Announcement

Collapse
No announcement yet.

ولي بې اتفاقه يو؟ او دحل لاري ئې کومي دي؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ولي بې اتفاقه يو؟ او دحل لاري ئې کومي دي؟


    ولي بې اتفاقه يو؟ او دحل لاري ئې کومي دي؟

    انجنير زکريا پوپل - هالنډ
    Larawbar.com 2013-01-03


    لومړی برخه

    دپيل خبري:

    له بده مرغه بې اتفاقي هغه ناوړه پديده ده، چي اوس دافغانانو په دويم هويت بدله سوېده او دغه مهلکه ناروغي دپېړيو په اوږدو کي افغانانو ته نه جبران کېدونکي اوويجاړونکي زيانونه رسولي دي .

    که تېر تاريخ ته ځير سونونوپرهند دلودي پښتنودرې نيم سوه کلنه واکمني هم دواکمني کورنۍ دخپل مېنځي بې اتفاقيوپه پايله کي ختمه سوه .

    پر هند دسوري پښتنوواکمني هم دسوري شېرشاه له مرګه وروسته دهغه دزوی لخوادسوري شېرشاه دستر سپاه سالار ......له وژلو وروسته ختمه سوه .

    دهوتکيانو واکمني هم دواکمني کورنۍ او دنوروقومونو دمشرانو ترمېنځ دبې اتفاقيو په پايله کي دايراني افشارنادر لخوا له مېنځه ولاړه .

    دسدوزيو، محمد زيو او نوروقومي مشرانودبې اتفاقيو په پايله کي دستر احمد شاه بابا په پاته امپراتوري کي کورنۍ جګړې پيل سوې او خبره دې ته ورسېده، چي دافغانستان دوجودنه په شمال، جنوب، ختيځ او لوېديخ کي ټوټې پرې سوې اواوس په وچه کي ايسارافغانستان راپاته دی، چي ګاونډيان ئې هرکله زموږ دخوږګوتي په توګه زموږ پرخلاف کاروي .

    له هغه نه وروسته بيا هم له کوم وخت نه چي پاچا امان الله خان دافغانستان خپلواکي اعلان وکړ اودنړۍ لخوا په رسميت وپېژندل سوه، بيا هم دافغانانو دبې اتفاقيو له امله وه. چي دافغانستان ترقي غوښتونکي پاچا دخپل هيواد پرېښودلوته مجبور سو .

    تر هغه وروسته دظاهر شاه او داود خان رژيمونو دنسکورېدو تر ټولو غوره علتونه هم دنظامونو په دننه کي دکورنيو او لوړپوړيوچارواکو تر مېنځ بې اتفاقي وه .

    دنورمحمد ترکي او حفيظ الله امين رژيمونه هم دخپل مېنځي بې اتفاقيو له کبله چپه سول او همداراز د ډاکټر نجيب الله حکومت هم دنظام په دننه کي دبې اتفاقيو او دسيسو له امله له مېنځه ولاړ .

    دجهادي تنظيمونو واکمني هم ددغو تنظيمونو ترمېنځ دبې اتفاقي، جګړو او انارشی له امله دطالبانو لخوا چپه سوه .

    داوسني نظام يو ترټولو لويوستونزو نه هم داده، چي په لوړپوړيوچارواکو کي اتفاق او واکمني ته وفاداري نسته .

    ددې ټولو ديادولو نه زما مطلب دادی چي دتاريخ په اوږدو کي په بېلابېلو وختونو او جغرافيوکي، دبېلابېلوايډيالوژی لرونکو واکمنيو او کسانو لخوا دټولو بدمرغيو عامل يو شی او هغه عبارت دبې اتفاقۍ نه دی .

