Announcement

Collapse
No announcement yet.

د سهار له مخې منډه مو ځواکمن او تازه ساتي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د سهار له مخې منډه مو ځواکمن او تازه ساتي

    د سهار له مخې منډه مو ځواکمن او تازه ساتي


    Just Run

    نوې څېړنې څرګندوي چې هره ورځ د کم وخت لپاره منډه کول د وجود د پیاوړتیا لامل کېږي. څېړونکي وایي، په ورځ کې نیم ساعت منډه د یوې اوونۍ له پلي تګ سره برابره ده او کولی شي د انسان وجود کلک او ځواکمن کړي.
    څېړنه پر ۶۴ کسانو چې د منډې کولو او پلي تګ پر دوو ډلو وېشل شوي وو، شوې ده. د څېړنې پایلو ښودلې، هغو کسانو چې د ورځې په اوږدو کې یې د نیم ساعت لپاره منډه وهله، د هغو په پرتله چې یوازې پلی تګ یې کاوه، کلک او غښتلي وجودونه لري، د بدن مقاومت یې لوړ او ډېر لږ پر ناروغیو اخته کېږي.
    څېړونکي پر دې اند دي چې سهار د ورزش لپاره تر ټولو ښه وخت دی؛ ځکه په دې وخت کې کورتیزول، د سټرېس هورمون په خپله لوړه سطحه کې وي. دغه هورمون د بدن د وازګو او کاربورهایدريتونو سوځولو لامل کېږي او پر انرژۍ یې بدلوي چې د ورزش پر مهال مصرفېږي.
    پر دې سربېره هغه ورزش کوونکي چې د سهار له خوا ورزش کوي، منظم خوب هم لري. د شمالي کارولینا پوهنتون څېړونکو په ثبوت رسولې ده چې د سهار له خوا ورزش کول د شپې له خوا د منظم خوب لامل کېږي.
    اړوند مطالب

    بادام مو زړه روغ ساتي د سهار لخوا د مېوې خوړل مو وزن کموي/ د سرو بانجانو زړي په بدن کې د وینې جریان ثابت ساتي سهار په تشه ګېډه اوبه وڅښئ

    Tweet
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X