
د "غازي" امان الله خان قلم افغانستان ته وسپارل شو
هدایت الله همیم
کابل
حامد کرزي نوموړی قلم د هېواد یو ویاړ وباله او له ملي موزیم یې وغوښتل چې دا قلم پخپل موزیم کې ثبت کړي او په ساتنه کې یې ډېر پام وکړي.
دغه تاریخي قلم چې غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو اسناد ورباندې لاسلیک کړي و د نوموړي لمسي افغان حکومت ته ورکړ چې نن (دوشبنه د اګست ۲۷مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ملي موزیم ته وسپارل شو.
ولسمشر حامد کرزي دغه شاوخوا ۱۰۰ کلن قلم د افغان تاریخ یو ډیر ارزښنالیک اثر او د ملي ویاړونو برخه وبلل
ولسمشر کرزي د ملي موزیم چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د یوه ستر تاریخي اثر په توګه د دغه قلم د ساتنې لپاره لارې چارې غوره کړي.
د غازي امان الله خان دا قلم د هغه د لمسي له لوري ملي موزیم ته ډالۍ شو.
افغان ولسمشر د غازي امان الله خان له لمسي څخه مننه وکړه چې دغه ارزښتناک قلم یې د افغانستان خلکو ته هدیه کړ.