    شېرشاه سوري په خپلو ټولو جګړوکي يوځل هم ماته نه وه خوړلې . دا ځکه چي ده د خواص خان په ملګرتيا ټول پښتانه سره يوموټي کړي وه او په پايله کي ئې ډهلی هم ونيوی . خو دده ترمرګ وروسته دده زوی د نورو په لمسون خپل ډېر زړوراو تدبيرلرونکی سپاه سالار خواص خان پر لمانځه وواژه اوددې بې اتفاقی له امله نوره ددوی واکمني هم په هند کي ختمه سوه . نژدې پرټول هند ئې واک ټينګ کړی وه او مغلي واکمنان ئې دهند نه تېښتي ته اړ کړي وه . خو بې اتفاقۍ ددوی نه ټولي برياوي دګوتو وايستلې او په هند کي ئې دپښتنو واکمنۍ ته دپای ټکی کېښودی .

    دتيمورشاه دمرګ نه وروسته شاه زمان هم په سر کي دخپل نيکه ستر احمدشاه بابا خوبونه ليدل او دخپلي امپراطوری دپراخولو په فکر کي وه . خو په هند کي انګرېزانو دفارس دواکمنانو سره په يوه دسيسه کي دپښتنو شهزاده ګانو تر مېنځ دبې اتفاقۍ اورته داسي لمن ووهل، چي په پايله کي ئې نه يوازي داحمدشاه بابا دامپراطوری دپراخېدو مخه ونيول سوه، بلکي دهغه نه دپاتي خاوري يوه لويه برخه ئې هم دافغاناستان د بدن نه پرې کړه .

    مغلو هم دخوشحال خان خټک په وړاندي دخپل ټول وس نه کارواخست خو وئې نه سوای کړای، هغه ته ماته ورکړي . تر څو چي په وړاندي ئې پښتانه او آن دهغه زوی ولمساوه او په دې بريالي هم سول، چي دخوشحال خټک او زوی تر مېنځ ئې دښمني رامېنځ ته کړي . ځکه نو خوشحال بابا هرکله په خپلو شعرونو کي دپښتنو دبې اتفاقۍ نه سرټکولی دی او وايي :

    چي مغلو ته مي وتړله توره درست پښتون مي وعالم وته ښکاره کړ

    اتفاق په پښتانه کي پيدا نه شو که نه ما به دمغول ګرېوان پاره کړ

    دغه راز وروسته هم ډېرو نامتو افغانانو ددوی دبې اتفاقی نه ګيلې او شکايتونه کړي دي . دبېلګي په توګه علامه سيد جماالدين افغان د افغانانو دبې اتفاقی ديادوني په ترځ کي وايي چي افغانانو يوازي او يوازي پردې اتفاق وکی، چي« هيڅ کله به په خپل مېنځ کي اتفاق نه کوؤ» . نورو نامتو افغانانو او ملي شخصيتونو هم دافغانانو دبې اتفاقی نه ګيلې کړي دي، چي دستر افغان باچا خان نامتو نقل قول ئې ديوې بېلګي په توګه يادولای سو، چي وايي« يا به يوکېږو ګني ورکېږو» .

    يعني که په لنډ ډول دافغانستان تاريخ ته کتنه وکړو، نودې پايلي ته رسېږو، چي هيڅ غليم افغانانو ته دجګړې په ډګر کي ماته نه ده ورکړې، بلکي تر هرڅه نه لومړی ئې دافغانانو ( په ځانګړې توګه دسياستوالو او واکمنانو ) تر مېنځ دخپلو لاسپوڅو په واسطه دبې اتفاقۍ اورته لمن وهلې ده اووروسته ئې دافغانانو په لاس افغانانوته ماته ورکړېده . فارسيانو او انګرېزانو هرکله دافغانانو دخودخواهۍ نه دهغوی په بې اتفاقه کولو کي ګټه اخستې ده .

    داهر څه چي پورته وويل سول، کورنيو او بهرنيو تاريخ پوهانو ډېري څېړني او ليکني پرې کړيدي . خوما چي به هرکله آن دهغه لومړي زلميتوب نه دافغانانو دبې اتفاقۍ او دهغوپه پايله کي ددومره سترو ناکاميو په هکله اورېدل او لوستل، نو دې خبرو به له يوه پلوه سخت خواشيني کولم دبله پلوه به مي له همهغه وخت نه ددې بې اتفاقيو دعواملو او علتونو دموندلو په هکله فکر کاوه ترڅو دحل لپاره ئې لاره وموندل سي . زه هر کله په دې عقيده وم اويم چي هر څه علت او يا علتونه او هره ستونزه دحل لاره لري ، آن که داستونزه دومره لويه هم وي لکه دافغانانو تر مېنځ بې اتفاقي .

