځي مامورينو له خوا ورته زده کړې ورکول کېدې. مسعود په۱۹۷۵ ميلادي كال كې چې د پنجشيري ځوانانو د يوې دېرش کسيزې ډلې مشري يې کوله د (I.S.I) په دستور پرحكومتي تاسيساتو د بريدونو په موخه افغانستان ته ولېږل شو.
    مسعود د حکومتي ځواکونو له خوا په شاه وتمبول شو او د پنجشير غرونو ته وتښتېد، تر يوه مياشت ځنډ وروسته بېرته پاکستان ته ستون شو، خو دا چې ماموريت يې بريالى نه و او هممهاله له نورو استخباراتو سره د جاسوسۍ تور پرې لګېدلى و، په خپله د اى اس اى تر څار لاندې راغى. اى، اس، اى د پاکستان پر وړاندې د جاسوسۍ په تور د مسعود يونږدې ملګرى جان محمد ونيو، هغه په خپله اعتراف کړى و، چې مسعود ورسره لاس لري.
    دا چې نور د مسعود لپاره په پاکستان کې ځاى نه و، بېرته يې افغانستان ته پناه راوړه. دا وخت په افغانستان کې کمونيستي نظام واکمن و او مسعود هم له دې امله له پاکستان سره عقده ونيوله چې ددغه هېواد استخباراتي ادارې د هغه پر همکارۍ شک ښکاره کړ او له پېښوره يې وشاړه.
    مسعود په ښکاره د جهاد په نوم ټوپک په اوږه کړى و، خو د افغانستان له کمونستي نظام او د شوروي KGB سره يې پټه همکاري له هېچا پټه نه ده.
    د استخباراتو يوه نا مردي داده چې د اجيرو جاسوسانو هويت هېڅکله پټ نه ساتي او هغه خاينې څېرې يې بربنډې کړي، چې له خپل هېواد او ولس سره يې د مادي ګټو او سياسي موقف د لاسته راوړلو لپاره جفا کړې ده.
    نړيوالو او ګاونډيانو تل په افغانستان د خپلو ګټو او سياليو لپاره اقليتونه په غېږ کې نيولي او پاللې دي. خو بدبختانه د شمال ټلوالې مکارو سياستوالو په خپل ولس کې دا ذهنيت پوخ کړى، چې پښتانه د پاکستان غلامان دي او پاکستان له پښتنو سره واک ته په رسېدو کې مرسته کوي.
    پاکستان پښتون ته د خپل تاريخي دښمن په سترګه ګوري، ځکه پاکستان فکر کوي چې په افغانستان کې د پښتنو واک به د دوى اوږدمهاله ګتې، چې هغه ډېورنډ مسله ده، له خنډ سره مخ کړي.
    شمال ټلواله او په مجموع کې ټول لږکي، غواړي چې د ډېورنډ لانجمنه مسله دې له پاکستان سره د کرښې د رسميت په پېژندلو حل شي. د همدې مشترکې وجې له امله اسلام اباد د شمال ټلوالې په څېر يوه ستراتېژيک ملګري ته اړتيا لري، خو د ملګرتيا دغه ايتلاف به له شک پرته چې د پښتنو په يقيني زوال منتج شي.
    د ډاکټر نجيب د واکمنۍ له سقوط وروسته کله چې مجاهدين افغانستان ته ننوتل، پاکستان پرلپسې جدي هڅې کولې، چې په افغانستان کې د پښتون واکمنۍ مخه ونيسي. پاکستان د ولسمشر په توګه د حکمتيار او نورو پښتنو جهادي مشرانو سخت مخالفت کاوه او ټينګار يې پر دې و، چې له لږکيو دې يو کس ولسمشر شي، چې بالاخره رباني يې ولسمشر کړ.
    همدارنګه د ٢٠٠٨ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې پاکستان له عبدالله عبدالله سره پټې او ښکاره مرستې کولې.
    په اوسني نظام کې د شمال ټلوالې له خوا د ايتلافونو او جبهو په جوړولو کې د پاکستان مستقيم لاس دى. په وروستيو کې شمال ټلوالې سره د پاکستان مستقيم او غير مستقيم تماسونه تر پخوا ډېر پراخ شوي.
    په وروستيو درېو مياشتو کې ټلوالې د اى، اس، اى له مامورينو سره له هېواده بهر درې ناستې کړې دي او په اسلام اباد کې کورونه ورته ورکړل شوي.
    دوه مياشتې مخکې محقق او دوستم په قزاقستان کې او يوه مياشت کې عطامحمد نور په دوبۍ کې د پاکستان له استخباراتي چارواکو سره د اړيکو په پراختيا او د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې کړې دي.
    له جبهې سره د عطامحمد نور يوځاى کول او بيا په مزار شريف ښار کې ددې جبهې له خوا په يوه غونډې کې د عطامحمد نور له نوماندۍ ملاتړ، د پاکستان په منځګړيتوب او هڅو شوي.
    دغو پخو او تاريخي اړيکو ته کتو، پاکستان سره د شمال ټلوالې د اوسنيو اړيکو تازه باب څه نوې خبره نه ده، بلکې دا هماغه تاريخي سير دى چې بنسټ يې په ١٩٧٤ کال کې کېښودل شو.
    دا چې پاکستان اوس پر طالبانو خپل کنټرول له لاسه ورکړى، نو په افغانستان کې يې يوازېنى بديل همدا ټلواله کېداى شي، چې په ٢٠١٤ کې د بهرنيو ځواکونو له وتو وروسته ددغه هېواد اوږدمهاله ګټې خوندي کړي.
    د پښتنو راتلونکى برخليک:
    پښتانه اوس دننه او بهر دوست نه لري، بلکې ټول ورته د جدي دښمن په سترګه ګوري او په شعوري – قصدي ډول انزوا ته ټېل وهل کېږي.
    ٢٠١٤ کال ښايي زموږ لپاره وروستى فرصت وي، چې د خپل راتلونکي د تضمين لپاره يو څه وکړو. که د سولې او پخلاينې پروسه بريالۍ نه شي او پښتانه همداسې په جګړه کې وي، بيا د څو لسيزو لپاره پښتانه د توپ خولې ته وتړل شول.
    په داسې يو حالت کې چې پښتانه له يوې هر اړخيزې انزوا او له بلې خوا د فکرونو او ايډياوو له ژور اختلاف ستونزو سره مخ دي، نو د راتلونکو عملي او بالقوه ګواښونو سره د مبارزې لپاره هېڅ هيلې نه شته. موږ اوس هم وخت لرو چې بېلابېلې ډلې پر يوه ملي محور سره راټول شو او د لنډ مهال لپاره پر يوه واحد کانديد سلا وکړو.
    د اوږدمهال لپاره بايد د ملي زعامت او مشرتابه لپاره کار وشي، چې له بده مرغه تر اوسه پښتنو داسې اقدام نه دى کړى.
    tand
Working...
X