د ډاکتر صمد حامد ژوند ته لنډه کتنه
| یکشنبه, 30.12.2012, 07:42 PM | (138 لیدل شوی)
پ
وهاند ډاکټر عبدالصمد حامدد ۱۹۲۹ میلادي كال د جنورۍ په ۸مه نېټه د ننګرهار ولایت په خوګياڼو ولسوالۍ كې د نايب الحکومه عبدالرزاق خان آغا کره زېږېدلی. په خټه محمدزی و. لومړنۍ زده كړې يې پهاماني (نجات)لېسه كې ترسره كړي، لوړې زده کړې یې په سویس کې وکړې.
ډاکټر حامد په ۱۹۵۷ كال په سويس کې په قانونپوهنه كې دوكتورا ترلاسه كړه.
هېواد ته له راستنېدو سره يې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي كې د استاد په توګه په دنده پيل وکړ. نوموړي په ډېرو رسمي او دولتي لوړو څوكيو کې كار وکړ. په ۱۹۶۴ كال د ډاکټر يوسف لخوا د اساسي قانون د تسويد په ډله کې شامل شو چې همدا مهال يې د ښوونې او روزنې په وزارت کې د منځنيو تدريساتود رییس په توګه دنده ترسره کوله. پر دې سر بېره د ديموکراسۍ په دوره کې د پوهنتون ريیس، د پروان والي، د نوراحمد اعتمادي په دوره کې د پلان وزير او د ډاکټر ظاهر په دوره کې د صدارت مرستيال په دندو پاتې شوی دی.
وهاند ډاکټر عبدالصمد حامدد ۱۹۲۹ میلادي كال د جنورۍ په ۸مه نېټه د ننګرهار ولایت په خوګياڼو ولسوالۍ كې د نايب الحکومه عبدالرزاق خان آغا کره زېږېدلی. په خټه محمدزی و. لومړنۍ زده كړې يې پهاماني (نجات)لېسه كې ترسره كړي، لوړې زده کړې یې په سویس کې وکړې.ډاکټر حامد په ۱۹۵۷ كال په سويس کې په قانونپوهنه كې دوكتورا ترلاسه كړه.
هېواد ته له راستنېدو سره يې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي كې د استاد په توګه په دنده پيل وکړ. نوموړي په ډېرو رسمي او دولتي لوړو څوكيو کې كار وکړ. په ۱۹۶۴ كال د ډاکټر يوسف لخوا د اساسي قانون د تسويد په ډله کې شامل شو چې همدا مهال يې د ښوونې او روزنې په وزارت کې د منځنيو تدريساتود رییس په توګه دنده ترسره کوله. پر دې سر بېره د ديموکراسۍ په دوره کې د پوهنتون ريیس، د پروان والي، د نوراحمد اعتمادي په دوره کې د پلان وزير او د ډاکټر ظاهر په دوره کې د صدارت مرستيال په دندو پاتې شوی دی.
نوموړي د ډاکټر ظاهر د حکومت پرمهال د بادغيس او غور د واليانو د ليرې کېدو پر سر استعفا وکړه.
د ديموکراسۍ په کلونوکې داسې انګېرل کېده چې ډاکټر عبدالصمد حامد به د افغانستان صدراعظم وي خو ویل کېږي له دې کبله چې نوموړی په خټه محمدزی و نو اعلحضرت ظاهرشاه لازمه نه بلله چې د نوراحمداعتمادې، چې هغه هم محمدزی و، د اوږده حکومت او ډاکټر ظاهر له لنډ حکومته ورسته صدراعظم شي او بل داچې د ظاهرشاه مشاورينو د ډاکټر عبدالصمد حامد د صدراعظم کېدلو سره موافقه نه کوله.
د ثور له کودتا وروسته په ۱۳۵۷ لمریز کال (۱۹۷۸ كال) زندان ته واچول شو او په ۱۹۸۰ كال راخلاص شو او جرمني ته مهاجر شوچې د عمر ترپایه همالته واوسېد.