    زه هرکله دې خبري ځورولم، چي هر څوک وايي چي افغانان بې اتفاقه دي، خو هيڅ څوک هم په دې هکله فکر نه کوي، چي دابې اتفاقي له کومه سوېده او څنګه کېدای سي دغه بې اتفاقي ليري کړو . له هم هغه وخت نه ماپه دې هکله ډېره هڅه وکړه، چي دغي پوښتني او په ټوليز ډول ددغي ستونزي لپاره دحل کومه لاره وموندل سي . او ډېر حساب مي هم پر دې کاوه چي ددغي ستونزي دحل لپاره دنوموړو نامتو شخصيتونو او يا نورو افغانو پوهانو لخوا څېړني او يا وړانديزونه پيدا کړم او يا ئې طرحي مطالعه کړم . خو له بده مرغه زه تر اوسه هم په دې نه يم بريالی سوی، چي داسي يوه څېړنه او ارزونه پيداکړم، چي د افغانانو ترمېنځ دبې اتفاقيو علتونه او دحل لاري پکي شنل سوي وي . کېدای سي چي دا زما بدمرغي وي، چي داسي څه مي نه دي ترلاسه کړي او يا به تر هغه لا لويه بدمرغي داوي، چي په دې هکله هيڅ ډول څېړنه نه وي سوې، ځکه ئې نو دحل لاره نده موندل سوې او موږ پېړۍ پېړۍ دبې اتفاقي په اور کي سوځو . خو داسي راته ښکاري، چي داسي څه نه دي سوي، چي هغه دي په بنسټيز ډول زموږ دغي " نه حلېدونکي ستونزي" ته دحل لاري چاري ومومي . زه حيران دې ته وم، چي موږ ولي ددومره حياتي موضوع په هکله فکر نه کوؤ . دغه بې اتفاقي خوزموږ فزيکي ژوند ګواښي، دهند په نيمه وچه کي ئې زموږ واک له مېنځه يووړ، دستر احمدشاه بابا امپراطوري موله لاسه ورکړه او نن مو پاکستيانيان، ايرانيان او نورغليمان دپاتي خاوري دلاندي کولو پلانونه لري، خوموږ لا بيا هم په دې هکله فکر نه کوؤچي دابې اتفاقي له کومه سوېده او څنګه کېدای سي له مېنځه ولاړه سي . اکثراً مو په دې بسنه کړېده چي ووايو افغانان بې اتفاقه دي او يا يوازي مو يو شعار ورکړی دی، چي راځی اتفاق وکړو . دبې اتفاقۍ ستونزه ډېره ستره ده او يوازي په شعارورکولو او نصيحت کولوهغه نسي حل کېدلای . که چېري په دغه شعار سره داستونزه حل کېدای سوای، نو په داڅو پېړيو کي خو داشعارونه بېخي ډېر ورکړل سوېدي، خو هيڅ نتېجه ئې هم نده ورکړې .

    ځکه نوما دخپل همېشني عادت له مخي، چي هرکله داپوښتنه دځان نه کوم چي "تا څه کړيدي؟" دې ته ملاوتړله، چي دخپل وس او امکاناتو په اندازه او توان دغه لويه ستونزه وڅېړم او که شونې وي دحل لپاره ئې کومه لاره هم په ګوته کړم . حساب مي هم پر دې دی، چي لږترلږه ددغي يوې برخليک ټاکونکي ستونزي دحل لپاره خو به مو بحثونه پيل کړي او دروښانفکروافغانانو پام خوبه مودې خواته رااړولی وي .

