Announcement

Collapse
No announcement yet.

زکام او انفلونزا Common Cold

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • زکام او انفلونزا Common Cold

    تشريح
    زکام او انفونزا يوه عامه او Self – Limiting ( په خپله ښه کيدونکې ) ناروغي ده ،عامل يي ويروسي انتان دي چې يوازې تقويتي څارنې ته اړتيا لري . دا ساري ناروغي ده ا د هوايي معلقو څاڅکو په وسيله خپريږي . په زياتره مواردو کي د ١٤ ورځو په مو ده کې په لويانو او کوچنيانو کې پاى ته رسيږي .هغه ماشوم چې توخله ، ستونزمن تنفس ، د خطر عمومي علايم ، د سيني ښکته تلنه ،Stridor ( په هغه صورت کې چې ماشوم ارامه وي ) او چټک تنفس ونلري په زکام يا انفلونزا کې تصنيف سوى دى.


    هغه ماشوم چې مزمنه ټوخله ( يعني ټوخله يي له ١٤ ورځو څخه زيات دوام وکړي) ولري کيداى سي نري رنځ ، استما، توره ټوخله او يا کومه بله ستونزه ولري .خوارځواکه ماشومان ،زاړه او کمزوري کسان د اختلاطاتو له ډير خطر سره مخ دي .


    تشخيص
    • ټوخله
    • د پزي څخه او به او افرازات
    • د ستوني درد
    • د سر درد ، د عضلاتو درد او چي په انلفونزا کې ډيره معمول ده
    • کيداى سي د منځني غوږ له التهاب ، ويز او سينو زيت سره اختلاطي سي
    نوټ :- ملاريا ، شري او نمونيا کيداى سي د انفلونزا په شان له علايمو سره پيل سي.


    درملنه


    د درملو پرته اهتمامات

    • د اړتيا په صورت کې په بستر کې د استراحت لپاره توصيه .
    • د بدن د اوبو د له لاسه ورکولو د مخنيوي او د مخاط د اوبلنو يا رقيقولو لپاره د مايعاتو اخيستلو ته هڅول .
    • د ستوني او د ټوخي ارامول د سيمه ييزو او دوديزو درملنو په وسيله ، لکه تود او خوږ چاى.
    • له تغذيي څخه مخکې د ماشوم د پوزي د افرازاتو پاکول په اوبو کې د يوې خيشتې سوي پارچې څخه په استفادي سره چې ښه تازه سوې وي او د يوې لولې يا پلتې په بڼه وي .


    دوايي درملنه


    • په نويو پيداسويو ماشومانو کې ، له % ٠،٩ Nacl څخه د پوزې د بندښت د له منځه وړلو لپاره د قطرې په بڼه چې د پوزي په هر سوري کې د اړتيا په صورت کې کارول کيږي .
    • د لوړي تبې ( ٣٨،٥ سانتي ګريډ يا تر هغه پورته ) لپاره لهParacetamol څخه استفاده د تبې تر کمولو پوري د دوز مطابق. د لويانو په لوړه تبه کې تر يو ګرام Paracetamol هر شپږ ساعته وروسته اخيستل سي.


    نوټ :- د لاندي درملو د ورکولو څخه دي ډده وسي.


    1. انتى بيتوتيکونه - جواز نلري ځکه زکام او انفونزا ويروسي ميکروبنه دي .
    2. هغه درمل چې Atropine ,Codeine يا د Codeine مشتقات يا الکول ولري کيداى سي زيان رسونکي وي .
    3. په پوزه کې د څڅولو څاڅکي .


    وقايه
    • د منتن کس په وسيله د هوايي څاڅکو له خپريدو څخه د مخنيي لپاره د ټوخي يا د ټوخلي د ادابو رعايتول.
    • ښه ا و مناسبه تغذيه .


    ناروغ ته لارښوونې


    1. د مايعاتو او مناسبي تغذيي اخيستلو ته هڅول .
    2. د پوزي د سوريو پر پاک ساتلو تينګار، په ځانګړي توګه په نويو پيداسويو ماشومانو چي د پوزې له لارې اجباري تنفس لري.


    ناروغ ته توصيه :
    • له چټک او سخت تنفس څخه څارنه ، سملاسي بيرته ستنيدل که دواړه حالته رامنځته سي.
    • بيرته ستيندل په هغه صورت کې چې د ماشوم ناروغي زياته سي او يا ماشوم په څښلو ا و يا د شيدو په خوړلو برلاسي نه وي .
    • که چير ي ماشوم د پنځو ورځو په ترڅ کې ښه والى پيدانه کړي تعقيب دې سي.

    ماخذ : د درملنې ملي معياري لارښود د لومړنيو روغتيايي خدمتونو مرکزونو لپاره

    یادونه: دا لیکنه صرف د طبي ډاکټرانو لپاره لارښووني دي.

    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X