Announcement

Collapse
No announcement yet.

زوړ کندهار د یوه فرانسوي سوداگر په یاداښت 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • زوړ کندهار د یوه فرانسوي سوداگر په یاداښت 


    زوړ کندهار د یوه فرانسوي سوداگر په یاداښتوکي
    | چهارشنبه, 07.11.2012, 09:54 PM | (29 لیدل شوی)

    استاد محمدمعصوم هوتک
    څه موده وړاندي مي دخپل مشرزوی ذکي جان په مرسته داووه لسمي میلادي پېړۍ دیوه گرځنده سوداگردیاداښتودلوستلوموقع وموندله چي(Travels in India) نومېږي. داسړی دفرانسې تبعه وو اوژان باپتیست (۱۶۰۵ ــ ۱۶۸۹ع) نومېدي چي په انگرېزي او فرانسوي منابعو کي د (Jean Baptiste Travernier) په نامه ښوول سوی دئ.

    ژان باپتیست پخپل شخصي لگښت ئې دهند او پارس مځکي ترپښو کښلي وې. ده دغوسیموته شپږسفرونه کړي ول چي په دې شپږو سفرونوکي ئې دوه لکه اونوي زره کیلومتره فاصله په څلوېښتو کالوکي وهلې وه. ده دالماسوسوداگري کوله اوپه دې سوداگري ئې نوم ایستلی وو.دده شهرت هغه وخت زیات سو، کله چي ئې په ۱۶۶۸ع کال د(Blue Diamond) په نامه یوسل اتلس کیراته الماس کشف اوبیائې هغه دفرانسې پرواکمن څورلسم لویي (۱۶۳۸ ــ ۱۷۱۵ع) باندي وپلورئ. دده سفرنامه (Les Six Voyages de Jean-Baptiste Travernier) نومېږي ، چي دیوې برخي انگرېزي ترجمه ئې (Travels in India) ده. دده له لیکنوڅخه څوک ویلای سي چي دی یوځیرک انتروپولوجیسټ اوتاریخ لیکونکی وو.

    د ژان باپتیست د لیکني په یوه برخه کي زه پر دوو موضوعگانو پېښ سوم چي دلته ئې لوستونکوسره شریکوم. یوه د زاړه کندهارد ښار تصویر او بله له میرزامحمدسعیدمیرجمله سره دده لیدنه کتنه وه.

    د زاړه کندهارښارپه باب ماپخپل وړوکي اثر احمدشاهي کندهارکي ځیني مطالب راغونډ کړي دي. دا کتاب څو واره چاپ سوی دئ. هورې مي د مجمع التواریخ په حواله کښلي دي چي" د کندهارښارپه پخوا زمانوکي چنداني استحکام نه درلود او کله چي دصفوي شاهانو او د هند د چغتایي سلاطینو ترمنځ دهمدې ښارپرسرشخړي وسوې، کله به د یوه په واک کي وو او کله به د بل په اختیارکي وو. هریوه به دهغه په ټینگښت اوترمیم کي کوښښ کاوه، څوپه پای کي د کندهارکلا دې اندازې ته ورسېده چي په شاوخوامشهوروکلاووکي ئې داستحکام له مخي ساری نه وو."(وگ : احمدشاهي کندهار ــ ۱۷ مخ ــ د۲۰۰۸ع چاپ). د مجمع التواریخ مولف میرزامحمدخلیل مرعشی پرکندهارباندي د سفاک گرګین دواکمنۍ پروخت دغه ښارغالبا پخپله لیدلی هم وو. ده دښاردروازې پنځه بللي دي اوشکل ئې دمثلث په شان ښوولی دئ.د دغه ښاریوبل ناظرعبدالرحیم هوتک هم پخپل منظوم فارسي اثر کي چي مهاجرتنامه نومول سوی دئ،څه خبري لري اولیکي چي عمارتونه ئې "آئینه خانې" لري اونورتفصیلات ئې هم دیوه منظم اوښکلي ښارپه توگه راوړي دي. مهاجرتنامه دښاغلي حبیب الله رفیع له خواپه ۲۰۰۱ ع کال چاپ سوې ده اوخپروونکی ئې پښتویون (نیویارک ــ امریکا) دئ.