    زما داوږدوکلنو څېړنوداښودلې ده، چي دبې اتفاقۍ لويه ستونزه په نصيحتونو او شعارونو له مېنځه نسي تللای، بلکي په دې هکله منظموعلمي ژورو څېړنو او فکرکولو ته اړتيا ده . که موږ ځان ته زحمت نه ورکوؤ، چي ددومره ارزښتناکه حياتي ستونزي په هکله فکر وکړو، بيا دابل څه شی سته، چي فکر ورباندي وکړو .

    ځکه نو موږ له هرڅه نه لومړی دې ته اړتيا لرو چي ددغي ستري ستونزي د ليري کولوپه هکله فکر وکړو . زه په دې باور يم، چي دايوازی دڅوکسانواو يا يوې ډلي، يوې موسسې او يا هم يوازي ددولت کار نه دی، بلکي ددغي ستونزي دحل لپاره بايد ټول ملت او دولت، دمدني ټولني په همکاري، ګډکار وکړي، تر څودغه ستونزه حل سي . زه په دې باوريم، تر څو چي دغه ستونزه حل سوې نه وي موږبه هيڅکله هم دخوښۍ مخ ونه وينو . موږ به هرکله دغليمانو لخوا يودبل په وړاندي لمسول کېږو، يوه ډله به دلي ډلي، يوګوند به دبل، يوقوم به دبل قوم، يوولايت دبل ولايت، يوقشر دبل قشر په وړاندي جنګول کېږو او دابد مرغي به راتلونکي پېړۍ هم دوام مومي . که موږ بې اتفاقي له مېنځه يونسو نو بې اتفاقي به موږ له مېنځه يوسي . زمو دتېرو پنځو پېړيو تاريخ ددې خبري ښه شاهد دی .

    ځکه نو زه په دې ليکنه کي غواړم ددغي ويجاړونکي ستونزي يعني بې اتفاقی په هلکه خپل آندونه ددرونو لوستونکو او افغان روښانفکرانو سره شريک کړم او پر دې حساب کوم، چي نور به هم په دې هکله خپل آندونه، ارزوني او شنني دنورو سره شريک کړي . ددې کار نه زما موخه داده، چي لومړی به دروښانفکرو افغانانو لخوادغه ستونزه (بې اتفاقي) په هر اړخيز ډول وارزول سي يعني داچي تر هر څه لومړی داپه ګوته سي. چي موږ ولي بې اتفاقه يو، علتونه او ريښې ئې کومي دي ؟ آيا کېدای سي داستونزه له مېنځه ولاړه سي؟ که داشوني وي نو کوم تدابير بايد ورته ونيول سي، چي زموږ تر مېنځ اتفاق راسي؟ آيا کېدای سي داستونزه په لنډوخت کي حل سي او که نه دهغه لپاره بايدلنډ مهاله، مېنځ مهاله او اوږد مهاله پاليسی جوړه سي ؟ آيا دايوازي دافغان حکومت دنده او مکلفيت دی، چي داستونزه حل کړي او که نه ټول افغانان په ځانګړي ډول لوستي او روښانفکره افغانان ددغي ستونزي په حل کي اغېزمن ګامونه پورته کولای سي ؟

    هر پرابلم دحل دوې لاري لري، چي يوه يې سمه وي او بله يې اسانه . غلطه حل لاره هرکله ډېره اسانه، ساده او ژر وي . خو سمه حل لاره هرکله ډېره پېچلې، دکړاونو ډکه او ډېر وخت ته اړتيا لري . خو اسانه حل لاره يوازي کولای سي په ظاهره او دغه ګړی پرابلم ليري کړي، اما سمه حل لاره دابد لپاره په بنسټيزه توګه ستونزي له مېنځه وړي، خو دقيق او ژور فکر، ډېر وخت او امکاناتو ته اړتيا لري . نوزماهيله دټولو هغو کسانو نه، چي غواړي دغه ستونزه وڅېړي او وشني، داده، چي دستونزي ريښې وپلټي او دستونزي لپاره اسانه حل په ګوته نه کړي . داداسي ستونزه نده، چي اسانه حل لاره دي ولري . دادپېړيو پېړيو ستونزه ده او ځيني لا آن داسي ګڼي چي دااوس زموږ دمينټاليټېټ يوه برخه ګرځېدلې ده . ځيني لا دومره مخ ته ځي، چي وايي دابې اتفاقي زموږ په جنين کي ده . ځيني بيا زموږ بې اتفاقي دګاونډيانو کار بولي .

