Announcement

Collapse
No announcement yet.

د حضرت لقمان حکیم پنځوس نصیحتونه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د حضرت لقمان حکیم پنځوس نصیحتونه

    ـــ د ګټې او زیان له پاره خپل عزت له منځه مه وړه . 2 ـــ ملګري ته د راز خبره مه کوه کېدای شي ، چې سبا ستا دښمن شي .
    3 ـــ د خلکو هومره لحاظ کوه ، چې ځان خراب نه کړې .
    4 ـــ له جنګ او فتنې څخه په ډډه ګرځه .
    5 ـــ په مجلس کې له خلکو څخه مخکې مه ویده کېږئ .
    6 ـــ مړي بد مه یادوئ ، ځکه چې ګټه نه لري .
    7 ـــ د مېلمه په وړاندې چاته غوسه مه کوه .
    8 ـــ خلک د خلکو په وړاندې مه رسوا کوه .
    9 ـــ بې ځایه وینا کوونکی او لویي کوونکی مه اوسه .
    10 ـــ که د ژبې له زیان څخه ځان ژغورل غواړئ ، نو چپ اوسئ .
    11 ـــ چوپتیا او خاموشي خپله پانګه وګرځوئ .
    12 ـــ له بد ذاته خلکو څخه د وفا تمه مه کوئ .
    13 ـــ چوپتیا خپل شعار جوړ کړه ، چې د ژبې له شر نه خوندي شې .
    14 ـــ که تاسو له چاسره محبت نه شئ کولی نو له هغه څخه نفرت هم مه کوئ .
    15 ـــ ما ادب له بې ادبانو څخه زده کړ ، ځکه چې دوی به کوم ناوړه کار وکړ ، مابه له هغه څخه ځان ژغوره .
    16 ـــ په مجلس کې خپله ژبه په کنټرول کې وساتئ .
    17 ـــ په کوم حالت کې چې اوسې پر هغه خوښ اوسه .
    18 ـــ په هر چا مه بد ګومانه کېږئ کنه نو په دنیا کې به هېڅ دوست او خوا خوږی ونه مومئ .
    19 ـــ په لمانځه کې د زړه ، په مجلس کې د ژبې ، په غوسه کې د لاس او په دسترخوان د ګېډې ساتنه کوئ .
    20 ـــ د خلکو د هوساینې له پاره کوښښ وکړئ له خلکو څخه مه ډارېږئ او په خپل منځ کې په مینه سره ژوند وکړئ .
    21 ـــ هغه راز چې له دښمن څخه یې پټ ساتئ ، دوست ته یې هم مه ښکاره کوئ ځکه کېدای شي ، چې دا دوست مو یو وخت دښمن شي .
    22 ـــ هر وخت خپل مرګ په یاد ولرئ .
    23 ـــ ځوانمردي د ځان عادت وګرځوئ .
    24 ـــ که چېرې خلک تا په هغه صفت موصوف کړي ، چې ته یې وړ نه یې مه مغروره کېږه ، ځکه د ناپوهانو په وینا هېڅ کله هم له تېږي څخه زر نه جوړېږي .
    25 ـــ دنیا د غلو مورچه ده په دې کې په هوښیارۍ او پوهې سره ژوند کول په کار دی.
    26 ـــ مرګ داسې شی دی ، چې معلوم نه دی ، چې کله به راځي له وړاندې ورته تیاری نیول په کار دی .
    27 ـــ له ستونزو څخه مه وېرېږه ، ځکه چې ستوري په تیاره کې ځلېږي .
    28 ـــ د لمر ختلو پرمهال مه ویده کېږئ ځکه چې د عبادت پرمهال ویده کېدل بدبختي ده .
    29 ـــ د غوسې په حالت کې د خپل لاس ساتنه کوئ .
    30 ـــ که عزت غواړې تمه غوڅه کړه ، له هغه څه چې د خلکو په لاس کې دي او په هغه څه چې خدای (ج) درکړي راضي اوسه .
    31 ـــ په کوم نعمت کې چې شکر وي د هغه پای نه شته او په کوم نعمت کې چې ناشکري د هغه پایښت نه شته .