    دا ښاردافشارنادرپه ناولولاسوله خاوروسره برابرسو(۱۷۳۷ع) اوله خپل تاریخ اوویاړونوسره دافغانانودبې پرواييو له اسیته بیاددغه تاریخي ښارد کنډوالوساتنه څه، چي یادونه ئې لاهم لکه څرنگه چي لازمه وه،نه ده سوې.له نېکه مرغه ددغه ښارد کلااوعماراتویوه انځور موږته د یوه اروپایي سوداگرله خوا راپاته دئ او د دغه انځورله مخي د میرزامحمد خلیل مرعشی اوعبدالرحیم هوتک مشاهدات هم تائيد کېدلای سي. هغه داچي ښار د مثلث په شکل دئ، له پنځو دروازو څخه ئې درې جنوبي دروازې په انځورکي معلومېږي اولوړڅومنزله ودانۍ ئې هم له ورایه ښکاري.

    د ژان باپتیست دکتاب اصلي انځورونه اوس دفرانسې په ملي کتابتون (*Bibliotheque nationale de France) کي خوندي دي. دکندهارددغه انځورپرسرباندي په فرانسوي ژبه دغه جمله لیکل سوې ده :

    Plan de la Ville et de la fameuse forteresse de Candahar, qui est la meilleure place de toute l'Asie
    ددې جملې انگرېزي ترجمه داسي ده :
    Plan of the City and the famous fortress of Kandahar, which is the best place in all of Asia
    پښتوژباړه ئې :
    د کندهارښاراود هغه د مشهوري کلانخشه، چي په ټوله آسیاکي ډېرښه ځای دئ.

    ددې نخشې ځیني ځایونه په فراسوي یاانگرېزي تورو(A,B,C,D,...) په نخښه سوي دي چي هرومروبه ئې تشریح درلوده. زه به په راتلونکي کي هڅه وکړم چي دغه تشریحات پیداکړم ( ومن الله التوفیق)

    دژان باپتیست دکتاب (Travels in India)یوفصل له ماسولیپاتام (Masulipatam) څخه ترگندي کوټا(Gahdikota) پوري دسفرحالات اوپه گلکنده (Golkanda) کي دپاچادلښکرودقومندان میرجمله سره دلیکوال دتجارتي راکړي ورکړي بیان دئ.
    ددې سفرله یادوني څخه زما(هوتک)مطلب دادئ چي دمیرجمله اود هغه دزوی یادوني موږدخوشحال خان خټک په آثاروکي لرواوزما دغه لیکنه ښایي دهغوکسانوپه دردوخوري چي په خوشحال پوهنه کي څېړني کوي.

    ژان باپتیست داسفرد۱۶۵۲ع کال دجولای پرشلمه پیل کړی دئ. دده ددغه سفردپیل ځای، (Masulipatam) دهندوستان دکرناټک ایالت یو کوچنی ښارگوټی دئ چي د اوسني اندراپردیش ایالت له مرکز حیدرآبادڅخه ۳۴۷ کیلومتره لیري جنوب شرقي خواته پروت دئ.

    گندي کوټا(Gahdikota) داوسني اندراپردیش ایالت یوکوچنی کلی دئ چي دپینار(Pennar) رودپرغاړه پروت دئ.

    گلکنده (Golkanda) دهندپه جنوب کي ددکن په پراخه سیمه کي یو ښار وو چي داوسني حیدرآبادڅخه ئې فاصله یوولس کیلومتره کېږي. په دغه ښارکي دپاچهانویوې سلسلې واکمني کړې ده چي په تاریخ کي د"قطب شاهانو" په نامه یادېږي. دقطب شاهانوسلطنت له ۱۵۱۸ع کال څخه بیاتر۱۶۸۷ع کال پوري تقریبایوسل و اویاکاله دوام موندلی دئ. ددې سلطنت بنسټ دسلطان قلي قطب شاه په لاس ایښوول سوی وو اودغه پاچهۍ داورنگزېب له خواړنگه سوه. په دغه وخت کي دقطب شاهانو وروستی پاچاابوالحسن قطب شاه نومېدی.

