Announcement

Collapse
No announcement yet.

قاتل غازي مقتول شهيد

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • قاتل غازي مقتول شهيد


    .ابو حمزه

    کماندان صيب راته اوئيل چې نن تيار شه ماښام به يو روسې کافر جهنم ته ليږو چې ستا هم ثواب وشي.

    ما په ډيره مينه او شوق کماندان صيب ته سر وخوځوو.
    او زړه کې مې اوئيل چې د جهاد شوق او د دين جذبي خو زه تاسو ته رارسولې يم

    زما خيال ته د خپلې سيمې د ګوند امير صيب څېره راغله چا چې زمونږ تربيت په ډيره مينه او مذهبي جذبه کوو.

    زما خيال ته د خپل ګوند مشر امير صيب نوراني څېره بار بار مخې ته راتلله،د چا له برکته چې زما د کالج سبق او ماحول هم زما د دين او مذهب سره مينه او جذبه توده کلکه او پخه کړي وه

    امير صيب زه هم زما د نورو ملګرو په څير جهادي جبهې ته راليږلې وم ،د جبهي مرکزي کماندان صيب زه د د دغه اولسوالئ کماندان صيب ته په خپله مشفقه ولقه کې ورکړې ووم،او تاکيد ئې هم ورته کړې وو چې مجاهد د سختو او مشکلو کارونه سره بلد نه دئ بائيد نرمي ورسره مراعت کړې.

    مازيګر مو د کماندان صيب په امامت کې مونځ وکړو. د مانځه وروستو کماندان صيب دوه نور کسان هم دځان سره کړل ما هم خپل ټوپک ته لاس کړو او کماندان صيب مخکې او مونږ ورپپسې د خپل پناه ګاه څخه راووتلو.

    څه کم يو ساعت پس مونږ د غره د منځ نه د يوې درې خلې ته راکوز شو د لارې په غاړه په يو ځائي کې په بوټو کې پټ کيناستو.

    داسې معلوميده لکه چې کماندان صيب د مخکې نه دا ځائي په نښه کړې وو .

    د دغه درې لاره نيغه د يو وړوکي غوندې کلې په لوري تللې وه،کوم اړخ ته چې کماندان صيب اشاره وکړه د دغه پاس کلي يو کافر بدبخته معلم نن کور ته رادرومي.

    په ښوونځي کې ئې ټول ماشومان ملحدان کړل.

    د ملحد رجيم مرستيال او پلوي هم دے ،د روسانو په حق کې تبليغات کوي، څو ځله مو کسان ورليږلي دي خو نه سميږي .

    او د کفراو الحاد د تبليغاتو هم نه منع کيږي..
    ميلمه نن به ته خپل ايمان تازه کوې.

    د جهاد د پاره به دې تمرين وشې او وروستو مخکې ټول ګناهونه به دې هم نن ورژيږي.

    ما ورته په زړه لاس کيخود چې هم دغه شوق د لاسه خو زه خپل امير صيب تاسو ته راليږلي يم.

    ما چې دا خبرې کولې نو کماندان صيب هم په تائيد کې سر وخوځوو سترګې ئې مخامخ د لارې
    خې اړخ ته نيولې وې
    په دې کې امير صيب په خله لاس کيخود او مونږ ته ئې اوئيل چې سرونه ټيټ کړي، ملحد راروان دے

    مونږ د بوټو شا ته ساه راکښلي غلې غوندې شو،

    کماندان صيب ما ته اشاره وکړه چې رامخکې شه مجاهده ..

    زه په ناسته ناسته يو قدم مخکې اوخوئيدم او د امير صيب سره برابر کيناستم

    هغه وينې؟ امير صيب ښې اړخ ته د ګوتې اشاره وکړه.
    ما وليدل چې يو د لوړ قد سړې تيز تيز په لار راروان دے په سر ئې خولئ او په اوږه ئې څادر اچولې وو
    د سړې په مخ لنډه غوندې ګيره هم وه په يو لاس کې ئې څه د سامان ګوتئ غوندې هم ښکاريده.

    دغه وخت که هر څو هم د مازيګر نمر په غرغرو وو،او اوږده اوږده سيورې راخواره وو ،خو دغه کس ښه سم څرګند ښکاريدو .
    چاخ چاخ قدمونه ئې اخيستلِ زمونږ په لوري راروان وو.
    چې کله ديرش څلويښت قدمه نزدې راغلو نوکماندان صيب زما مخ ته وکتل او چې زما سترګې ورسره څلور شوې نو هغه خپله سترګه نيمائي چپه کړه او سر ئې نيم کخو وخوځووِ.

