Announcement

Collapse
No announcement yet.

دغه څه د زړه د ناروغیو نښې دي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دغه څه د زړه د ناروغیو نښې دي

    ۱- ساه لنډي

    په ښځو کې ساه لنډي د زړه د ناروغۍ نښه ده. ځینې وخت ساه لنډي په تنفسي سيسټم کې د ستونزې له کبله وي، چې د حل لپاره یې باید ورزش وشي او که د هوا د یخوالي له کبله وي، باید د الرژۍ ټابلېټ وخوړل شي، خو که داسې نه وي، بیا د زړه د ناروغۍ نښه کېدای شي.

    ۲- د سینې په قفس کې د دروندوالي احساس

    د سینې په قفس کې دروندوالی، چې د انژین په نوم هم یادېږي او ورسره ساه لنډي، د زړه د ناروغۍ اصلي نښې بلل کېږي. که له دې ډول پېښې سره مخ شوی او ښه پوه وی چې لامل یې بل څه نه شي کېدای، نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

    ۳- د زړه ټکان

    ایا تر اوسه مو زړه لړزه او یا هم ټکان کړی؟ که یې ناڅاپه ټکان کړی وي مانا یې دا ده چې یا وېرېدلي یی او یا مو هم زړه په ضربان کې له ستونزې سره مخ شوی دی. دغه څه په ډېرې اسانۍ سره حس کېدای شي. ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، ډېری مراجعین يې وایي، له خوب وروسته له دغه ډول پېښې سره مخ کېږي او ډېر دوام هم نه کوي. دغه پېښې د کافین د زیاتو کارولو، په بدن کې د اوبو د کمښت او یا هم سټرېس له کبله وي.

    ژباړه: حمیدالله حمیدي

    215 total views, 215 views today
    اړوند مطالب
    د ناروغیو په مخنیوی کې د غوزانو(چارمغر) رول ټاپرس (لمر ګلی) کې د کومو ناروغیو اعلاج شته؟ ښه کار وکړئ او د فکري ناروغیو څخه ځان وژغورئ د بوی په وسیله د ناروغیو د تشخیص امکان
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X