Announcement

Collapse
No announcement yet.

د سګرټو پريښودو لپاره کم او زیات شپیته دلا

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د سګرټو پريښودو لپاره کم او زیات شپیته دلا

    ستاسې خپلې روغتیا ته:
    • د سږو د سرطان لامل کیږي
    • د امفیزیما (په سږو کې د اوبو راټولیدل) لامل کیږي
    • د زړه او رګونو د ناروغیو لامل کیږي
    • د ثدیو (تیونو) د سرطان لامل کیږي
    • د خولې، مرۍ او د پورتنۍ تنفسي لارو د سرطانونو لامل کیږي
    • د ټولو هغو سرطانونو لامل کیږي چې پورته یې یادونه نه ده شوې
    • د مغزي حملې لامل کیږي
    • د نمونیا ( د سږو انتان) لامل کیږي
    • د برانکسونو التهاب لامل کیږي
    • د سترګو د ناروغیو لامل کیږي
    • د غوږنو ستونزې رامنځته کوي
    • د رګونو د بندیدو لامل کیږي
    • ساه اخیستنه یا تنفس اغیزمن کوي
    • معافیتي سیستم (د بدن دفاعي سیستم) کمزوری کوي
    • عموي فزیکي حالت مو خرابوي
    • د جنسي قوې د کمزوئ سبب کیږي
    • د عقامت (شنډوالي) لامل کیږي
    • د وینې پواسطه د اکسیجن ا خیستو ظرفیت کموي
    • د غاښونو د ناروغیو خطر لوړوي
    د نورو روغتیا ته خطر ( هغوی ته چې خپله سګرټ نه څکوي خو د نورو د سګرټ د لوګي څخه متضرر کیږي)
    • د سقط یا زیان او یا جنین ته د ضرر چانس لوړوي
    • د کوچنیانو د کم وزن اخیستو لامل کیږي
    • د کوچنیانو ذکاوت/هوښتیارتیا کموي
    • په کوچنیانو کې د خوب د حالت د ناڅاپه مړینې لامل کیږي
    • د تمباکو د لوګي له امله د سترګو ټپونه او نورې ناروغۍ رامنځته کوي
    • په ټوله کې د کوچني په روغتیا باندې ناوړه اغیزه کوي
    د ژوندانه کیفیت:
    • فزیکي اعتیاد
    • سایکولوژیکي اعتیاد
    • ټولنیز اعتیاد
    • د شامي ( بوی) حس له لاسه ورکول
    • د ذایقې (مزې) حس له لاسه روکول
    • کیدای شي نورو سره د اړیکو په خرابوالي منتج شي

    فردي حفظ الصحه
    • د بدن بوی
    • د خولی بد بوی
    • د جامو بوی
    • زیړ بدرنګ لاسونه
    فردي حفظ الصحه
    • منګ لرونکې غاښونه
    • د پوستکي مخکې له وخته زړیدل چې په پایله کې یې بنیادم زوړ ښکاري
    د کورنۍ اړخ:
    • د کوټې دننه بد بوی
    • د اورلګیدنې خطر
    • چټل دیوالونه او چتونه
    • چټل فرنیچر او د کور نور لوازم
    • ټولنیز اړخونه
    • په مجاورت کې خلکو ته ناراحتي
    • په ځینو حالاتو کې ورته د خلکو لخوا بد کتل
    • د دندې په اخیستو کې ستونزې
    • د ملګري په پیدا کولو کې ستونزې
    • د نورو لپاره بده بیلګه
    عمومي اغیزې:
    • تل په دې اندیښنه کې وي چې سګرټ به یې خلاص شي
    • تل په دې لټه کې وي چې د سیګرټ د لګولو لپاره یو څه پیدا کړي
    • تل د داسې یو ځای په لټه کې وي چې د سګرټ د څکولو اجازه وي
    • موټر کې د سګرټ څکولو له امله تصادمات
    • د تمباکو د صنعت د ګټې لپاره د غلامۍ حلقه په غاړه ګرځول
    • او د سګرټو لګښت
    • د هغو ناروغیو لګښت چې د سګرټ څکولو له امله رامنځته کیږي


    •









    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X