Announcement

Collapse
No announcement yet.

د هګۍ په ګټه ځان خبر کړئ! /

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د هګۍ په ګټه ځان خبر کړئ! /

    د هګۍ په ګټه ځان خبر کړئ! /



    د هګۍ یو له هغو خوړو څخه ګڼل کېږي چي د خوړلو په ورځني مهالوېش کې باید د خپلې سلامتۍ په پار ورته ځای ورکړل شي.
    د هګۍ په ژېړ کې، چي تر سپینو په کې درې چنده ډېره کالورۍ شته، پنځه ګرامه غوړ او ۲۱۰ ګرامه خوراکي کلسترول موجود دي، همدارنګه د هګۍ ژېړ د «لوتئین» او «زائګزانتین» په نومونو ترکیباتي ب*ډایه سرچینې لري.
    د چرګې د هګۍ په ژېړو او سپینو کې داسي ترکیبات شته دي چي د سترګو لید پیاوړی کوي، په سترګو کې د ماکولار په نامه هغه ټکی چي د عمر په ډېرېدو سره د سترګو لید کمزوری کوي چي معمولاً له ۵۰ کلنۍ نه وروسته دا لړۍ پیلېږي په ضعیف والې کې کموالی راولي.
    د هارورډ پوهنتون د عمومي روغتیا د برخې د تغذیې ډاکټرانو موندلې چي د هګۍ د خوړلو او د زړه د ناروغۍ تر منځ د پام وړ اړیکه شته، په حقیقت کې د هګۍ دوامداره خوراک د خونریزۍ، مغزي او د زړه د سکتې د ناروغیو په مخنیوي کي مرسته کولی شي، دغه خوراکي ماده د ویټامینD طبیعي سرچینه هم ده.
    همدرانګه د هګۍ خوړل کولای شي په ښځو کې د سینې سرطان د ناروغۍ په مخنیوي کي هم ګټوره برخه ولري، د یوې مطالعې پایلې ښیې هغه ښځې دې چي حد اقل په اونۍ کې شپږ دانې هګۍ وخوري ۴۴ په سلو کې احتمال شته چي د سرطان ناروغۍ یې وده ونه کړې.
    د هګۍ د ډېرو سلفرو او ویټامینونو ټولګه ده چي د پوست او وېښتانو د روغتیا لپاره خورا ګټوره ده.
    اړوند مطالب
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X