    خوزما له نظره زموږ په بې اتفاقی کي دجنين اغېز او يا دګاونډيانو ګرم بلل دستونزي داصلي حل اوريښې دموندلو نه اوږي خالي کول او يا په اصطلاح دستونزي لپاره داسانه حل موندل دي . زما منظور دانه دی، چي ګاونډيان زموږ په بې اتفاقيو کي لاس نه لري، بلکي زه داسي ګڼم چي اصلي ستونزه پخپله په موږ کي ده او ګاونډيانو ددې کار نه دځان په ګټه کار اخستی دی.

    کله هم دافغانستان بهرنيو دښمنانو،ددې لپاره چي موږ ددغي ستونزي دسم حل لپاره دلاري موندلو نه منحرف کړي، نو موږ ته داسي يو څه هم په خوله کي راکړي دي، چي ګواکي زموږ دبې اتفاقی عامل دغه خاوره ده، چي موږ ژوند پکي کوؤ، يعني زموږ دبې اتفاقيو او نورو ټولو بدمرغيو ټوله پړه دافغانستان په جغرافيه کي ده . او داډول زهرجني افسانې ئې زموږپه غوږونو کي راپوکړي دي، چي دغه خاوره داسي قابليت لري، چي دهر چاتر سر ئې لاندي کړې، نو هغوی په بې اتفاقی اخته کېږي . زما منظور دهغي افسانې نه دی، چي وايي مقدوني سکندر په افغانستان کي دخپلو لښکرو دستونزو په هکله خپلي مور ته شکايت وکړ او دهغې نه ئې سلا مشوره وغوښته . نو هغې دده نه وغوښتل چي دافغانستان خاوره دې ته ورولېږي . کله چي دې داخاوره تر لاسه کړه، نو هغه ئې دشپې له خوا دخپلو نژدې سلاکارانو تر سرونو لاندي وپاشل . کله چي سهار دخبر اخستلو لپاره ورغله، ګوري چي هغوی ټولو يو بل سره وژلي دي . له دې نه وروسته هغې خپل زوی مقدوني سکندر ته وليکل، چي ټول علت په خاوره کي دی .

    ددې افسانې نه دافغانستان ددښمنانو موخه داوه چي دافغانستان سره دافغانانو مينه په کرکه بدله کړي يعني اخر به افغانانو ته دامفکوره پيداسي، چي ياره داټوله بدمرغي او فساد په دې خاوره کي دی، نو ورکه دي سي داخاوره .

    له بده مرغه ما دغه افسانه دداسي کسانونه هم اورېدلې ده، چي زه ئې دافغانستان سره په مينه لرلو او پوهه کي هيڅ شک نه لرم، خو دافغانستان دښمنانو داتبليغات دومره زموږ په غوږو کي را پو کړيدي، چي آن په دغه ډول ملي او نخبه کسانو ئې هم اغېز کړيدی . اوس نو لومړی پوښتنه داده، چي داڅنګه ممکنه ده، چي خاوره دي داسي قابليت ولري، چي دانسانانو ترمېنځ دي بې اتفاقي راولي ؟ ماتراوسه هيڅ ډول داسي څېړنه نه ده ليدلې، چي دا ثابته کړي، چي خاوره دانسانانو پر ذهن داډول اغېز کوي، چي هغوی دي بې اتفاقی ته ولمسوي او يانورډول ذهني بدلونونه دي ئې په مغزو کي راولي . هغه کسان چي دغه افسانه خپروي هم ددې لپاره هيڅ ډول علمي او څېړنيز ثبوت نه وړاندي کوي .دوی داډول تبليغات ځکه کوي، چي له يوې خوا دستونزي يوډول «حل؟؟؟» په ګوته کړي اوڅوک ئې دسم حل دموندلو لپاره فکر ونه کړي او داسي ښکاري چي تر يوې اندازې دې موخي ته رسېدلي هم وي . ځکه چي په داڅو پېړيو کي چا حتي ددغي ستري ستونزي دعلتونو دموندلو لپاره فکر هم ونه کړ.