    قطب شاهان شیعه مسلمانان ول. دپارس له شاهانوسره ئې اړیکي درلودل اودفارسي فرهنگ په خپرېدلوکي ئې زیاتي هلي ځلي کړي دي. له پارس څخه گلکندې ته راغلوعالمانواوشاعرانوته ئې دقدرپه سترگه کتل اومنصبونه ئې ورکول.

    دقطب شاهانوتروروستي پاچاابوالحسن وړاندي دگلکندې واکمن عبدالله قطب شاه(۱۶۲۵ ــ ۱۶۷۲ع) وو،چي دابوالحسن قطب شاه خسر کېدی. دده مقتدروزیرمیرزامحمدسعیدمیرجمله نومېدی. میرجمله لقب په مغولي دربارکي دوزارت معادل لقب وو. وایي چي قطب شاه دمیرجمله له ډېرزیات اقتداره وبېرېدی اودله منځه وړلوپه لټه کې سو. میرزامحمدسعیددمرکزله مغولي شاهانوسره اړیکي ټینگ کړل او داسي لاهم ویل کيږي چي پرگلکنده باندي داورنگزېب هڅوونکی همدغه میرزامحمدسعیدمیرجمله وو؟ میرجمله داورنگزېب په دربار کي له مقتدروکسانوڅخه وو اوکله چي اورنگزېب دآسام پرراجاباندي لښکرکښي کوله (۱۶۶۱ع)، دلښکروقومانده دمیرجمله په لاس کي وه. دآسام راجاترزیات مقاومت وروسته له میرجمله سره سوله وکړه او خپله لورئې داورنگزېب حرم ته ولېږله. میرجمله دهلي ته دراستنېدو پر لار مړسو.

    ژان باپتیست چي گلکندې ته سفرکاوه، میرجمله دگلکندې دپاچا عبدالله قطب شاه (۱۶۲۵ ــ ۱۶۷۲ع) په دربارکي وزیروو اوژان ئې دنواب (Nawab)او(Grand Vazir)په القابویادوي. یوځای ئې دلومړي وزیر (Prime Minister) په نامه هم یادکړی دئ.دی لیکي چي له پاچاسره که څوک هررازتجارتي معامله کوي، بایداول دمیرجمله ترنظرتېره سي.

    دمیرجمله یوزوی پاته سوچي محمدامین نومېدئ اوداورنگزېب په دربارکي (میربخشي) وو. میربخشي منصب دهندپه دربارکي د(وزیر خزانه دربار) معادل وو.

    گلکندې ته دژان باپتیست دسفرپه وخت کي خوشحال خان خټک ژوندی دئ اوعمرئې نوراته دېرش کاله هم دوام موندلی دئ. دی د میرجمله دزوی محمدامین یادونه په ښوالفاظوکوي. خوشحال خټک چی په ۱۰۷۴ هق = ۱۶۶۳ع کي دمغولودربارته له پېښوره څخه بندي واستول سو، هورې ئې دغه محمدامین میربخشي دخلاصون له پاره ډېرتلاښ وکړ. دی پخپل یوه اوږده شعرکي چي په ۱۰۷۵هق کال ئې ویلی دئ، داسي وایي :
    آفرین دمیرجـــمله په (پر) زویه باندي
    چي نن دی دئ میربخشي په استقلال
    که هـــــــزارتوري، چاړې غشي ورېږي
    ده دماپه (پر) سر نیولی دئ خپل ډال
    که پادشاه که اُمراء زمـــــــــــــــــــادپاره
    دهرچاسره دده دئ جـــــــــــــــواب سول
    (مرغلري ــ ۶۱۷مخ)

    دمیرجمله له زوی څخه دخوشحال خان مقصدمحمدامین میربخشی دئ.

    دژان باپتیست آثاردهندوستان اوپارس په باب خورامفصل بیانونه اوپه زړه پوري کیسې لري. لوستنه ئې دسیمي په باب دڅېړونکوپه دردخوري.
    tand
    محمد معصوم هوتک
    آشاوا ــ انټاریو ــ کاناډا
    شپږمه دنومبر ۲۰۱۲ع
Working...
X