    32 ـــ الله (ج) او مرګ هېڅکله له یاده مه باسئ ، خپله ښېګړه د بل بد ګړه هېره کړئ .
    33 ـــ ډېر اورئ او لږ غږېږئ .
    34 ـــ په خېټه وږي ، خو په حکمت ماړه اوسئ .
    35 ـــ په خپله هم نېکي کوئ او نورو ته هم د نېکي تلقین کوئ .
    36 ـــ په هر مجلس کې چې د الله (ج) ذکر کېږي ګډون په کې کوئ او بدانو له ناستې نه ځان لرې وساتئ .
    37 ـــ رښتیا خبره مه پټوئ او درواغ خبره له سره مه کوئ .
    38 ـــ له پوهانو سره ناسته ولاړه غوره کړئ ، دا کار په ربړو او ستونزو کې له تاسې سره مرسته کولای شي .
    39 ـــ له احمقانو او ناپوهانو سره انډیوالي مه کوئ ، دا په ستونزمن وخت کې ستاسو ربړې او کړاوونه لا زیاتوي
    .
    40 ـــ لکه باران چې وچې ځمکې لمدوي ، دغه راز له عالمانو سره ناسته ولاړه د سړي زړه تاند او رڼوي .
    41 ـــ بې روزګاري اړتیا را منځته کوي او اړتیا په دیندارۍ کې خلل اچوي ، فکر ته زیان رسوي او مروت ( مېړانه ) له منځه وړي .
    42 ـــ که چېرې مو کوم کار بل چاته سپاره ، نو پوه سړي ته یې وسپارئ که پوه په ګوتو نه درتلو نو په خپله یې کوئ که نه نو هېڅ یې مه کوئ .
    43 ـــ په علم سره زړه داسې ژوندی کېږي لکه وچه ځمکه په باران .
    44 ـــ د عقل په څېر هېڅ دولت نه شته او د جهالت په څېر هېڅ غربت .
    45 ـــ د دنیا ربړې او کړاوونه آسان وګڼئ او مرګ هېڅکله مه هېروئ .
    46 ـــ د علم په مرسته د انسان وحشت او ډار له منځه ځي .
    47 ـــ د دنیا په کارونو کې دومره بوخت اوسه ، څومره چې دې عمر پاتې وي ، هېڅوک نه پوهېږي چې زما عمر به څومره پاتې وي ، کېدای شي یوه ګړۍ وروسته یې مرګ مېلمه شي ، ځکه نو د چا چې دا تصور وي هغه به ولې په دنیا کې ځان بوختوي .
    48 ـــ د الله (ج) عبادت د هغو اړتیاوو په اندازه وکړه ، چې خدای (ج) پورې تړلی دی . ( ژوند ، مړینه بیا ژوندي کېدل ، وروستی حساب ، جنت ته تلل او همېشنی ژوند ټولې اړتیاوې یوازې په الله (ج) پورې تړلې دي ځکه نو مطلب دا دی چې انسان دې همېشه د الله (ج) په عبادت بوخت وي ، البته د الله (ج) له خوښۍ سره سم د دنیاوي اړتیاوو د له منځه وړلو له پاره کار کول هم په عبادت کې داخل دی ) .
    49 ـــ د هغه مقام په اندازه عمل وکړه ، چې په قیامت کې یې د ځان له پاره غواړې ، هر څو ک غواړي چې په آخرت کې یې تر ټولو لوړ مقام وي ، نو ځکه د لوړ مقام تر لاسه کولو له پاره پرله پسې هڅو او زیات زحمت ته اړتیا ده .
    50 ـــ پر ګناهونو باندې جرأت باید پر هغه صبر استوار وي ، چې تاسو یې د الله (ج) په عذاب وکړای شئ ، د الله (ج) په عذاب خو یوه شېبه هم صبر کول ممکن نه دي ، نو ځکه د لږ وخت له پاره هم د ډېرې لږ ګناه جرأت نه شي کېدای .
    ستاسو تبصره
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X