    اقليم، اوبه او هوا کولای سي دانسان پر اروايي قابليتونو اغېز وکړي، خو خاوره په هيڅ ډول نسي کولای دانسان پر ذهن او روح داډول ناوړه اغېزه وکړي .دافغانستان دښمنان ځکه داقليم، اوبو او هوا خبره نه کوي، چي دوی هم عيني اقليم، اوبه او هوا لري . بيانو پوښتنه پيداکېږي، چي پر دوی ولي دا اغېز نه لري؟ اوله بلي خوا که ووايي، چي دغه اقليم، اوبه او هوا دغه ډول اغېز لري، نو بيا خو به ددوی دهيواد دخلګو هم دخپل وطن سره مينه لږ سي اودوی داکارنه غواړي، ځکه نو يوازي دخاوري خبره کوي او داخاوره هم يوازی دافغانستان او دپښتونخوا په جغرافيه کي محدوده ګڼي . حيرانونکې خبره داده، چي څنګه کېدای سي ددغو جغرافيايي کرښو لږ ها خواته بيا بل ډول خاوره وي ؟ او تر ټولو خو حيرانونکې لاداده، چي موږ زياتره دناپوهی له مخي دخپلو دښمنانو تبليغات په خپله کوؤ . هغوی مو کله په ملي اتلانو پسې ناوړه پروپاګنډې په خوله کي راکي موږ هغه خورا په شرنګ تبليغوؤ او کله هم دوطن په هکله . بايد مسئله داسي مطرح سې، چي دبې اتفاقيو ريښې په څه کي دي؟ ولي يوازي موږ بې اتفاقه يو او ولي په نورو کي په دې کچه ورانونکې بې اتفاقي نسته ؟ آيا ددې بې اتفاقی علت په بې سوادی کي دی ؟ که داسی وي نو دنړۍ نور ډېر هيوادونه هم سته، چي تر موږ لا ډېر نالوستي دي، خو دبې اتفاقی کچه پکي دومره نده . ولي په نورو هيوادونو کي ګاونډيان په دغه کچه لاسوهني نسي کولای اونفوذ ئې تر دې بريده نه دی، چي دهغوی دموافقې نه پرته دسولي راتګ ناشونی دی .

    دنړۍ نژدې ټول ملتونه دبهرني يرغل په وخت کي او ياهم دبهرنيانوسره دجګړې په وخت کي او دغه راز دخپل هيواد دغښتل کېدو او پراخېدوپه وخت کي سره يو موټی کېږي، خپل ټول اختلافونه يوې خواته اېږدي او دبهرني غليم په وړاندي په ګډه ديو واحد وجود په ډول درېږي . خو له بده مرغه موږ هم په عادي حالتونو کي، هم دبهرني يرغل په وخت کي او هم دخپل هيواد دپراخېدو او غښتلي کېدوپه وخت کي نه يوازي دخپلو مشرانو ملا نده تړلې، بلکي دهغه په وړاندي مو دهيواد په دننه کي ستونزي هم جوړي کړي دي، اوکله کله هغوی مجبوره سوي دي، خپل کار نيمګړی پرېږدي او خپله ټوله پاملرنه دکورنيو ستونزو حل ته وکړي .

    هرکله چي به احمدشاه بابا دکوم بل هيواد دفتح کول په عزم حرکت وکړ، نو هدف ته درسېدو سره به دافغانستان په دننه کي په يوه اوبل ځای او هم په څو ښارونو کي بغاوتونه پيل سول او هغه به اړسو خپل کارونه نيمګړي پرېږدي او بيرته افغانستان ته راستون سي .

