
د اسراییلو په تل ابیب ښار کې د ټکنالوژۍ کنفرانس کې داسې بېټرۍ نندارې ته وړاندې شوه، چې یوازې په ۳۰ ثانیو کې چارج کېږي
د مایکروسافټ په ( تهینک نیکسټ کنفرانس ) کې د اسراییلي کمپنۍ 'سټورډاټ' له لوري دغه اله نندارې ته وړاندې شوه
د دغې الې د فعالیت معلومولو پر مهال د سمسنګ سمارټ ټیلیفون ګلیکسي ایس فور تشه بېټرۍ یوازې په ۲۶ ثانیو کې له سره چارج شوه
دغه بېټرۍ د اوس لپاره د بېلګې په توګه جوړه شوې او د بېټرۍ جوړونکۍ کمپنۍ وايي بازار ته د دغې بېټرۍ وړاندې کول ښايي تر دریو کلنو وخت ونيسي
د فعالیت ښودلو پر مهال دغه بېټرۍ چې د سګرټو ډبي هومره حجم لري، له سمارټ فون سره غوټه شوه.
د دغې بېټرۍ مخترع ډاکټر ډورن میرزډورف بی بي سي ته وویل چې: ''موږ به د یوه کال مودې کې وتوانېږو، چې دغه بېټرۍ په سمارټ فون کې دننه ځای پر ځای کړو او درې کاله وروسته به وکولای شو، دغه بېټرۍ بازار ته وړاندې کړو''