    ما د ټوپک نالئ(ميله( ورنيغه کړه او په شست کې مې واخيست..په ماشه مې ګوته ټينګه کړه.ډز شو ،

    د ډز سره ما داسې محسوسه کړه چې ګويا په دې دره کې د ټوپک ډز نه وي چرته د توپې ګولۍ چاودلې شوې وي.

    سړې نيم کخو غوندې شو په سينه ئې لاس کيخود او په مزه غوندې*په لويه لاره وغزيدو.

    کماندان صيب په ملا ټپ راکړو او سم دست ئې د الله اکبر ناره اواهله او د خپله ځايه اوچت شو.

    زه او نور ملګري هم په کماندان صيب پسې د ويشتلي سړي په لوري ور روان شو.
    چې کله د سړي سر ته ورسيدو نو دغه کس چې امير صيب معلم بدبخت ملحد او څه څه ياد کړي وو په زوره زوره اشهد الله اله الي الله و اشهد انا محمد الرسول الله وائيله کليمه وائيله .ما چې د سړې مخ ته وکتل نو عين خپلې غټې غټې سترګې ئې زما په لوري رانيغې کړي او زما په سترګو کې لکه چې خخې کړې.او په ډير اطمينان ئې خپله ښې ګوته پورته کړه او يو ځل ئې بيا د شهادت کليمه اوئيله .دغه وخت کماندان صيب له لکه چې غوصه ورغله ، خپل ټوپک ئې ورته په سر کيخود دوه ډذه ئې پخپله هم اويشتو

    ورته ئې ښکنځله وکړه چې ملحده زمونږ د ډاره اوس کليمې دريادې شوې ؟

    سړې معمولي غوندې وخوځيدو او سم د مخې ومړ.

    کماندان صيب ئې په لاس پوري تړلي ساعت (ګهړئ( او د جيب سامان ژر ژر راوباسلو او مونږ ته ئې غږ کړ چې ښه شو چې مردار شو ،جهنم ته ورسيدو ځي چې نور ځو.

    مونږ* يو ځل بيرته د غره د سر په لوري په ختو شو.
    زه په دې واقعه ډير پښيمان غوندې شوم ما وئيل چې دا کوم کار مونږ د دين او کليمې د پاره وکړو هغه کس خو هم دغۀ کليمه وائيله چې دا ولې؟

    چې کله خپل ځائي ته ورسيدو نو زه ډير زيات غمجن ووم کماندان راته اوئيل چې ولې مجاهده په څه شي دومره خفه ئې؟
    خير دې په اول اول کې سړې هم داسې حساسوي بيا وروستو بلد شي.
    ما ورته اوئيل چې کماندان صيب هغه سړې خو د شهادت کليمه وائيله!!!

    هغه اوئيل چې دا د روبلو اخيستلو والا به څه وي او د هغوئي کليمې به څه وي!!!

    د مجاهدينو مخالف وو ، د قام دښمن وو .
    چرت مه وهه ښه شو چې جهنم ته مو ورسوو.

    کماندان صيب د کيناستو سره د د غه مړي د ګوتئ تلاشي وکړه، د کور سامان،تيل صابن، بسکويټ او دماشومانو د پاره دوه د ديني سبق قاعدې او د قران پاک دوه اولينئ سيپارې هم وې.

    زما زړه وجدان په دي قتل ډير سخت پښيمانه او ستومانه وو او بيخي شپه او ورځ مې د هغه سړې څيره مخې مخې ته کيدله او په مازغو کې مې د هغۀ د شهادت د کليمې تکرار او ازانګې کړنګيدلې

    څو ورځې پس زه په څه بانه خپل وطن ته راستون شوم نيغ د خپل ګوند امير ته لاړم اجازت مې وغوښت او چې مکتب ته ورننوتم نو ما امير صېب ته ټوله کيسه تيره کړه او د هغه ځواب ته متوجه شوم

    امير صيب مسکې شو،او زما په خبره ناغرضه غوندې شو خو چې کله مې ورته بيا په سنجيدګئ او رنجيدګئ سره د خپل ضمير او وجدان د بې اطمينانئ اظهار وکړ او ډير په ناقرارئ مې ترې و پوښتل چې امير صيب په دغه قتل مقاتله کې ما ته زما مقام او حثيت وښايه چې ماکوم کس د کليمې او مذهب د خاطره اووژلو هغه هم دغۀ کليمه وائيله او ماته خو صحيح او پوخ مسلمان معلوميدو ،اوس ما ته خپل او د هغه مسلمان حثيت اوښايه چې په دې کار زه څه شئ شو م او د هغه څه حثيت شو؟

    امير صيب ډېر په بې نيازۍ سره وفرمائيل چې

    ""ته غازي شوې او هغه شهيد شو""
    _________________
    Last edited by Feroz Afridi; 06-08-2012, 02:04 PM.
Working...
X