    زه په دې باور يم، چي زموږ دټولو بدمرغيو، وروسته پاتي والي او تباهيو اصلي علت زموږ ترمېنځ بې اتفاقي ده . دا چي موږ ولي بې اتفاقه يو او زموږ دبې اتفاقی رېښې په څه کي دي او داڅه ډول له مېنځه وړل کېدای سي، پر دې به په راتلونکو برخوکي خبري وسي . خو زه دلته په لنډ ډول يوازي دبې افاقيو دځينو لاملونو يادونه کوم :

    دبې اتفاقی تر ټولو لومړی عامل بې عدالتی بې انصافي او دنورو حقونه پايمالول دي . يعني کله چي حق،انصاف او عدالت تر پښولاندي سي نو دهغه چاچي حق ئې خوړل سوی او بې عدالتي ورسره سوې وي هغه دخپل حق داعادې لپاره راولاړېږي او مقابل لوری ئې دزور، ټګی برګی او دسيسو توطئو له لاري نه غواړي دهغه حقونه ورکړي نوداکار ددې لامل کېږي چي، ترمېنځ ئې ناندری، شخړي او بې اتفاقي رامېنځ ته سي .

    کله چي يو څوک خپلي ګټي دنورو تر ګټو لوړي بولي او خپل ځان تر نورو لوړ او ښه ګڼي او نورو ته په سپکه سترګه ګوري نودا هم بې اتفاقي رامېنځ ته کوي .

    کله چي يو څوک ګرم وي خو ځان نه ملامتوي، دا هم دبې اتفاقی سبب کېږي .

    شک، بې باوري او بدګماني هم دبې اتفاقی يو دلويو علتونو څخه دی .

    درواغ ويل او بې اعتمادي هم دبې اتفاقی يو بل لامل دی .

    کله ځيني کسان دخپلو شخصي ګټوپه خاطر دخپل ملت او هيواد دغليمانو په لمسون او هڅونه داسي کارونه ترسره کوي، چي هغه په قصدي ډول دبې اتفاقی سبب ګرځي .

    دبې اتفاقی په رامېنځ ته کولوکي په پورته ياد سوؤ علتونو کي يوشی مشترک دی او هغه خوخواهي ده، چي په راتلونکې برخه کي به ئې په اړه بحث وسي .

    زه ډېر هيله من يم چي افغان روښانفکران ددې حياتي ستونزي دحل په هکله خپل نظريات دنورو افغانانو سره شريک کړي . کېدای سي دوی خپل نظريات ددغي ليکني دکره کتني، مخالفت يا تائيد او ښه کولو په موخه دبرېښنايي ويبپاڼو له لاري خپرې کړي او يا هم کولای سي زماسره ئې په شخصي ډول زما دايمېل له لاري او يا هم دټيلفون له لاري شريکي کړي اوزه ژمنه کوم، چي زه به هغه په راتلونکوليکنو کي په پام کي نيسم او که دکوم څه دسمېدو اړتيا وه، هغه به سموم . نوپه همدې موخي زه ددغه کار لپاره يو نوی ايمېل ادرس او زما دټيلفون نمره ددغي ليکني دهري برخي په وروستی کي ليکم، تر څو ددرنو لوستونکو غبرګونونه دايمېل اويا هم دټيلفون له لاري تر لاسه کړم .

    دغه راز هغه دوستان چي زما پخوانی دايمېل ادرس لري،نو هغوی کولای سي دهغه ايمېل له لاري هم زما سره اړيکي ونيسي.

    خو که چېري افغان روښانفکران ددغي حياتي ستونزي دحل په خاطر بې توپيره پاته سي، نو دا به ددې مانا ولري، چي موږ په دغه اوسني حالت خوښ يواو دهغه دسمولو لپاره نه يوازي کوښښ نه کوؤ، بلکي په هکله ئې فکر کول هم نه غواړو نو په دې صورت کي بيا موږ هيڅ کله دګيلې او شکايت حق هم نه لرو .

    z.popal58@gmail.com
    0031624795683

    په مينه او درناوي
    زکريا پوپل
    هالنډ
Working...
X